Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکايي چارواکو ترمنځ لفظي شخړې د دې هېواد ملي او نړیوالې پالیسۍ ننګولی شي

د امریکايي چارواکو ترمنځ لفظي شخړې د دې هېواد ملي او نړیوالې پالیسۍ ننګولی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/11

امریکا په نړۍ کې د لویو کړکېچونو او جګړو د رامنځته کېدو او مخنیوي لپاره تګ لارې جوړوي، خو اوس مهال یې د حکومتولۍ په چارو کې د کورنیو مسایلو پر سر د اختلافونو لمن تر لفظي شخړو رسېدلې ده.

نیویارک ټايمز ورځپاڼې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر مشرۍ د کابینې په ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د اغېزناکې حکومتولۍ ادارې د رییس اېلان ماسک ترمنځ د لفظي شخړې جزئیات خپاره کړي دي.

د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي، د اېلان ماسک او مارکو روبیو ترمنځ د شخړې اصلي لامل په بهرنیو چارو وزارت کې د هغو سلګونو تنو د انفکاک نامعلوم برخلیک په اړه و چې د دې هېواد فډرالي ادارې سره یې کار کاوه.

د نړۍ لوی شتمن اېلان ماسک د تمسخر په ژبه روبیو تورن کړی چې د موثریت ادارې له یوه کارکوونکي پرته یې بل هېڅوک له دندې نه دي ګوښه کړي.

د امریکا د اغېزناکې حکومتوالۍ ادارې رییس اېلان ماسک ویلي: « تا هېڅوک له دندو نه دي لرې کړي. شاید یو څوک چې تا له دندې لرې کړی وي، زما د موثریت ادارې یو کارکوونکی به وي.»

راپور زیاتوي، سمدستي د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې له څو اوونیو راهیسې اېلان ماسک ته د ځينو مسايلو له امله غوسه و، د فډرالي ادارې د سلګونه کارکوونکو په جبري توګه منفکول د خپلو فعالیتونو مهم اقدام وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي: « دا ناسم مالومات دي. آیا په بهرنیو چارو وزارت کې د څه باندې۱۵۰۰ کسانو تقاعد ته اړ ایستل د کارکوونکو کمېدو په مانا نه دي؟ آیا اېلان ماسک غواړي دغه کسان له سره بیا تقاعد شي؟»

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ د اېلان ماسک او روبیو ترمنځ د اوږدې شخړې پر مهال تر ډېره غلی پاتې شو، خو وروسته یې د کابینې په ناستو کې د ګډوډیو مخنیوي لپاره امر وکړ چې وزیران به اجراییوي او اېلان ماسک به مشورتي صلاحیتونه لري. 

ټرمپ پرخپله اېکس پاڼه د امریکا د فډرالي ادارې د کارکوونکو کمولو ته په اشارې ویلي، د کارکوونکو کمولو په اړه به یې دریځ نور هم سخت شي.

ټرمپ زیاته کړې:« د فډرالي ادارې کارکوونکو کمولو بل پړاوو ته به مې طرحه د تبر پر ځای د عملیات چاقو ګټه اخیستل وي.»

نیویارک ټایمز وړاندې لیکلي، د امریکا په حکومت کې د چارواکو ترمنځ د اختلافاتو نوې څپه به د حکومتولۍ پر چارو منفي اغېز وکړي او د دې کار بېلګې به په راتلونکي کې څرګندې شي.

بله خوا، د امریکا د نړيوالې پراختیايي ادارې زرګونه کارکوونکي د ډونالډ ټرمپ له بیا واکمنېدو سره له دندو ګوښه او له نامالوم برخلیک سره مخ شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist