Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/16

تېر دوه کاله د پاکستاني ځواکونو لپاره له دې امله تر نورو ځکه سخت وو چې په کې نه یوازې د مخالفو وسله ‌والو جبهو له لوري خونړي بريدونه شوي بلکې ګڼې سيمې يې له کنټروله هم وتلې دي.

د جګړې دغو برعکس پايلو ته په کتو د پاکستان دفاع وزیر د ياد هېواد پارلمان ته منلې چې ياده موده ځکه له نورو زياته له ناخوالو ډکه وه چې ډېر شمېر پاکستاني سرتېرې په کې وژل شوي.

خواجه آصف د دې هېواد پارلمان ته خبرو کې ويلي، تېرو دوو کالو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) او بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ(بي.اېل.اې) له خوا د پاکستان ۷۰۰ امنيتي سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

نوموړي د يادو بريدونو د شدت له امله دا ځل د افغانستان پر ځای د ملامتۍ ګوته هند ته نيولې او ادعا يې کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅ آزادي غوښتونکو په شمول د پاکستان ضد عناصرو کلک ملاتړ کوي.

آصف زیاته کړې: « پاکستان په تېرو دوو کالو کې په پرله پسې ډول د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کړې. په دې مبارزه کې ۷۰۰ سرتېري وژل شوي او ګڼو ملکيانو ته هم په کې مرګ ‌ژوبله اوښتې. دلته ځينې سیمې د ترهګرو له خوا هدف ګرځي. دلته که ټي‌ټي‌پي ده او که بي‌اېل‌اې، ټول ملاتړ يې د هند له لوري کېږي. هغوی چې د پاکستان دوښمن په خوښه دلته بریدونه کوي، د پاکستان دوښمنان دي او هغوی چې له دغو خلکو ملاتړ کوي او یا خواخوږي ورسره لري، هغه پاکستانیان نه‌ دی.»

په ورته مهال، د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان نه یوازې له امنیتې پلوه له ننګونو سره مخ دی بلکې په سیاسي او اقتصادي لحاظ هم په يوه لوېدلي حالت کې ځای لري.

د دوی په باور، د پاکستان پوځ او امنيتي ځواکونو پر ملکي خلکو د زور زياتي له امله ولسي ملاتړ په بشپړه توګه بايللی او له همدې کبله وسله ‌والې ډلې د جګړې په ميدان کې پرې برلاسې دي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « اوس مهال ولس له پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي، ځکه طالبان د همدې ولس له منځه راوتي خلک دي، په ولس کې ځای لري او په ډېره اسانۍ سره کولی شي هغه کسان پر نښه کړي چې د پولیسو او پوځیانو په نامه د پاکستان له پوځ سره کار کوي او بیا بېرته ځان په ولس کې ورک کړي.»  

ځینې نور بیا په دې اند دي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د ولس پر وړاندې ځان مسوول نه ګڼي او دې انحراف يې په جګړه کې ماتې يقيني کړې ده.

 د دوی په خبره، که حکومت يې د خلکو غوښتنې ونه منې، لرې نه ده چې ټول ولس به يې د پوځ او امنيتي ځواکونو پر ضد پاڅون وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد  فقيري وايي: « د دې بل لامل دا هم دی چې د پاکستان حکومت په دې نه دی بریالی شوی چې د خلکو مشروع غوښتنې ومني. اقتصاد پر ځوړ روان دی، امنیت خراب دی، سیاسي بحران شته او ملي ډیالوګ نه شته.»

د پاکستان ملکي او پوځي چارواکي د هند پر وړاندې دا ډول څرګندونې وروسته له هغې کوي چې نوي ډيلي د تېرې مې مياشتې پر ۷مه په پاکستان کې دننه ځينې اهداف پر نښه کړل او ادعا يې وکړه چې په نښه شوي اهداف د هند ضد وسله ‌والو ډلو پنټځايونه وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist