Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/14

په منځنۍ ختیځ کې له اسراییلو د امریکا پوځي ملاتړ دغه هېواد په سیمه کې د بې ثباتیو په پراخولو کې ښکېل کړی.

د ایران دولتي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د جمعې پر ورځ سهار شاوخوا درې نیمې بجې اسراییلي جنګي الوتکو د ایران د پلازمېنې تهران په ګډون د دې هېواد یو شمېر ښارونو هوايي برېدونه پيل کړل.

که څه هم د ایران امنیتي چارواکو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده اعلان کړې، خو د لومړنیو خپرو شویو راپورونو له مخې په دغو برېدونو کې د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان حسین سلامي، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري او دوه مخکښو ساینسپوهانو فریدون عباسي او محمد مهدي تهرانچي په ګډون له ۲۰ زیاتو جګ پوړو نظامي چارواکو او نورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته مهال ځینو نړیوالو رسنیو د اسرائیلو له لوري په ایران کې په نښه شوي سیمې او مرکزونه  د یورانیمو غني کولو او د اټومي څېړنو مرکزونه، پوځي مراکز او دغه راز په اصفهان، اراک، کرمانشاه، خونداب او خرم آباد کې یو شمېر پوځي او اټومي مرکزونه  یاد کړي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو دغه برېدونه د ایران له ګواښونو د اسرایيلو د خوندیتوب په هدف بللي او خبرداری یې ورکړی چې د ځوابي اقدام په غبرګون کې به د دې هېواد اټومي تاسیسات هم پر نښه کړي.

نتنیاهو په دې اړه ویلي:« موږ شېبه وړاندې پر ایران د راپورته کېدونکي زمري عملیات ترسره کړل. له دغو پوځي عملیاتو مو موخه د ایراني ګواښونو د اسراییلو خوندیتوب دی. دا عملیات به ترهغو دوام وکړي چې ګواښونه  ختم شوي نه وي.»

په ورته مهال، د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي د دې هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان او یو شمېر امنیتي لوړو پوړو چارواکو اسراییلو ته د غاښ ماتوونکي ځواب خبرداری ورکړی.

د ایران اسلامي ‌جمهوري حکومت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د ډېپلوماټیکو مذاکراتو پر مهال د اسراییلو دغه اقدام د صهونیستي رژیم د کمزورۍ نښه ده چې د ایران له سخت  ځواب سره به مخ شي.

د ایران مذهبي مشر علی خامنه يي ویلي:« صهیونېستي رژیم باید د سختې سزا په تمه پاتې شي. د ایران پیاوړي ځواکونه به هغوی پرېنږدي. صهیونېستي رژیم د خپل ځان لپاره دردناک او تریخ برخلیک وټاکه.»

له امریکا پرته د نړۍ ګڼو هېوادونو  او ملګرو ملتونو سرمنشي پر ایران د اسراییلو برېدونه غندلي او دا اقدام یې د ټولو نړیوالو قوانینو نقض بللی دی.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، پر ایران د اسراییلو له برېدونه خبر و او له وړاندې یې په اړه مالومات لرل.

ټرمپ همداراز له تهران غوښتي چې له واشنګټن سره د اټومي پروګرام د محدودولو پر سر خبرې ونه ځنډوي.

هغه زیاته کړې: « ایران نه شي کولی اټومي وسلې ولري او موږ هېله لرو چې ایران به بېرته  د مذاکراتو مېز ته کېنې. موږ به وګورو خو د دوی په رهبرۍ کې یو شمېر کسان وو چې بېرته به راستانه نه ‌شي .»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دې برېد په اړه له اسراییلو سره د همکارۍ ادعاوې رد کړې او له ایران یې غوښتي چې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې پر نښه نه کړي.

د الجزیزې ټلویزیون د راپور پربنسټ، د اسراییلو شاوخوا ۲۰۰ جنګي الوتکو تېره شپه د ایران د پلازمیني په ګډون په ګڼو ښارونو کې لږترلږه ۱۰۰ مهم موقعیتونه بمبارد کړي دي.

یو شمېر اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې پر ایران د اسراییلو له برېدونو وروسته دغه هېواد د اسراییلو پر خاوره د شاوخوا ۱۰۰ بې پیلوټه الوتکو برېدونو هڅه کړې.

د اسراییلو امنیتي چارواکو نړیوالو رسنیو ته ویلي، د ایران بې پیلوټه الوتکې یې د اسراییلو خاورې ته له ننوتو وړاندې له منځه وړې دي.

په ایران کې د اسراییلو له بمباریو وروسته د دې هېواد په قم ښار کې سلګونه لاریون کوونکو له حکومت غوښتي چې له اسراییلو د دې برېدونو غچ واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist