Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلوڅ آزادي غوښتونکو له اورګاډي د برمته کسانو خوشې کولو لپاره د بنديانو تبادلې وړانديز کړی

بلوڅ آزادي غوښتونکو له اورګاډي د برمته کسانو خوشې کولو لپاره د بنديانو تبادلې وړانديز کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/13

د بلوچستان په بولان دره کې د بلوڅو د آزادي غوښتونکو غورځنګ پر وړاندې د پاکستاني ځواکونو عمليات لاهم نه دي بشپړ شوي.

دې غورځنګ له کوېټې ښار۱۵۷ کيلومټره لرې د بولان درې اړوند مشخاف تونل کې د جعفر اېکسپرېس يو مسافر وړونکی اورګاډی برمته کړی چې۴۵۰ تنه په کې سپاره و.

بلوڅ آزادي غوښتونکي ادعا کوي چې په برمته کړو کسانو کې د پاکستان د پوځ، استخباراتو او نورو امنيتي ادارو لسګونه غړي شامل دي.

که څه هم دې غورځنګ د ځينو عامو وګړو د خوشې کولو خبر ورکړی، خو پاکستاني ځواکونو بيا د ټولو برمته شویو د خوشې کولو په موخه په سيمه کې د ځمکې او هوا له لارې عمليات پيل کړې دي. بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ خبرداری ورکړی که پاکستاني ځواکونه يې پر وړاندې له سختۍ کار واخلي، برمته کړي به اعدام کړي.

د بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ اعلامیې یوه برخه:« که د اشغالګرو ځواکونه د پوځي عملیاتو هڅه وکړي، پایلې به یې سختې وي. ټول برمته کسان به اعدام شي او پړه به یې د اشغالګرو ځواکونو پر غاړه وي.»

په ورته مهال په خواله رسنيو کې بلوڅ آزادي غوښتونکو ته منسوبو آدرسونو ويلي، د برمته کسانو د خوشې کولو لپاره د پوځ او بلوڅ آزادي غوښتونکو ترمنځ نښتو کې له ۳۰ زیات پاکستاني پوځيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپیان دي.

خو د پاکستان دولتي راډیو بيا د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې له بلوڅ وسلوالو يې د ۱۵۵برمته کسانو د خوشې کولو پر مهال ۲۷ بلوڅ وسله ‌وال وژلي دي.

په پاکستان کې دېره آزاد خبریال طاهر خان وايي: « د بلوچانو د آزادۍ غورځنګ د دې برمته نیونې مسوولیت اخیستی او حکومت ته یې ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې د یرغمل شویو کسانو په بدل کې هغه کسان له زندانونو آزاد شي چې د پاکستان حکومت نیولي. تر اوسه د پاکستان حکومت او پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي.»

په دې وروستیو کې د پاکستان په مهمو ښارونو اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې چې ګڼ ډېپلوماتیک مرکزونه په کې موجود دي، د بلوڅ آزادي غوښتونکو له لوري هدف ګرځول شوي.

د ۲۰۲۳ کال د اپرېل پر ۲۶ مه کراچۍ کې پر چینايي وګړو برید چې په کې دوه چينايان ووژل شول، د یادې ډلې یو له سترو بریدونو شمېرل شوی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په پاکستان کې د کورني وضعیت د خرابېدو دوه ستر لاملونه دي. یو، د نورو ملتونو لکه سندیانو، پښتنو او بلوڅانو پر وړاندې د پنجابي ریاست غلط او ظالمانه سیاستونه او پالیسۍ دي چې له امله یې دغه ملتونه تر پوزې راغلي او له دغه ظلم د ځان او قوم ژغورلو لپاره راپورته شوي دي. دویم، لوېدیځ له دې وړاندې د پاکستان ډېر زیات ملاتړ کاوه، خو کله چې دوی له چین سره اړیکې جوړې کړې، ګوادر بندر یې وروسپاره او قراردادونه یې لاسلیک کړل، نو لوېدیځ ورته په غوسه شو.» 

په ورته مهال، یو شمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د بلوڅ آزادي غوښتونکو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د برمته کسانو د آزادېدو پرمهال نښتو کې ۸ پاکستاني پوځيان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

 د پاکستان پوځ تر اوسه دغه شمېرې نه رد او نه هم تایيد کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist