Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي همکاریو سازمان په غزه کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې

د اسلامي همکاریو سازمان په غزه کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/26

سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ د اسلامي همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیرانو د فوق ‌العاده غونډې کوربه و.

 دغه غونډه په جدې ښار کې جوړه شوې وه او موخه یې په غزه کې د اسراییلو له لوري د پیل شوې نسل ‌وژنې، بشري ناورین او جګړې سملاسي پای ته رسونه وه.

غونډه کې چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له لوري یې مشري کېده، له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې پیل شوې خونړۍ جګړې، د اسراییلو د ظلمونو، د قطر، مصر او د امریکا د سولې هڅو او بېړني اوربند په اړه ګډونوالو بېلابېلې څرګندونې درلودې.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، د غزې له خلکو سره یوازې همدردي بسنه نه کوي بلکې د نوموړي په خبره، هغه څه چې فلسطینیان ورته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري؛ د دې سازمان د ګډونوالو ګډ عمل او له مظلمو فلسطینیانو هراړخیز ملاتړ دی.

فیدان زیاته کړې: « د قدس تاریخي هویت او مقام تر مستقیم برید لاندې دی؛ خو سره له دې هم هیلې او مسوولیتونه شته. موږ یو ځل بیا د فلسطیني وګړو او د هغوی د عادلانه مبارزې ترڅنګ د خپل کلک ملاتړ ژمنه کوو. د دوی مبارزه د آزادۍ، سولې، ثبات او دولت جوړونې لپاره ده. نن یوازې همدردي بسنه نه کوي، هغه څه چې فلسطینیان یې تر هر وخت زیات اړتیا لري، زموږ ګډ عمل دی. د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو قوي شتون او په دې فوق‌العاده غونډه کې د لوړ پوړو ګډونوالو ونډه، زموږ د یووالي پیاوړی ثبوت دی.»

نوموړي همدا راز اسراییل تورن کړل چې سوله نه ‌غواړي بلکې یوازینۍ موخه یې د مظلومو فلسطینیانو له منځه وړل دي.

د ده په خبره، اسراییل باید نور خپلو ظلمونو ته د پای ټکی کېږدي او د سولې پروسه کې خپل عملي شتون ثابت کړي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر په دې اړه ویلي: « په قدس کې د اسراییلو د وزیرانو په ګډون د افراطیانو پاروونکي ګامونه د الاقصی جومات سپېڅلتیا تر پښو لاندې کوي. موږ باید دې ته د پای ټکی کېږدو. زموږ بیړنۍ موخه دا ده چې یو دوامداره اوربند ترلاسه کړو او غزې ته پراخې بشري مرستې ورسوو. حماس د قطر او مصر وروڼو له خوا وړاندیز شوی اوربند پلان منلی. موږ به د قطر، مصر او د امریکا د سولې هڅو ملاتړ ته دوام ورکړو او له منځګړو سره به د مرستې لپاره خپله هڅه وکړو. اوس هر څه څرګند شوي، د اسراییلو حکومت سوله نه غواړي بلکې د فلسطین له منځه وړل غواړي.»

د غونډې نور ګډونوال بیا د اسراییلي رژیم له لوري د غزې جبري اشغال او روان ظلمونه د ټولې سیمې پر زیان ګڼي او په خبره یې، که مخه یې ونه ‌نیول شي، لرې نه ‌ده چې اسراییل غزه کې روان ناورین نورو هېوادونو ته هم وغځوي.

د ګینې د بهرنیو چارو وزیر موریساندا کویاټه: « د اسراییلو د پوځي کړنو او تېریو دوام، د فلسطیني خلکو جبري بې ‌ځایه کول، وژنې او د ملکیتونو ورانول به د ټولې سیمې د سولې او امنیت د تحقق لپاره نه ‌یوازې مرسته ونه ‌کړي بلکې د ټولو پر زیان دي. هغه بشري ناورین چې اوس مهال په غزه او ټولو فلسطیني سیمو کې روان دی، هم ژور او هم ویجاړونکی دی چې نه یوازې په سیمه بلکې د اسلامي امت او ټولې نړیوالې ټولنې لپاره اوږدمهاله ناوړه اغېزې لري. د اسراییلو د ناقانونه او جبري اشغال تر ټولو ډېر زیان د ټولنې کمزورو قشرونو ته رسېږي.» 

د اسلامي همکاریو سازمان داسې مهال جده کې د غزې په تړاو فوق ‌العاده غونډه جوړوي چې د غزې روغتیا وزارت د وروستیو راپورونو پر بنسټ د جګړې له پیله تر اوسه شاوخوا ۶۰ زره وګړي د اسراییلو په بریدونو کې شهیدان شوي چې نېږدې ۸۳ سلنه یې عام وګړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist