Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
رسنۍ: له کراچۍ وروسته بلوچستان کې هم د داعش دوه مهم غړي وژل شوي

رسنۍ: له کراچۍ وروسته بلوچستان کې هم د داعش دوه مهم غړي وژل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/06

د المرصاد په نوم یوې رسنۍ یوځل بیا د امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې نامعلومو وسله والو د داعش خراسان څانګې دوه مهم غړي وژلي دي.

د يادې رسنۍ د راپور له مخې، وژل شوي کسان يو د پاکستان او بل د تاجیکستان اتباع دي چې د داعش ليکو ته تازه جذب شوي وو.

د المرصاد په راپور کې د امنيتي سرچينو له قوله ادعا شوې چې داعش په افغانستان کې دننه د بریدونو ترسره کولو لپاره له تاجیستاني وګړو څخه کار اخيست.

د المرصاد راپور زیاتوي: « امنیتي سرچینو المرصاد ته ویلي چې په بلوچستان کې د داعش خراسان څانګې یو مهم پاکستانی مسوول له خپل یوه تاجیکستاني ملګري سره یوځای وژل شوي دي. د سرچینو په خبره، د عاصم بلوچ په نامه د داعش خراسان څانګې مهم مسوول چې اصلاً د بلوچستان د مستونګ سیمې اوسېدونکی و، خو په مستونګ کې پر پټنځایونو تر برید وروسته بې ‌ځایه شو، تر دې چې څه وخت مخکې په خضدار کې ناپېژاندو وسله ‌والو په یوه برید کې له خپل یوه بهرني ملګري سره یوځای له منځه یووړ.»

بل پلو، د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په دې اړه غبرګون کې ويلي چې د يادو کسانو د وژل کېدو راپورونه د ريښتيا کېدو په صورت کې ښه پرمختګ دی.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې د مهمو او کلیدي کسانو وژل کېدو په تړاو وېشلي نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « دا چې خپاره شوي راپورونه ښيي د داعش خراسان څانګې مهم غړي په پاکستان کې وژل شوي، د دې ثبوت دي چې پاکستان لاهم د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د نا امنه کولو هڅه کوي. افغانستان اقتصادي محوریت او د نورو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نه کولو پيغام ورکړی، خو نړۍ د تعامل په ځای تقابل ته مخه کړې.»

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « ویل کېږي چې په تېرو څو ورځو کې د داعش خراسان څانګې څو مهم مشران په پاکستان کې وژل شوي. ښايي د دغو وژنو تر شا د یوه هېواد د استخباراتو لاس وي، یا هم په استخباراتي پالیسیو کې بدلون راغلی وي.»

بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي موده وړاندې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ادعا یې کړې وه چې درې ګاونډي هېوادونه د داعش ملاتړ کوي. شنونکي په کراچۍ او بلوچستان کې د يادې ډلې د غړیو په نښه کېدل، په پاکستان کې د داعش د موجوديت ثبوت ګڼي.

دوی له نړيوالې ټولنې غواړي چې پر پاکستان فشار زيات کړي، ترڅو د سله ‌والو له تمويل او تجهيز څخه لاس واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی  حمکت‌الله حکمت وايي: « په پاکستان کې د داعشي ترهګرو د مشرانو وژل کېدل په حقیقت کې موږ او نړۍ ته دا ثبوت په لاس راکوي چې پاکستان لاهم د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د نړۍ ترهګریز مرکز دی او غواړي د دې ترهګرو په صادرولو سره سیمه او نړۍ نا امنه کړي. په کراچۍ او بلوچستان کې د جګ پوړو داعشیانو وژل کېدل دا ثابتوي چې د پاکستان پوځ او استخبارات اوس هم له سیمې او نړۍ سره صداقت نه لري بلکې د نویو پروژو اخیستلو هڅه کوي.»

له دې ټولو سره، پاکستان ادعا لري چې د افغانستان له خاورې ورته امنيتي ګواښ موجود دی، خو د افغانستان حکومت يې د ردولو ترڅنګ برعکس وايي، خپله پاکستان او تر کنټرول لاندې سيمو کې يې د داعش مرکزونه شته او په افغانستان کې د يادې ډلې له لوري ترسره شوي بريدونه هم له هماغه ځايه پلان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist