Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ له ایرانه د بې قیده او شرطه تسلیمۍ غوښتنه کړې

ټرمپ له ایرانه د بې قیده او شرطه تسلیمۍ غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/19

له ایران د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ “بې‌ قیده او شرطه تسلیمۍ” غوښتنې سربېره د ایران او اسراییلو هوایي جګړې شپږمه ورځ هم دوام درلود.

ټرمپ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ایران مشر چېرته دی او کولی شو په اسانۍ سره یې هدف وګرځوو؛ خو اوس دا کار نه ‌کوو.

ټرمپ زیاته کړې:« دی یو اسان هدف دی. خو همالته خوندي دی، موږ یې نه راباسو (نه یې وژنو!) لږ تر لږه د اوس لپاره نه.»

 ټرمپ له دې خبر څو شېبې وروسته پر خپل اېکس ولیکل، له (قید او شرط پرته تسلیمي)، چې موخه یې له تهران خپله وروستۍ غوښتنه ښیي.

له دې هر څه سره سره د د اسراییلو او ایران ترمنځ د جګړې پر شپږمه ورځ هم دواړو هېوادونو پر یو بل د راکټي بریدونو ادعا کړې.

 د اسراییلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د چهارشنبې سهار لومړیو ساعتونو کې پر دغه هېواد د ایران توغندیز بریدونه شوي او د تل ‌ابیب په هوا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوې دي.   

د خبرپاڼې یوه برخه:« نن یو ځل بیا د سهار لومړیو ساعتونو کې د اسراییلو پر یو شمېر ښارونو د ایران توغندیز بریدونه شوي او د دغه هېواد پلازمېنې تل‌ابیب په هوا کې خنثی شوي دي.»

یو شمېر ایراني رسنیو بیا راپور ورکړی چې د تېرې شپې راهیسې د دغه هېواد په یو شمېر مهمو پوځي مرکزونو د اسراییلي رژیم له لوري هوایي بریدونه شوې چې له کبله یې مرګ ‌ژوبله هم اوښتې.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس مهر ویلي:«  اسراییلو په تازه بریدونو کې د ایران د انقلابي ګارډ اړوند یو پوهنتون او تهران ته نېږدې د خوجیر بالسټیکي توغندیو مرکز هدف ګرځولي دي.»

د یادونې وړ ده چې د اسراییلو او ایران ترمنځ د تازه پیل شوې جګړې له پیله تر دې دمه د ایراني او نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو پر پربنسټ چې د یادو هېوادونو د چارواکو د مالوماتو پر اساس خپاره کړي د اسراییلي ځواکونو په هوایي بریدونو کې شاوخوا ۲۲۴ ایراني وګړي چې ډېری یې ملکيان دي، وژل شوي.

 د ایران پر څو مهمو ښارونو د اسراییل له بریدونو وروسته ایراني چارواکو ادعاوې کړي چې پر اسراییلو یې شاوخوا ۴۰۰ توغندي توغولي چې ۱۰ سلنه یې هدف ته رسیدلي چې ۲۴ اسراییلیان په‌ کې وژل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist