Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سیمې هېوادونه: پر ایران د امریکا احتمالي برید ښايي سیمه کې بې ثباتي ډېره کړي

د سیمې هېوادونه: پر ایران د امریکا احتمالي برید ښايي سیمه کې بې ثباتي ډېره کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/08

د امریکا له خوا پر ایران د اقتصادي بنديزونو زياتېدو او د پوځي اقدام ګواښونو خبرداري په سیمه او نړۍ کې اندېښنې او مخالفتونه رامنځته کړي.

روسیې، چین، ترکیې، د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د امریکا له لوري پر ایران احتمالي هوايي بریدونه به په سیمه کې پراخه بې ثباتي رامنځته کړي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر حاکان فېدان په منځنۍ ختیځ کې روان کړکېچ او پر ایران د احتمالي هوايي برید په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې، له واشنګټن غوښتي چې له تهران سره دې د ډیپلوماسۍ له لارې موجوده اختلافونه حل کړي.

فېدان زیاته کړې:« زموږ سیمه بله جګړه او بې ‌ثباتي نه شي زغملی. په دې موږ نه پوهېږو چې د داسې برید له کېدو سره به څه ډول تاوتریخوالی رامنځته کېږي؟ خو موږ نه غواړو چې امریکا پر ایران برید وکړي. زموږ غوښتنه دا ده چې دواړه اړخونه دې د  تېر په څېر د مذاکراتو له لارې په سوله‌ ییزه توګه اختلافي مسایل حل کړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د ایران پر ضد د امریکا احتمالي پوځي اقدام یا هوايي بریدونه به د افغانستان په ګډون په ټوله سیمه کې سترې امنیتي او اقتصادي ننګونې رامنځته کړي.

د دوی په خبره، که واشنګټن پر تهران یوازې د اقتصادي بنديزونو پر لګولو تمرکز کوي، نو بیا يې افغانستان ته مستقیم خطر او زیان نه متوجه کېږي.

د سياسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « که د امریکا او ایران ترمنځ فزیکي اقدام وشي او جګړه رامنځته شي، خامخا له سیاسي او هم له اقتصادي پلوه پر افغانستان اغېز لري او د پانګوالۍ، سوداګرۍ، وارداتو او صادراتو پر وړاندې به ستونزې جوړې کړي. خو که چېرې جګړه ونه شي او امریکا یوازې د بندیزونو او محدودیتونو لګولو لاره خپله کړي، برعکس شاید افغانستان ته یې ګټه ورسوي؛ ځکه چې ایران به یوازې افغانستان ته خپل توکي صادروي او دا افغانستان ته ګټه رسولي شي.»

خو د اقتصادي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې پر ایران د امریکا هر ډول پوځي بريد به په ټوله سیمه او په ځانګړي ډول پر افغانستان مستقیم منفي اغېز ولري.

دوی په ایران کې د میلیونونه افغان کډوالو ژوند او په افغانستان کې د یادو کډوالو له لوري خپلو کورنیو سره اقتصادي همکاریو ته پام زیاتوي، په دې هېواد کې بې ثباتي به میلیونه افغان کډوال هم له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « که چېرې حالات بحراني شي، بې له شکه پر افغانستان منفي اغېز کولی شي. تاسو پوهېږئ چې د افغانستان صنایع ډېر ځوان دي او کله چې بحران رامنځته شي، د ایران ټول صنعتي توکي به افغانستان ته راشي او زموږ ځوان صنایع بیا له دوی سره سیالي نه شي کولی او زموږ د کارخونو فلج کېدو سبب کېږي. زما په اند، د هر ډول بحران رامنځته کېدل پر افغانستان ژورې منفي اغېزې لرلی شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « افغانستان تر ډېره خپل نفتي توکي له ایران واردوي او که د نفتو بیې لوړېږي، د افغانستان پر بازارونو اغېز کوي. همدارنګه د سوداګرۍ په برخه کې هم موږ ډېر توکي له ایران واردوو او بندیزونه کولي شي ټرانزیټي مشکلات جوړ کړي او افغان سوداګرو ته زیان واړوي.»

د امریکا له لوري ایران ته د پوځي ګواښ خبرداری وروسته له هغې ورکړل شو چې د دې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په مارچ میاشت کې د ایران مذهبي مشر علي خامنه ‌يي ته د یو لیک په استولو سره وویل چې تهران باید د خپل اټومي پروګرام په اړه له واشنګټن سره مخامخ خبرو ته کېني. خو ایراني چارواکو له امریکا سره مخامخ خبرې رد کړې او غیر مستقیم  مذاکرات یې د ډیپلوماسۍ د تعقیبولو لپاره پرانیستې لاره وبلله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist