Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوال بانک: پاکستان کې د بېوزلۍ کچه بې ساري لوړه شوې

نړیوال بانک: پاکستان کې د بېوزلۍ کچه بې ساري لوړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/25

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه په وروستیو درېیو کالو کې د پام وړ لوړه شوې او اوس ۲۵.۳ سلنو ته رسېدلې ده.

د راپور له مخې، له ۲۰۲۰ کال وروسته په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه شاوخوا ۷ سلنه لوړه شوې ده.

د نړیوال بانک د ارزونې له مخې، که څه هم د تېرو دوو لسیزو پرمهال په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه له ۶۴.۳ سلنو(۲۰۰۱–۰۲) څخه ۲۱.۹ سلنې ته (۲۰۱۸–۱۹) راښکته شوې وه، خو له هغه وروسته دا کچه بېرته لوړه ختلې او لاهم روانه ده.

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي: « په پاکستان کې د بېوزلۍ د بیا زیاتېدو اصلي لاملونه د کرونا وبا منفي اغېزې، لوړ انفلاسیون او اقتصادي کړکېچ، طبیعي ناورینونه لکه سېلابونه، د کارونو غیر رسمي سکټور پراختیا او د انساني پانګې کمزورتیا، لکه د ماشومانو د تغذیې ستونزې او د زده کړو ټیټ کیفیت د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی.»

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي، شاوخوا ۴۰ سلنه ماشومان د تغذیې له کمښت سره مخ دي، یو شمېر ماشومان ښوونځي ته نه ځي او هغه چې ځي هم، ډېری یې د زده کړو بنسټیز مهارتونه نه لري. د پاکو اوبو، روغتیايي خدماتو او ښوونځیو ته د خلکو د لاسرسي کچه هم ټیټه ده، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې.

نړیوال بانک د پاکستان حکومت ته یو لړ سپارښتنې هم کړې. په دغو سپارښتنو کې پر یو شمېر سېکټورونو د پانګونه خبره شوې.

د نړیوال بانک په سپارښتنو کې راغلي: « د پاکستان حکومت باید په زده ‌کړو، روغتیا، پاکو اوبو او عامه خدماتو کې پانګونه وکړي. د ټولنیزو خوندیتوب پروګرامونو پراخ او اغېزمن کړي؛ خپل مالي نظام اصلاح او د مالیې عادلانه ټولګه او د معلوماتو او څار سیسټمونه پیاوړي کړي.»

د چارو څارونکي بیا وایي، په دې وروستیو څو لسیزو کې د پاکستان وضعیت له هر اړخه مخ په ځوړ روان دی. د دوی په خبره، د دې هېواد د ژغورنې لپاره اړتیا ده چې حکومت یې په ټولو پالیسیو له سره کتنه وکړي.

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیتونه له یو بل سره مخامخ اړیکه لري او پاکستان له ډېر وخت راهیسې له دې درې ګونو ستونزو او چلنجونو سره مخامخ دی. تر هغو چې پاکستان له خپلو خلکو سره تفاهم ته نه وي رسېدلی، دا چلنجونه به ادامه ولري، ځکه پاکستان له خپلو خلکو سره په جنګ بوخت دی.»

په پاکستان کې دننه د اقتصادي چارو شنونکي هم مني چې د دې هېواد اقتصادي وضعیت تر پخوا ناوړه حالت ته تللی او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس په ګرېوان دي.

د دې کارپوهانو په خبره، د پاکستان نړیوال قرضونه هم د دې سبب شوي چې د خلکو اقتصادي ستونزې لا زیاتې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی ریاض حسین وايي: « د پاکستان حکومت د درنو مالیاتو او ټکسونو له امله د خلکو په ژوند منفي اغېز لوېدلی. دا چې پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق(آی‌اېم‌اېف) څخه وخت نا وخت پورونه اخلي او تر اوسه یې کچه ۸۰ زره میلیارد روپیو ته رسېدلي، نو له همدې امله حکومت هر ګام د ای‌اېم‌اېف په خوښه پورته کوي.»

نړیوال بانک ټینګار کوي چې د پاکستان حکومت باید د خلکو ژوند ته په کتو ژور او دوامدار اصلاحات راولي، ترڅو بېوزلي راکمه، د ټولنې مقاومت پیاوړی او د زیانمنو قشرونو ژوند خوندي شي.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « د پاکستان هېواد د اقتصادي بحران څو لاملونه دي چې د دوی اقتصاد یې له ستونزو سره مخ کړی. په اول قدم کې پر پاکستان د بهرنیو پورونو فشار دی، همدارنګه سیاسي بې ثباتي، د انرژۍ سکټور ستونزې، د مالیاتو ناسم راټولېدل او نور دي.»

د نړیوال بانک په راپور کې دغه راز راغلي، اقتصادي ستونزې، د قېمتونو لوړوالی او د عایداتو کمښت د بېوزلۍ د زیاتېدو مهم عوامل دي. نړیوال بانک خرداری هم ورکړی او وايي، که د اصلاحاتو بهیر چټک نه شي، ښايي د بېوزلۍ کچه نور هم زیاته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist