Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/12

هند او پاکستان له شاوخوا څلور ورځنۍ مخامخ جګړې وروسته چې له امله یې دواړو لورو ته ځاني او مالي زیانونه واوښتل، تازه یې پر دوه اړخیز اوربند هوکړه کړې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه چې په وروستیو کې د یو بل پر وړاندې د اټومي وسلو د کارونې ګواښونو ته رسېدلې وه، په سیمه کې د یو بل کړکېچ پراخېدو په تړاو اندېښنې زیاتې کړې وې.

د جګړې د درولو په تړاو د نړۍ او سیمې له پرله پسې جدي غوښتنو وروسته د هند بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره ډزبندي او د پوځي عملیاتو درول منلي؛ خو ویلي يې دي چې هېڅکله به د ترهګرۍ پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

د دې ترڅنګ، د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال وېکرم مسري ویلي، دواړه خواوې به د مې پر ۱۲ مه  له یو بل سره خبرو ته کېني.

د هند بهرنیو چارو وزیرسوبرامانیم جی‌ شنکر ویلي: « هند او پاکستان نن پر ډزبندۍ او د پوځي عملیاتو پر درولو هوکړې ته رسېدلي. هند په ثابت ډول د هر راز او هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې کلک او نه تسلیمېدونکی دریځ لري او خپل دې دریځ ته به همداسې دوام ورکړي.»

د پاکستان لومړي وزیر هم په یوه ټویټ کې له هند سره د اوربند په مساله کې د امریکا له هڅو او په ځانګړي ډول د دې هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رهبرۍ او فعال رول مننه کړې.

شهباز شریف ویلي، دغه ګام یې د سیمې د سولې او ثبات او د هغو ستونزو د پراخېدو د مخنیوي په موخه پورته کړی چې په وینا یې کولی شي سیمه له ننګونو سره مخ کړي او له سولې، هوساینې او ثبات یې راوګرځوي.

شریف زیاته کړې:« موږ په سیمه کې د سولې لپاره د ولسمشر ټرمپ له رهبرۍ او فعالې ونډې مننه کوو. پاکستان پایلو ته د رسېدو په برخه کې د امریکا د هغو اسانتیاوو له برابرولو هرکلی او ستاینه کوي چې موږ د سیمې د سولې او ثبات د ګټو لپاره ترې ملاتړ وکړ.»

امریکايي چارواکي وايي، د هند او پاکستان ترمنځ اوربند د دې هېواد په منځګړیتوب او د ښکېلو اړخونو له لوړ پوړو چارواکو سره له دوه ورځنیو پرله پسې خبرو اترو وروسته، ټینګ شوی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د اوربند په برخه کې د امریکا د رول ترڅنګ ویلي، دواړه خواوې په بې‌ طرفانه ډول پر ګڼو موضوعاتو خبرو کولو ته تیارې شوې.

خو هند د امریکا په منځګړیتوب اوربند ته غاړه اېښودل نه دي منلي او وايي، دغه څه له مخامخ اړیکو وروسته شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه ویلي: « له اوږدو خبرو اترو وروسته چې د امریکا په منځګړیتوب ترسره شوې، په دې خوښ یم چې هند او پاکستان له بشپړ او بېړني اوربند سره هوکړه وکړه. ډېر خوښ یم او مبارکي وایم چې دواړو هېوادونو په دې اړه له عقل او ځیرکتیا کار واخیست. مننه چې دې مسالې ته مو پام وکړ.»

له دې سره، ځایي رسنیو راپور ورکړی چې له اوربند وروسته د دواړو خواوو اوسېدونکي چې د جګړو له کبله د سیمو پرېښودو ته اړ شوي و، بېرته خپلو مېنو ته راستانه شوي.

ګڼو هېوادونو د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی.

د سعودي عربستان، قطر، ترکیې او ګڼو نورو هېوادونو دغه څه نه یوازې د ښکېلو لوریو بلکې د سیمې د سولې او امنیت لپاره مهم ګام بللی.

د پاکستان پر وړاندې د هند سندور او برعکس د هند پر وړاندې د پاکستان ځوابي اقداماتو په بنیان المرصوص عملیاتو کې چې ګډې پولې ته څېرمه پر ملکي او پوځي سیمو شوي، لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist