Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/14

د هند او پاکستان ترمنځ له څلور ورځنۍ جګړې وروسته چې په کې د پاکستان د ۱۱ سرتېرو په ګډون ۵۱ او د هند لور ته هم ګڼ کسان مړه او ژوبل شول، تازه له اوربند وروسته د هند لومړي وزیر د پاکستان پر وړاندې تندې څرګندونې کړې.

نرېندرا مودي په خپلو نږدې نیم ساعته څرګندونو کې ویلي، د امریکا، بریټانيا او هند په ګډون په هر هېواد کې ترسره شوي ترهګریز بریدونه له پاکستانه سرچینه اخلي او د ترهګرو ډلو مشران هلته ازادانه فعالیت او تګ راتګ کوي.

نوموړي زياته کړې، هند په پهلګام کې خونړي برید ته په غبرګون کې د مې پر شپږمه او اوومه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر او د دې هېواد په ګڼو نورو سیمو کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوړل چې تر ۱۰۰ زیات وسله ‌وال یې په کې ووژل.

مودي وړاندې ویلي: « کله چې هندي توغنديو او ډرون الوتکو په پاکستان کې د ترهګرو پر مرکزونو برید وکړ، نه یوازې د ترهګریزو سازمانونو ودانۍ بلکې د هغوی جرئت ‌او زړورتیا یې هم سخته ولړزوله. د بهاولپور او مرید په څېر د ترهګرو مرکزونه د نړیوالې ترهګرۍ پوهنتونونو او روزنیزو مرکزونو ته ورته دي چې د سپټمبر د ۹ او ۱۱ بریدونو، په ۲۰۰۵ز کال کې په لندن کې د بریدونو او په تېرو لسیزو کې په هند کې د لویو ترهګریزو بریدونو جرړې د ترهګرو همدې خوندي پټنځایونو ته رسېږي. ترهګرو زموږ د خویندو د ټندو سندورونه پاک کړل او هند دغه اقدام د هغوی د مرکزونو په له منځه وړلو سره ځواب کړ چې په کې له۱۰۰ زیات ترهګر ووژل شول. په تېرو دوه- درېیو لسیزو کې ډېری ترهګر مشران په پاکستان کې ازاد ګرځېدل او د هند پر وړاندې یې دسیسې جوړولې، خو هند هغوی په یوه ګزار له منځه یووړل.»

مودي دغه راز زیاته کړې، که د پاکستان له هر ځایه پر هند برید وشي او یا هلته ترهګریز برید طرحه شي، په خپله خوښه به په پاکستان کې دننه ځوابي برید او د ترهګرو پر وړاندې عملیات ترسره کړي.

هغه ویلي، د پاکستان له لوري د هند اټمي بلک مېل کېدل نه زغمي او د بلک مېلنګ سره سره به په پاکستان کې دننه د ترهګرو خوندي پټنځایونه په نښه کړي.

هغه پاکستان ته خبرداری ورکړی چې له ترهګرۍ د ملاتړ په نه درولو سره به دغه هېواد پخپله یوه ورځ له منځه لاړ شي.

نرېندرا مودي په دې اړه ویلي:« د پاکستان پوځ او د دې هېواد حکومت څه ډول چې ترهګري روزي او ترې ملاتړ کوي، همدا به یوه ورځ په خپله پاکستان له منځه یوسي. که پاکستان غواړي ژوندی پاتې شي، باید هلته د ترهګرو بنسټونه له منځه یوسي. سولې ته رسېدل بل مسیر او لار نه لري. د هند دریځ واضح دی. ترهګري او خبرې اترې سره په یوه لار نه شي تللی. ترهګري او سوداګري د یوې لارې ملګري نه دي او اوبه او وینه یوځای نه سره بهېږي. نن ورځ غواړم نړیوالې ټولنې ته هم یو څه ووایم، هغه دا چې زموږ طرحه شوې پالیسي دا ده چې که له پاکستان سره خبرې اترې کېږي، باید یوازې د ترهګرۍ او د پاکستان له خوا د اشغال شوي کشمیر برخې په اړه وي.»

مودي دغه راز ویلي، نړۍ ولیدل چې د پاکستان ډرون الوتکې او توغندي څنګه د وښو په څېر د هندیانو تر پښو لاندې شول.

هغه زیاته کړې، موږ په خپلو بریدونو کې د پاکستان هغو پوځي هوايي اډو ته سخت زیان واړاوه چې پاکستان پرې ډېر نازیده.

نوموړي دا هم ويلي، د هند تر مرګونو بریدونو وروسته پاکستان نړۍ ته د مرستې لاس اوږد کړ او دې هېواد د پوځي عملیاتو عمومي رییس د کړکېچ راکمولو په موخه له هند سره اړیکه وکړه او په خبره يې له پرله پسې غوښتنو وروسته، هند ورسره د اوربند هوکړه کړې.

خو د پاکستان مرستیال لومړي وزیر محمد اسحاق ډار له بي.بي.سي په تازه مرکه کې ادعا کړې چې د اوربند په تړاو لومړۍ اړیکه هند نیولې.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د مودي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، پاکستان په تېرو دوه درې لسیزو کې په خپله د ترهګرۍ قرباني دی او له دې درکه یې زیان لیدلی.

اصف د مودې د واک کاري موده په خلاصېدو بللې او ویلي يې دي چې نوموړی اوس دغه څرګندونې د خلکو تېراېستلو په موخه کوي.

اصف په دې اړه وايي:« ترهګري له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې په خپله د پاکستان لپاره جدي موضوع وه. نړۍ هم اوس په دې خبره ښه پوهېږي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې د ترهګرۍ په مساله کې د هند رول په جدي ډول و ارزول شي.»

له دې سره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، د هند او پاکستان ترمنځ اوربند دوه هېوادونه له اټمي جګړې ساتلي.

ټرمپ زیاته کړې، که داسې شوي نه وای، ښايي میلیونونه کسان به د هند او پاکستان په اټمي جګړه کې له منځه تللي وو.

هغه زیاته کړې: « موږ د یوې اټمي جګړې مخنیوی وکړ. زه فکر کوم که داسې شوي وای، ناوړه اټمي جګړه به رامنځته شوې وای او میلیونونه کسان به په کې وژل شوي وو. له همدې کبله زه په دې ډېر ویاړم.»

له دې سره هم مهاله، ټرمپ په یوه ټویټ کې د کشمیر کشالې د حل په موخه له پاکستان او هند سره د ګډ کار او همکارۍ خبره مطرح کړې.

اخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له دې څرګندونو هرکلی وکړ، خو هند بیا ورته سخت غبرګون ښودلی او د کشمیر په مساله کې یې د بل هر منځګړي رول او لاسوهنه د سملې د هوکړې نقض بللی.

د سملې هوکړه چې په ۱۹۷۲ز کال کې د هند او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوې، له مخې یې دواړه خواوې اړ دي چې د کشمیر اړوند ستونزې او موجود توپیرونه په سوله ییز او دوه اړه خیز ډول حل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist