Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا دفاع وزیر: له پوځي لارې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه د هند حق دی

د امریکا دفاع وزیر: له پوځي لارې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه د هند حق دی

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/03

د روان زېږدیز کال د اپریل پر ۲۲ د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر پهــلګام سیمه کې پر سیلانیانو د وسلوالو برید کې د یوه نیپالي وګړي په ګډون ۴۳ سیلانیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

 له پيښې یوه ورځ وروسته نوي ډيلي ادعا وکړه چې برید او د برید طراحانو رېښه د پاکستان له خاورې ده.

سره له دې چې د دې پېښې په تړاو هراړخیزې پلټنې لاهم دوام لري، خو د همدې ادعا په تعقیب تازه رویټرز خبري اژانس د هندي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو په جمو او کشمیر کې د وروستي برید په تړاو درې شکمن کسان نیولي چې دوه هغه یې د پاکستان اصلي وګړي دي.

په ورته مهال، د امریکا دفاع وزیرپیټ هیګسټ له خپل هندي سیال سره په ټيلفوني خبرو کې یاده پېښه غندلې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د نوي ډیلي له دریځ ملاتړ کړی.

هیګسټ زیاته کړې:« امریکا له هند سره ولاړه ده او د دفاع حق لرلو په اړه یې ملاتړ کوي. موږ په جمو او کشمیر کې د شوي ترهګریز برید په اړه خفه یو.»

د هند دفاع وزیر یو ځل بیا د پاکستان حکومت تورن کړی چې د ترهګریزو سازمانونو روزنه او ملاتړ کوي.

راج نات سینګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان دغه ډول کړنې باید وغندي او د مخنیوي په موخه یې ګډ کار وکړي.

سینګ په دې اړه ویلي: « پاکستان تل د ترهګرو سازمانونو روزنه، تمویل او ملاتړ کړی. نړېواله ټولنه باید د دې کرغېړنو ترهګریزو فعالیتونو غندنه وکړي.»

د دې ترڅنګ، د هند بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له امریکايي سیال مارکو روبیو سره له خبرو وروسته پر خپله اېکس پاڼه د جمو او کشمير په وروستي برید کې د طراحانو او بریدګرو په محاکمه کولو ټینګار کړی.

شنکر زیته کړې:« د پهلګام ترهګریز برید په اړه مې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره خبرې وکړې. د دې برید ترسره کوونکي، ملاتړي او طراحان باید عدالت ته راکښل شي.»

د راپورونو له مخې، هند داسې مهال په جمو او کشمیر کې د تېرې اوونۍ برید په اړه له پاکستان دغچ اخیستنې ګواښونه کوي چې تازه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له  امریکا غوښتي چې پر نوي ډیلي  فشار راوړي، ترڅو له  ګواښونو لاس واخلي.

دوه ورځې وړاندې د هند لومړي وزیر د دې هېواد پوځي ادارو ته اجازه ورکړه چې له نظامي لارې په پاکستان کې د ترهګریزو سازمانونو اهداف پر نښه کړي.

دغه پرېکړه داسې مهال کېږي چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې له سکای نیوز ټلویزیوني رسنۍ سره په مرکه کې ومنله چې هېواد یې شاوخوا درېیو لسیزو راهیسې د امریکا، لوېدیځ او بریټانیا لپاره له ترهګرۍ ملاتړ او روزنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist