Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستاني طالبانو تحریک: ټول فعالیتونه د پاکستان له خاورې ترسره کوو

ټي.ټي.پي: د افغانستان په اړه د پاکستان پوځ تګلاره خطرناکه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/29

د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي.ټي.پي) له لوري رسنیو ته په استول شوي اختریز پیغام کې د پاکستان حکومت تورن شوی چې د لویدیځو هېوادونو د خوښ ساتلو لپاره یې د افغانستان حکومت سره اړیکې ترینګلې کړې دي.

په دې اختریز پیغام کې د ټي.ټي.پي مشر د پاکستان له لورې افغانستان سره دا ډول پالیسي د خیانت او غدارۍ په مانا بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا چلن د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړيکو پر وړاندې جدي ګواښ دی.

د ټي.ټي.پي د اختریز پيغام یوه برخه: « د پاکستان حکومت د خپلو شخصي ګټو ترلاسه کولو او د غربي بادارانو د خوشالولو لپاره د پاکستان ګاونډي مسلمان هېواد افغانستان سره چې کومه پالیسي روانه کړې، دا په هر اعتبار شرعي او عقلي خیانت او غداري ده.  که دا پالیسي بدله نه شي، نو د دې بدې اغېزې او اثرات به د دواړو هېوادونو پر خلکو تر ډېرې مودې پورې وي.»

 د ټي.ټي.پي مشر د پاکستان  سیاسي او اقتصادي وضعیت د خرابېدو لامل د دې هېواد د پوځي واکدارانو شخصي موخې او پلانونه بللي دي.

نوموړي زیاته کړې، دغو ادارو د پاکستان په ۷۸ کلن تاریخ کې د خپلو ګټو لپاره هېڅ کله سیاسي استقلال نه دی غوښتی او نه یې د خلکو لپاره د ډاډمن امنیت هڅه کړې.

د پاکستاني طالبانو مشر ویلي: « د پاکستان پوځي واکداران هېڅکله نه غواړي چې په ملک کې سیاسي استقلال وي، نه غواړي چې په ملک کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ وي، نه غواړي چې ولس په ښه حال او له احتیاجه خلاص وي. دوی همېشه په ګډوډیو کې خپل خیر ویني او د پاکستان ۷۸ کلن تاریخ د دې دلیل دی.»

 د ټي.ټي.پي د مشر په پیغام کې دا هم ویل شوی چې د پاکستان حکومت د روژې مبارکې میاشتې په مهال په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې پر دیني علماوو او عامه خلکو بریدونه نه دي درولي او کورونه یې ورته په کنډوالو بدل کړي دي. 

په ورته مهال، د بلوڅانو ملي ګوند مشر اختر مېنګل هم پر خپله ټولنیزه اېکس پاڼه د پيغام په خپرولو سره ویلي، د پاکستان حکومت په کوېټه کې د دوی د سوله ییزو لاریونونو مخه نیولې او ټولې لارې یې پر مخ تړلې دي.

مېنګل د بلوچستان په سوله ییزو لاریونونو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو له لوري د بلوڅ مېرمنو نېولو ته په غبرګون کې زیاته کړې، د خپلو خویندو خوشې کولو او ملاتړ لپاره به د هېڅ ډول موانعو پروا ونه کړي.

هغه زیاته کړې: « سره له دې چې موږ سوله ییزو لاریونونو ته ژمن یو، خو زموږ د غږ چوپ کولو لپاره  د خضدار څخه کوټې ته غځېدلې او ټولې داخلي لارې د کانټينرونو په وسیله بندې شوې دي. انشاالله هېڅ کانټينر او خنډ به زموږ مانع نه شي. نن به بلوڅ ملت یو موټي ودرېږي او نړۍ ته به وښيي چې د بلوڅ ښځو او ماشومانو سپکاوی څه مانا لري.»

د سیاسي چارو کارپوهان د ټي.ټي.پي اختریز پیغام او د بلوڅو سوله ییز لاریونونه هغه حقایق بولي چې د پاکستان حکومت یې د خپلو څو لسیزو ناسمو پالیسو له امله تجربه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي:« ټي.ټي.پي چې کومې خبرې د پښتنو او بلوڅو د وضعیت په اړه کړې، دا بلکل د تایید وړ، دقیق او پرځای دي. د پاکستان د همدغو کړنو اثرات دي چې پښتانه د جګړو، بدبختیو او وژنو سره لاس په ګرېوان دي.»

د راپورونو له مخې، د بلوڅ ملتپاله غورځنګونو له لوري دغه پراخ سوله ییز لاریونونه د دې لپاره پیل شوي چې د بلوڅانو یووالي غورځنګ د مشرې ماهرنګ بلوڅ په ګډون هغه بلوڅ مېرمنې او سړي د پاکستان له بندخونو خوشې کړي چې پر وروستیو لاریونونو او یا له هغه وړاندې نیول شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist