Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/28

د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي.ټي.پي) په تازه خپرو کړیو ویډیوګانو کې د خپلو جنګیالیو د لا انسجام او د پاکستان د پوځ پر مرکزونو د برېدونو زیاتوالي خبرداری ورکړی.

ټي.ټي.پي د مې میاشتې پر ۲۶ مه پر پاکستاني پوځيانو له ۱۰ زياتو داسې بریدو جزییات خپاره کړي چې د جنوبي او شمالي وزیرستان او خیبرپښتونخوا په ګڼو سیمو یې کړي دي.

ټي.ټي.پي د خیبر سیمې په تېرا دره کې د درېیو پوځي مرکزونو د نیونې ادعا هم کړې چې له نښتو وروسته يې له پوځ نيولي دي.

ټي.ټي.پي په دې اړه ویلي:« د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د مې پر ۲۶مه د مجاهدینو له لوري د ۱۳ ترسره شویو برېدونو په پایله کې د ټانک، خیبر، جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان او چترال ولايتونو په یو شمېر ولسوالیو کې پاکستاني پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې. همدارنګه په ځينو سیمو کې د هغوی پوځي مرکزونه هم نیول شوي.» 

په ورته مهال پخوانی امریکايي ډېپلوماټ زلمي خلیلزاد د بلوڅ  آزادي غوښتونکو(بې.اېل.اې) پر وړاندې د داعش  له لوري د جګړې پیلولو خبرداري په غبرګون کې ویلي، دغه ګواښ دا ثابتوي چې پاکستان کې د داعش ډلې لپاره روزنیز کمپونه موجود دي. 

خلیلزاد زیاته کړې، اوس مهال د بلوڅ آزادي غوښتونکو پر وړاندې د پاکستان پوځ او داعش مخالفت په یوه دریځ کې قرار لري.

خلیلزاد  په دې اړه ویلي: « لومړی، اوسمهال د بلوچستان په غرنیو سیمو کې د داعش روزنیز کمپونه وجود لري. دویم، د مارچ په نیمايي کې د بلوڅ آزادي غوښتونکو له لوري داعش په روزنیز کمپ په برېد کې د څو بهرنیو وګړیو په ګډون ۳۰ داعش جنګيالي ووژل شول. درېیم دا چې دغه ویډیو ښيي د بلوڅ آزادي غوښتونکو او نورو بلوڅ ملتپاله ډلو پر وړاندې د تاوتریخوالي تحرکات پای ته نه دي رسېدلي او د پاکستان امنیتي ځواکونه او داعش په یو دریځ کې ځای لري.»

د دې ترڅنګ بلوڅ آزادي غوښتونکو ته منسوبو رسنیو یو شمېر هغه ویډیوګانې خپرې کړې چې په کې پاکستاني پوځيان له لوري په بلوچستان کې د عامو خلکو ویجاړ شوي کورونه ښکاري.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په بلوچستان کې د بلوڅانو مدني تحرکاتو پر وړاندې د پاکستاني ځواکونو له خوا د تاوتریخوالي ډک غبرګون د بشري حقونو ښکاره نقض دی.

دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د پاکستان حکومت پر وړاندې د بلوڅو او نورو قومونو ملاتړ هېر نه کړي.

د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری وايي: « د پاکستان د بلوڅانو مبارزې اصلي هدف د خپلو حقونو ترلاسه کول دي. د بلوڅ مدني فعالانو د مبارزې مخنیوی د بشري حقونو، ډیموکراسۍ او آزادۍ د قوانینو خلاف عمل بلل کېږي. باید پر نړیواله کچه د پاکستان د بلوڅ مدني فعالانو ملاتړ وشي او نړیواله ټولنه په دې برخه کې مداخله وکړي.»

 د پاکستاني طالبانو تحریک له لوري د پوځي تحرکاتو زیاتوالي خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې څو ورځې وړاندې د پاکستاني پوځيانو له لوري په هوايي برېدونو کې د شمالي وزیرستان یو شمېر ملکي وګړي چې ماشومان هم په کې شامل وو، ژوند له لاسه ورکړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist