Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/15

پر ایران د اسراییلو د جمعې ورځې له هوايي او هدفي بریدونو وروسته چې د دې هېواد مهم پوځي چارواکي، اټومي ساينسپوهان او هستوي تأسیسات یې پر نښه کړل او په کې د ۲۰ لوړ پوړو پوځي چارواکو او اټمي ساینس ‎‌پوهانو په ګډون، لسګونه تنه مړه او ټپیان شول، ایران هم پر اسرایيلو د غچ اخيستنې متقابل بریدونه کړي.

د ایران پوځ وايي، په پراخو ډرون او توغندیزو بریدونو کې یې د اسراییلو پوځي مرکزونه او هوايي اډې پر نښه کړي چې له امله یې د څلور تنو وژل کېدو او شاوخوا ۱۰۰ نورو ژوبلېدو پخلی شوی.

د اسراییلو روغتیايي چارواکو ویلي، د ځینو ژوبلو شویو کسانو روغتیايي حالت نازک دی.

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ‌یي ویلي، د اسراییلو ضد عملیات به د اړتیا تر وخته دوام ولري او په وینا يې، اسراییلو ته به غاښ ماتوونکی ځواب حتمي ورکوي.

خامنه‌ يي زیاته کړې: «  صهیونېستي رژیم لویه تېروتنه وکړه، ستره خطا یې وکړه. داسې غلطي یې وکړه چې ناوړه پایلې به یې د خدای په توفیق سره دوی بېچاره کړي. د ایران ملت د خپلو پاکو شهیدانو له وینو نه تېرېږي او نه به هم د خپل هېواد پر هوايي حریم یرغل وزغمي.»   

د اسراییلو لومړي وزیر هم په يوه تازه ویډیو کې ویلي، پر ایران له برید یې موخه د دې هېواد د اټومي پروګرام او بالسټیک توغندیو د ګواښ له منځه وړل دي او په وینا یې خپلې دې موخې ته د رسېدو په حال کې دی.

بنیامین نتنیاهو د ایران پر وړاندې د اسراییلو د ورته عملیاتو د دوام خبرداری ورکړی او ویلي يې دي چې ایران اوس درک کړې چې له څه ډول ځواک سره مخ دی.

پر ایران د اسراییلو په تازه بریدونو کې د تهران مهرآباد هوايي ډګر، د همدان ولایت ځينې مهمې برخې، د نطنز او فردو هسته ‌يي تأسیسات او ګڼې برخې په نښه شوې چې د پوځ د عملیاتو او اطلاعاتو د دوو مرستیالانو په ګډون په کې نږدې۱۰ کسان وژل شوي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي:  « د اسراییلو د بریدونو اصلي موخه د ایران د واکمن رژیم له لوري د اټوومي پروګرام او بالسټیک توغندیو د ګواښ له منځه وړل دي. په داسې حال کې چې خپلو موخو ته د رسېدو په حال کې یو، تاسو ته هم آزادۍ ته د رسېدو لاره هواره وو. په تېرو ۲۴ساعتونو کې مو د ایران لوړپوړي پوځي قوماندانان، د اټومي پروګرام ساينسپوهان، د اټومي او د بالسټیک توغندیو تأسیسات له منځه یوړل. زموږ عملیات لا پاتي دي. د ایران رژیم نه پوهېږي چې له څه ډول ځواک سره مخ دی او یا څه ډول ځواک به دوی ته ګوزار ورکړي؟ د ایران رژیم له دې وړاندې په دې کچه کمزوری نه و.»

پر ایران له بریدونو وروسته د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره د اټومي پروګرام په اړه هر راز خبرې اترې او مذاکرات بې ګټې بللي او دا هېواد یې له اسراییلو پر ملاتړ تورن کړی.

د یاد وزارت ویاند ویلي، اسرائیلو په دې برید کې ټولې سرې کرښې له منځه وړي، له همدې کبله دا ناشونې ده چې مذاکرات او جګړه دې په یوه وخت کې ترسره شي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي: « مقابل لوري داسې څه وکړل چې خبرې اترې بې ګټې شوې. تاسو نه شئ کولی هم د مذاکراتو ترسره کولو ادعا وکړئ او هم اجازه ورکړئ چې د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم د ایران ځمکنۍ بشپړتیا په نښه کړي. دا روښانه ده چې اسرائیل به د امریکا له اجازې پرته دغه جنایت ترسره نه کړي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په دې اړه بېړنۍ ناسته کړې.

ایران له ځانه د دفاع او غبرګون ګوتڅنډنې په کې کړي، خو د امریکا استازي ویلي، ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

 بل پلو بیا د چین، روسیې او پاکستان استازو پر ايران د اسراییلو بریدونه غندلي او له ښکېلو لورو یې د صبر او زغم غوښتنه کړې.

 همدارنګه د ملګرو ملتونو سرمنشي د جګړو احتمالي پراخېدو له امله اندېښنه ښودلې او د ډېپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې یې د ستونزو د حل غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټېرېش ویلي: « د اسراییلو له لوري د ایران اټومي تأسیسات بمبار شوي او ایران هم پر تل ابیب هوايي بریدونه کړي. د جګړو پراخېدل نور بس دی. د دې وخت رارسېدلی چې دا جګړه پای ومومي. سوله او ډېپلوماسي باید ګټونکي شي.»

ایران امریکا، بریټانیا او فرانسې ته خبرداری ورکړی چې له اسراییلو د دفاع په صورت کې به یې په منځني ختیځ کې پوځي اډې پر نښه کړي.

 خو امریکا ویلي، که ایران په سیمه کې د دې هېواد ملي ګټې او پوځیان پر نښه کړي له ناوړه برخلیک سره به يې مخ شي.

دا هرڅه داسې مهال دي چې پر ایران د اسراییلو تر بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د بریدونو له پيل کېدو  خبر و او له دې کبله یې ښايي اسراییلو ته ۳۰۰ هېلفایر توغندي ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist