Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/10

د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو پر دوام، تازه د هند بهرنيو چارو وزارت مرستيال يوه خبري کنفرانس ته ويلي، نه يوازې هند بلکې نړۍ هم پاکستان د وسله والو ډلو د پټنځای پر توګه پیژني.

ویکرام میسري وايي، پاکستان ترهګرو ډلو لپاره پټنځای دیاو تایید شوي شواهد شته چې دغه هېواد په کې د ترهګرۍ نړۍ وال مرکز په توګه پیژندل کيږي.

د مسیري په خبره، پاکستان په اوسنيو شرایطو کې د یوه هېواد په شکل نه بلکې د تروریستي سازمان په شکل چلن کوي.

هغه په دې اړه وايي:« زما په فکر د نړۍوالې ترهګرۍ د مرکز په توګه د پاکستان شهرت په ګڼو بېلګو کې جوت دی او په دې اړه کره او موثق شواهد نه یوازې هند بلکې ټولې نړۍ ته هم په ډاګه شوي. په نړۍ کې داسې ډېرې ترهګریزې پېښې ترسره شوي چې تر شا یې د پاکستان د ګوتو نښې موندل شوي. زه نه غواړم ناستو کسانو ته یو ځل بیا ور په زړه کړم چې اسامه بن لادن چېرته وموندل شو. د دې ترڅنګ پاکستان له څو لسیزو راهیسي له هند سره په پوله کې ترهګریز فعالیتونه کوي په داسې حال کې چې له مصونیت برخمن دی.»

 په ورته وخت کې د هند پوځ‌ ادعا کړې چې پاکستان د دوې تر واک لاندې کشمیر کې پر درېیو پوځي اډو د توغندیو او ډرونونو په وسیله برید کړی.

هندي پوځ ویلي، د پاکستان لخوا توغول شوي توغندي او ډرونونه شنډ شوي، خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې څه نه دې ويلي.

بلخوا د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ ته په اشارې ویلي، امریکا به په داسې جګړه کې مداخله ونه کړي چې هېڅ تړاو ورسره ونه لري.

هغه زیاته کړې:« هند برید وکړ، پاکستان ځواب ورکړ، دواړه هېوادونه باید په ارامه فکر وکړي او دواړه هېوادونه باید اټومي جګړه ونه کړي، که داسې کېږي نو‌ ډېر زیات زیان به واوړي، اوس مهال  داسې نه ښکاري چې د پاکستان او هند ترمنځ نښتې دې پر اټومي جګړه واوړي.  موږ د پاکستان او هند ترمنځ جګړه کې مداخله نه شو کولی البته ویلی شم چې امریکا د ډیپلوماسۍ لاره نیوی شي.»

له دې سره هم مهاله هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند له لوري په سيندور عملیاتو کې د جیش محمد ډلې د مشرتابه غړی عبدالروف اظهر هم وژل شوی دی.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د هند له لوري په پاکستان کې د عبدالروف اظهر وژل ستایلي دي.

خلیلزاد زیاتوي:« د  پاکستان پر وړاندې د خپل اوسني پوځي عملیاتو په جریان کې، د عبدالروف اظهر وژلی دی، چې په رواني ناروغۍ اخته و او په ۲۰۰۲ کال کې یې د وال سټریټ ژورنال یو خبریال وژلی و.»

د هند دفاع وزير پر پاکستان د سيندور عمليات يوه لړۍ بللې او ادعا يې کړې چې د دې عملياتو د لومړني پړاو په پايله کې يې ۱۰۰ تنه وسله وال وژلي،  هغه چې پاکستان يې د وژل شویو شمېر ۳۱ او ټپيانو ۷۱ په ښودلو سره ملکيان يادوي.

د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوهان په باور، د نوي ډیلي او اسلام اباد روانه جګړه به په سیمه کې پر سیاسي او اقتصاي ثبات اغېز کوي .

 د هندي رسنیو د راپورنو پراساس،په کشمیر کې پر کنټرول کرښه د درنو ډزو تبادله کې پاکستاني اړخ ته ۵ کسان وژل شوي او ۱۴ ټپيان دي.

راپورونه زیاتوي، د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمېر، په چکوټي، لیپه، نیلم جورا، کیل، نیکال، بهمبر او سماني سیمو کې تېره شپه د ډزو تبادلې د سهار تر څلور بجو دوام کړی.

بل لور ته د پاکستان د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې ځواکونه یې د هند د تیري په ځواب کې په بشپړ ډول بوخت دي  او د اوسني وضعيت کابو لپاره چمتوالي لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist