Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی

ټي.ټي.پي د الخندق په نوم پسرلني عمليات اعلان کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/16

د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي.ټي.پي) په پاکستان کې د ۲۰۲۵ کال لپاره نوي پسرلني عملیات اعلان کړل.

د ټي.ټي.پي له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغوعملیاتو ته یې الخندق نوم ورکړی چې پر مټ به یې په ټول پاکستان کې پوځ او نورې امنیتي ادارې تر خپلو بریدونو لاندې ونیسي.

دغه راز په اعلامیه کې راغلي، په دغو عملیاتو کې به بېلا بېل بریدونه شامل وي او په دوامداره توګه به ترسره کېږي.

د اعلامیې یوه برخه: « په دې عملیاتو کې تعرضي بریدونه، هدفي بریدونه، چټکې چاپې، استشهادي بریدونه، سنایپر بریدونه، د نویو لایزر وسلو پرمټ دوامداره حملې به د پوځ په شمول د امنیتي ادارو او د هغوی په کمپونو، بیسونو او پوستو باندې په منظمه توګه دوام ولري.»

اعلامیه کې ویل شوې، د دغو عملیاتو د تطبیق لپاره یې داسې ځانګړي پوځي قطعات هم جوړ کړي چې هر ډول نظامي روزنه یې ترلاسه کړې او اوس خپلو اړوندو سیمو ته رسیدلي هم دي.

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، د ټي.ټي.پي له لوري د دغو عملیاتو په پیل سره به په پاکستان کې امنیتي وضیعت نورهم کړکېچن شي.

دوی زیاتوي، د ټي.ټي.پي له لوري د تازه عملیاتو اعلان په دې مانا دی چې د اوږد مهالې جګړې لپاره چمتوالی لري او د داسې جګړو دوام د دولتونو د پرځېدو لامل کېږي.

د دوی په خبره، اوسنی وضیعت به د پاکستان پر تجزیه کېدو پای ته ورسېږي.

د کارپوهانو په اند، په دې هېواد کې ټولې شته وسلې والې ډلې د ځواکمنېدوپه حال کې دي او لامل یې دا دی چې ولس له پوځ او نظام مخ اړولی.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « ماته ښکاري چې د پاکستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي. د پاکستاني طالبانو هغه وروستی اعلان چې د الخندق په نوم به پسرلني عملیات ترسره کوي، دا په دې دلالت کوي چې پاکستاني طالبان ډېر ځواکمن شوي، د پراخو عملیاتو وړتیا یې پيدا کړې، د پاکستان د نظامي ځواکونو لپاره په جدي سرخوږي بدل شوي او په لویه کې د اوږدمهالې جګړې لپاره تیاری لري. موږ په افغانستان کې د دې ډول موسمي جګړو تجربه لرو او پوهېږو چې د کار په اوږدو کې ډېر خطرونه رامنځته کوي. د دغو جګړو دوام د حکومونو د ړنګېدو سبب کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « هغه جنګونه چې اوس په پښتونخوا او بلوچستان کې روان دي، دا به د پاکستان په تجزیې باندې منجر کېږي؛ ځکه د هرې ورځې په تېرېدو سره به دغه ډلې ټپلې لا نورې هم پياوړې شي. لامل دا دی چې ولس د پاکستان له پوځ ډېر خفه دی او زه ډاډه یم چې دلته به آزادي راځي.»

ځینې نور بیا په دې  باور دي چې پاکستان د خپلو هغو سیاستونو ښکار شوی چې د نورو پروړاندې یې خپل کړی وو.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « پاکستان د خپلو خصمانه سیاستونو قرباني دی. دوی د تاریخ په اوږدو کې له ډیورېنډ فرضي کرښې پورې غاړه پر پښتنو او بلوڅانو ډېر ظلمونه کړي. نن له کرښې ها خوا پرتو افغانانو د صبر کاسه ډکه شوې ده.»

د پاکستاني طالبانو تحریک په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي، د تېرو دوه لسیزو راهیسې یې د پاکستاني پوځ او امنیتي ادارو پر وړاندې په دې موخه مبارزه پیل کړې چې په پاکستان کې په بشپړه توګه اسلامي نظام نافذ کړي  او د ولس سر، مال او عزت خوندي کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist