Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځ: هند شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو برید کې لاس لري

د پاکستان پوځ: هند شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو برید کې لاس لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/30

د خیبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرعلي سيمه کې د پاکستاني پوځیانو کاروان د موټر بم برید هدف ګرځېدلی.

په دې برید کې ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

د برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي.ټي.پي) د حافظ ګل‌بهادر څانګې منلی.

له برید وروسته د دې هېواد پوځ په یوې رسمي اعلامیه کې د برید ګوته هند ته ونیوه او وویل، هند دغه برید له پلان او طرحه کولو وروسته په پاکستان کې د خپلو نیابتي ډلو په وسيله ترسره کړی.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او د دې هېواد لومړي وزیر شهباز شریف هم د خواله رسنیو له لارې په جلا ډول دغه برید غندلی او د پړې ګوته یې هند ته نیولې.

د پاکستان پوځ ویلي: « په یوه ناوړه برید کې چې د هند ترهګر دولت له خوا پلان او طرحه شوی و او د نیابتي ډلو له لوري یې عملي شو، د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د پوځ کاروان په نښه شوی. د برید په پایله کې ۱۳ پوځیان له منځه تللي.»

د پاکستان له دې ادعا وروسته د هند بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې په یاد برید کې خپله ښکېلتیا په کلکه رد کړه.

 په اعلامیه راغلي چې اسلام‌اباد له کره شواهدو پرته غواړي هند په دې پېښه کې ښکېل وبولي.

د اعلامیې یوه برخه:« موږ د پاکستان هغه رسمي اعلامیه ولیده چې په کې هڅه شوې د جون پر ۲۸مه په وزیرستان کې د شوي برید مسوږلیت پر هند واچوي. موږ دغه اعلامیه په شدت سره ردوو.»

له اقتصادي او سیاسي ستونزو سره لاس په ګرېوان پاکستان اوس تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې له جدي امنیتي کړکېچ سره هم مخ دی او دا برید یې ښکاره بېلګه بلل کېږي.

 د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، یوازې د روان ۲۰۲۵زېږدیز کال له پیل راهیسې ۲۹۰ کسان چې له نیمايي زیاته برخه یې امنیتي چارواکي او پوځیان دي، په هدفي بریدونو، چاودنو او مخامخ نښتو کې له منځه تللي.

د دې ترڅنګ، په يادو سيمو کې پېچلي بریدونه او هدفي وژنې د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ آزادي غوښتونکو په څېر د وسله ‌والو ‌ډلو د پراخ نفوذ او پر پاکستاني پوځ د برلاسي نښه بلل کیږي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « په پاکستان کې وروستي بریدونه او د عسکرو وژل کېدل ښيي چې پاکستان لا په دې نه دی توانېدلی چې خپلو امنیتي ستونزو ته یوه دایمي او عادلانه حل لاره پيدا کړي. د پاکستان مشکل داخلي دي، له خپلو خلکو سره دی، خو د پاکستان حکومت نه غواړي په دې مشکل اعتراف وکړي.»              

بل پلو، په پاکستان کې د امنیتي پېښو زیاتوالي ته په اشارې د سیاسي چارو شنونکي په راتلونکي کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي امکان نه ردوي.

دوی وايي، د نړۍ له هغو پرله پسې غوښتنو او خبرداریو سره چې پاکستان ته یې د ترهګرو له ملاتړ د لاس اخیستلو په تړاو کړې، د دې احتمال زیات دی چې دا هېواد تر اوس لا زیات امنیتي کړکېچ ته داخل شي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم وايي: « نو پاکستان چې څه کرلي، هغه به رېبي. دا بریدونه ښايي لا زیات شي، ځکه پاکستان په خپل سیاست کې بدلون نه راولي. سره له دې چې د افغانستان، هند او سیمې په اړه د دوی سیاست او ترهګر پالنه غلط دي، خو دوی لاهم ادامه ورکوي.»

دا په روانه جون میاشت کې څووم برید دی چې په خیبرپښتونخوا کې ترسره کیږي. له دې یوازې څو ورځې وړاندې دوه پاکستاني پوځیان له وسله ‌والو سره په مخامخ نښتو کې ووژل شول.
تر دې دمخه او د همدې میاشتې پر ۱۵مه په سوېلي وزیرستان کې یو بل چارواکی هم په هدفي برید کې په ډزو ووژل شو.

دا داسې مهال ده چې په تېره مې میاشت کې په دې هېواد کې د ۸۵ او په اپرېل کې د ۸۱ بریدونو ارقام خپاره شوي چې په کې ګڼو پاکستاني امنیتي او استخباراتي پوځیانو ته په کې مرګ ژوبله اووښتې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist