Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جی شنکر: پاکستان په نورو هېوادونو کې د ترهګرۍ خپور کړي جال کې بند دی

جی شنکر: پاکستان په نورو هېوادونو کې د ترهګرۍ خپور کړي جال کې بند دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/17

د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د پاکستان په تړاو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، هغه ډلې چې دغه هېواد له کلونو راهیسې روزولې وې، اوس بېرته پر دې هېواد ورګرځېدلې دي.

دغه لوړ پوړی هندي چارواکی په پاکستان کې وروستیو ناامنیو او سیاسي کړکېچ ته په اشارې وايي، اسلام اباد په خپل اېښي دام کې بند شوی دی.

د شنکر په خبره، اسلام اباد له کلونو راهیسې د کابل پر وړاندې له دوه ګوني چلن کار اخیستی، خو له افغانستانه د بهرنیانو په وتلو سره دغه لوبه پای ته ورسېده.

شنکر زیاته کړې: « پاکستان د ترهګرۍ په خپور کړي جال کې راګیر دی. پاکستان اوس مهال په هغه لومه کې بند دی چې یو وخت یې په سیمې او افغانستان کې اچولې وه. په تېر کې پاکستان د افغانستان پر وړاندې له دوه ګوني چلن کار اخیسته، خو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا دوه ګونې لوبه پای ته وروسېده او اسلام‌اباد ته اوس هغه ترهګري زیان رسوي چې له کلونو راهیسې یې روزلې وه.»

د پاکستان په تړاو د سیاسي چارو د شنوونکو نظر دا دی چې دا هېواد له تېرو پنځو لسیزو راهیسې په خپلو سټراټیژیو کې ترهګرۍ ته ځای ورکړی او د ګاونډيو ترڅنګ یې د سیمې په هېوادونو کې هم خلک نا آرامه کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « پاکستان په تېرو ۵۰ کالو کې په خپلو پالیسیو کې تروریزم ته ځای ورکړی و او د خاصو ډلو ټپلو په روزلو سره یې په افغانستان او د سیمې په ځینو هېوادونو کې د خلکو ژوند نا آرام کړی و، نظامونه یې پرې نړولي دي. په اوسني حالت کې یو شمېر ډلې په پاکستان کې هڅه کوي چې استقلال واخلي، ترڅو هلته شریعت نافذ شي. دا د یادو ډلو حق دی، دلته باید په ډېر څرګند ډول وویل شي چې تروریزم او حق باید له یوبل جلا شي. کوزه پښتونخوا کې او په بلوچستان کې خلک د خپل حق لپاره جګړه کوي؛ خو هغه ډلې ټپلې چې دوی د نورو ځایونو لپاره روزلې وې، موږ په ډېر ساحو کې ویلي دي چې تروریزم مه خپروئ، اما دوی نه ده منلې. بنا ً نن ورځ همدا تروریستي ډلې او د خپل حق غوښتونکې ډلې دواړه اړخونه په پاکستان کې شتون لري او خپله ښامار خپل ځان پرې خوري.»

په ټوله کې د شنونکو باور دا دی چې پاکستان له کلونو راهیسې د خپلو ګاونډیو هېوادونو د حکومتونو د تضعیف هڅه کوي او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې د ترهګرۍ د روزنې او پالنې لار غوره کړې.

دوی زیاتوي چې پاکستان په دې برخه کې داسې ستراتیژۍ ته مخه کړې چې ښه راتلونکی نه لري.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « پاکستان تل د نورو حکومتونو د ضعیفه کولو، کمزوري کولو او له غرب او په ځانګړې توګه انګلیس او امریکا  د پروژو اخیستلو کې بوخت و. د دې پر ځای چې د خپل ولس پر اتحاد او اتفاق کار وکړي، پرخپل اقتصاد او سیاست کار وکړي، داسې سیاستونه، ستراتیژۍ او پالیسۍ یې پلي کول چې ښه راتلونکی یې نه درلود. اوس همدا ستونزې لویې شوې او پاکستان ته بلا ترې جوړه ده.»

پر پاکستاني پوځیانو او امنیتي ادارو بریدونه او چاودنې له بل هروخت اوس زیاتې شوې دي.

 کتونکي يې د پاکستان د غلطو پالیسو پایله ګڼي، خو اسلام اباد بیا تل هڅه کوي چې د خپلو ناکامیو او ناسمو سیاستونو پړه پر نورو واچوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist