Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان ته د پزشکیان سفر: اسلام ‌اباد او تهران امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې د همکاريو هوکړې وکړې

پاکستان ته د پزشکیان سفر: اسلام ‌اباد او تهران امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې د همکاريو هوکړې وکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/04

د ایران ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر په بلنه د شنبې په ورځ اسلام ‌اباد ته په دوه ورځني سفر تللی.

له تهران څخه تر روانېدو وړاندې مسعود پزشکیان رسنیو ته ویلي چې له اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې په بهیر کې پاکستان یو له هغو هېوادونو و چې د ایران ملاتړی دريځ يې درلود.

د ایرانا خبري آژانس د راپور له مخې، ایرانی لوری به له پاکستان سره په امنیتي او اقتصادي مسایلو او د انرژۍ د توليد په تړاو خبرې وکړي.

د ایرانا په راپور کې راغلي: « د دې رسمي سفر پرمهال به د تهران او اسلام اباد په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشي او دغه راز به پر اقتصادي، امنیتي او د انرژۍ توليدولو اړوند مسایل تر بحث لاندې ونیول شي. همدارنګه، دواړه لوري به د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه له یو بل سره ډېپلوماټیکې اړېکې لا ټینګې او په اړه به یې بحثونه وکړي.»

پاکستان د ايران او اسرایيلو ترمنځ د وروستۍ ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال د تهران په ننګه په تل ‌ابيب سختې نیوکې وکړې.

د ایران ولسمشر د دې ملاتړ ستاینې ترڅنګ ویلي، دواړه هېوادونه هڅه کوي له یو بل سره کلنۍ راکړه ورکړه ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

خو د پاکستان سوداګرۍ وزیر بیا د نوموړي د شمېر برعکس په راتلونکي کې د اسلام ‌اباد او تهران ترمنځ ۸ میليارد ډالرو ته د سوداګرۍ لوړولو خبره کوي.

د پاکستان سوداګرۍ وزیر جام کمال وايي: « موږ دواړو لورو ژمنه وکړه چې د تهران او اسلام‌اباد تر منځ به سوداګریزې چارې ګړندۍ او راکړه ورکړه به په کلني ډول له ۵ میلیارد ډالرو څخه ۸ میلیارد ډالرو ته پورته کړو.»

دا د ولسمشر په توګه پاکستان ته د مسعود پزشکیان لومړنی رسمي سفر دی. د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي محمد رضا بهرامي د دې سفر لومړیتوبونه امنیت او بیا اقتصاد بللي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې د ايران جګ ‌پوړي پلاوي سفر ته اشاره کړې او ایران يې د پاکستان نږدې ملګری او ګاونډی ورور ياد کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي: « ایران زموږ نږدې ملګری، ښه ګاونډی او زموږ ورور هېواد دی. موږ د کړکېچونو کمولو او د ستونزو لپاره د ډېپلوماټیکو حل لارو په برخه کې د مثبت رول لوبولو ته ژمن یو. موږ چمتو یو چې دا رول ولوبوو او دې رول ته به ادامه ورکوو.»

دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې د یو شمېر لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستان د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د نامستقیمې ښکېلتیا په لړ کې د اسانچاري په توګه یو آرام خو مخ په زیاتېدونکی رول لوبوي او له همدې امله د اسلام اباد او تهران اړیکې په وروستیو میاشتو کې نږدې شوې دي.

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د پاکستان او ایران اړیکې له اول سره هم ښې وې او اوس هم په ښه حالت کې دي. د ولسمشر پزشکیان د سفر ډېر تمرکز پر اقتصادي مسایلو دی او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه ډېره کړي.»

ایران او پاکستان د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي چې له کلونو راهیسې د افغانستان په ګڼو سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو کې ښکېل پاتې شوي.

د چارو یو شمېر شنونکي بیا له افغانستان سره د ایران او پاکستان اړيکې یو ډول بولي او وایي، دغو دوو هېوادونو د تاریخ په اوږد کې د افغانستان په اړه یو شان سیاست درلود.

د سیاسي شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « باید هېڅکله پر دغو دوو ګاونډیو باور ونه شي، په ځانګړې توګه اوس چې په دې وروستیو کې دوی له افغان کډوالو سره د ټولو نړیوالو اصولو خلاف ناړه چلن پيل کړی دی.»

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف هم سږ کال د غبرګولې په میاشت کې ایران ته سفر وکړ.

تهران ته د شریف د سفر په بهیر کې نوموړي د دې هېواد له ولسمشر او د ایران له مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای سره ليدلي و.

شریف تهران ته د خپل سفر پرمهال ویلي و چې پاکستان د ایران د ” اټومي انرژۍ د سوله ‌ییزې کارونې” حق ملاتړ کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو د کچې لوړولو غوښتنه یې کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist