Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران بندرعباس کې درنه چاودنه؛ د چاودنې او اورلګېدنې لامل لا څرګند نه دی

د ایران بندرعباس کې درنه چاودنه؛ د چاودنې او اورلګېدنې لامل لا څرګند نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/28

د ایران سوېلي هرمزګان ولایت په بندر عباس کې د شنبې په ورځ د شوې ناڅاپي چاودنې او اورلګېدنو له امله ۱۸ کسان وژل شوي، ۶ نادرکه او ۱۱۳۹ تنه ژوبل شوې دي.

ایراني چارواکي وايي، له زورورې چاودنې وروسته یې د پراخې اورلګېدنې ۸۰ سلنه مخه نیولې، خو په خبره يې تر اوسه دا څرګنده نه ده چې چاودنه او اورلګېدنه څنګه رامنځته شول.

د ایران اسلامي جمهوریت ویانده فاطمه مهاجراني وايي: « ما د ټرانسپورټ وزیر، سرې میاشتې له رییس او روغتیا وزارت د رملنې برخې له مرستیال سره خبرې وکړې. اوس وضعیت تر ډېره مهار شوی، د اورلګېدنې له لویې برخې مخنیوی شوی او هڅه روانه ده چې د پاتې ۲۰ سلنې اورلګېدنې مخنیوی هم ژر وشي.»

مهاجراني له اسوشيېټيډ پرېس اژانس سره خبرو کې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي دغه پېښه د توغندیو جوړولو پرمهال د کیمیاوي موادو د چاودنې له امله شوې.

په ورته مهال، د ایران ولسمشر او د دې هېواد ملي شورا غړیو په پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د ژورې خواشینې ښودلو ترڅنګ ډاډ ورکړی چې د پېښې هر اړخیزې څېړنې لپاره به د يادې شورا د ځينو غړيو او کورنیو چارو وزیر پر مشرۍ پلاوی سیمې ته استوي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي: « د هرمزګان ولایت د پېښې له قربانیانو سره د ژورې خواشینۍ او خواخوږۍ ترڅنګ مې د پېښې د وضعیت او علتونو ارزونې لپاره امر صادرکړی. د کورنیو چارو وزیر مې د ځانګړې استازي په توګه د پېښې د کره ابعادو ارزونې، اړینو همغږیو رامنځته کولو او د ټپیانو وضعیت ته د رسېدنې لپاره سیمې ته استولی دی.»

د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو په یاده پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خواشیني څرګنده کړې او له زيانمنو شویو سره يې د مالي همکاریو په کولو ټینګار کړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره ویلي: « د افغانستان حکومت او ملت په دې غمجنو شېبو کې د ایران حکومت او ملت ترڅنګ ولاړ دي او خپل پیوستون او ملاتړ ورڅخه اعلانوي.»

د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو شمشاد ته  دا هم تایید کړه چې په دې پېښه کې هېڅ کوم افغان وګړي ته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د افغان سوداګرو تجارتي مالونو ته د احتمالي اوښتو مالي زیانونو په اړه د صنعت او سوداګرۍ مسوولین وايي، په دې اړه یې مالومات نه دي ترلاسه کړي.

د راپورونو له مخې، د ایران په سویل کې له دې بندر افغانستان ته په مستقیمه توګه سوداګري نه شته، بلکې د ایران له ختیځ میلک، دوغارون او ماهیرود بندرونو له لارو هرات، فراه او کندهار ته د توکو لېږد رالېږد کېږي.

بله خوا د اقتصادي چارو شنونکي وايي، په عباس بندر کې د هر ډول ستونزو اېجاد کولی شي د افغان سوداګرو پر کاروبار مستقيم اغېز وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « عباس بندر یو له مهمو او ستراتیژیکو بندرونو دی او تر ډېره د افغانستان ټرانزیټي توکي د عباس بندر له لارې افغانستان ته راوړل کېږي. په هغه صورت کې چې د دې بندر له لارې په تجارت کې ځنډ رامنځته شي، بې له شکه چې پر افغانستان به هم منفي اغېز ولري. په دې بندر کې له ستونزو سره به زموږ تجارتي توکي په ټاکل وخت افغانستان ته ونه رسېږي، ورسره به د توکو بیې لوړې شي او په ټوله کې به د افغانستان خلک او سوداګر متضرر شي.»

بندرعباس د ایران له مهمو سوداګريزو بندرونو ګڼل کېږي چې له لارې یې اوومه نفت، د نفتو محصولات، معدني او کیمیاوي مواد، صنعتي ماشینونه او وسایل، مصرفي او خوراکي توکي، موټر، کښتۍ او د هغوی د پروزو صادرات او واردات کېږي.

دا بندر تر ډېره افغانستان، چین، روسیې، ترکیې، پاکستان، هند او یو شمېر نورو هېوادونو ته د صادراتو او وارداتو لپاره کارول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist