Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امريکا غزه کې د اوربند وړانديز شوې طرحې پلي کولو هڅې ګړندې کړې دي

امريکا غزه کې د اوربند وړانديز شوې طرحې پلي کولو هڅې ګړندې کړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/07

په غزې کې د اسراییلي ځواکونو د خونړيو بريدونو درولو او په سخت بشري وضعیت کې د حصارو فلسطينيانو لپاره د مرستو رسولو په سر لا هم د يوې باوري هوکړې څرک نه لیدل کېږي.

د غزې اوربند لپاره د امريکا ولسمشر له لوري له اسرایيلو سره په همغږۍ وړاندې شوې طرحې څو ځله بې پايلې پاتې شوې دي، خو اوس د تازه وړاندې کړې طرحې د تطبيق هڅې چټکې شوې دي.

ډونالډ ټرمپ وايي، په مصر کې د حماس او اسرایيلو مرکچي پلاوو ترمنځ روانو مذاکراتو پرمختګ کړی چې لومړی پړاوو به يې د روانې اوونۍ تر پایه بشپړ شي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: « دا خبرې ډېرې بريالۍ روانې دي او په چټکۍ سره پر مخ ځي. تخنيکي ډلې به د دوشنبې په ورځ بيا په مصر کې سره وګوري، ترڅو وروستي جزئيات وڅېړي او روښانه يې کړي. لومړی پړاو بايد همدا اوونۍ بشپړ شي او زه له ټولو غوښتنه کوم چې په چټکۍ سره یې مخته یوسي.»

الجزيرې ټلوېزيون د حماس غورځنګ د سرچينو له قوله راپور کې ویلي د ټرمپ نوې طرحې په چوکاټ کې ياد غورځنګ د ټولو برمته کړیو اسرایيلي وګړو له خوشي کولو او په غزې کې له بېړني اوربند سره موافقه کړې، خو د خپلو جنګياليو بې ‌وسلې کولو او له څو هېوادونو تشکيل شوي يوه ایتلافي ځواک ته د غزې امنيتي چارو سپارلو په اړه يې پرېکړه نه ده وروستۍ کړې.

په ورته مهال، د اسراییلو لومړی وزير په واشنګټن کې د امريکا له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته د ټرمپ شل ماده‌ ييزې طرحې د ټولو برخو تطبيق مهم ګڼلی او د حماس له خوا د احتمالي رد کېدو په غبرګون کې يې له پوځي لارې موخو ته پر رسېدو ټينګار کړی.

بنيامين نتنياهو ویلي: « دا لاسته راوړنه لا وروستی شوې نه ده. هيله لرم د سوکوت په ځانګړي جشن کې به تاسې ته د دې زيری درکړم چې د اوربند په لومړي پړاوو کې به زموږ ژوندي او مړه شوي يرغمل وګړي کورونو ته انتقال شي او دغه لاسته راوړنه داسې مهال ترسره کېږي چې اسرایيلي ځواکونه به د غزې  نيول شويو سيمو کې لا پاتې  وي.»

د راپورونو له مخې، د امريکا له خوا په وړانديز شوې طرحه کې د غزې له يو شمېر سيمو د اسراییلي ځواکونو د شاتګ موضوع مطرح شوې، خو په بشپړه توګه يې له دې تړانګې وتل د شرط په توګه نه دي ياد کړي.

د روېټرز د راپور پر بنسټ، اسرایيلي چارواکي په غزې کې د جګړې له درولو وروسته د مصر او غزې ترمنځ د رفح پولې امنيتي چارو مسووليت او دې تړانګې ته په پوله د سرې بحيرې او غزې هوايي حريم په کنټرول اخيستو  هم ټينګار لري.

په غزه کې د اوربند لپاره د امريکا وړانديز شوې طرحه د يو شمېر اسلامي هېوادونو او ملګرو ملتونو سازمان  له خوا ستايل شوې او د اسرایيلو له خوا د مرګونو بريدونو مخنيوي او په شديدې لوږې کې د ساتل شويو فلسطيني وګړو سره د بېړنيو مرستو رسولو لپاره یې د سمدستي تطبيق غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي  انټونيو ګوټېريش ویلي: « زه يو ځل بيا پر سمدستي او دايمي اوربند، د ټولو بندیانو بې له قيد او شرطه خوشي کولو او له ځنډ او خنډ پرته د بشري مرستو پر رسولو ټينګار کوم. موږ به د دې موخو ترلاسه کولو لپاره د ټولو هڅو ملاتړ وکړو، ترڅو د ورته بشري ناورينونو مخه ونيول شي.»

دا لا څرګنده نه ده چې په غزې کې به جګړه څه وخت پای ته رسېږي او د دې تړانګې شاوخوا دوه نيم ميليونه وګړو بشري وضعيت به څه کېږي؛ خو د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له اکټوبر راهيسی اسرایيلي ځواکونو په غزه کې له ۶۵ زرو زيات فلسطينيان شهيدان کړي، تر ۱۵۰ زرو زيات یې ټپيان کړي او ورسره ګڼ شمېر نور له لوږې مړه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist