Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر اوکراین د روسیې برید درې کاله پوره شول

پر اوکراین د روسیې برید درې کاله پوره شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/26

روسي ځواکونو له ځمکې او هوا د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فېبرورۍ میاشت کې پر اوکراین بریدونه پیل کړل.

سره له دې چې جګړه لاهم روانه ده، د اوکراین یو شمېر نږدې متحدین چې په تېرو درېیو کالو کې یې د دې هېواد پوځي همکاري کړې، د جګړې پای ته رسولو لپاره متفاوت لیدلوري لري. 

د  روس – اوکراین جګړې له درې کاله پوره کېدو سره سم، د کاناډا او د ناټو تړون یو شمېر غړیو اروپايي هېوادونو مشرانو اوکراین ته سفر کړی او په ورته مهال تېره ورځ د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په واشنګټن کې په دې تړاو خبرې کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرانسې له ولسمشر اېمانوېل مکرون  سره د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره پر خپل دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي، مسکو په اوکراین کې د اروپا له سوله ساتو ځواکونو مېشتېدو سره مخالفت نه لري.

ولسمشر ټرمپ دغه راز د اوکراین طبیعي زېرمو د استخراج هوکړې ته رسېدو لپاره د دې هېواد ولسمشر ولادومیر زېلېنسکي واشنګټن ته ور بللی دی.

د امریکا ولسمشر په دې اړه وايي: « په اوکراین کې د روسیې جګړه نوره پای ته د رسېدو په حال کې ده او په څو اونیو کې به پای ته ورسېږي. پوتین به دا ومني چې په اوکراین کې د اروپا سوله ساتي ځواکونه مېشت شي. همدارنګه موږ له اوکراین سره د طبیعي منرالونو هوکړې ته ډېر نږدې شوي یو. زېلېنسکي به پر همدې موخه راتلونکي اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي هېوادونه له اوکراین د روسیې د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښمن دي. د فرانسې ولسمشراېمانویل مکرون چې په اوکراین کې د تل پاتې او اغېزمنې سولې په تامینولو یې ټینګار کړی، وايي، په اوکراین کې د جګړې هر ډول پای ته رسول باید د سولې په مانا نه وي.

مکرون له ټرمپ غوښتي چې له بشپړې اروزنې او اروپايي متحدینو سره په مشوره دې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

د فرانسې ولسمشر ویلي: « موږ هم سوله غواړو او مسکو هم سوله غواړي؛ خو موږ داسې هوکړه نه غواړو چې کمزورې وي. امریکا او اروپا ګډ متحدین دي او واشنګټن د دې حساسې موضوع پای ته رسولو لپاره  مهم مسوولیت لري. »

د اوکراین ولسمشر څو ورځې وړاندې ویلي وو چې له روسیې سره په جګړه کې یې۳۱ زره ځواکونه وژل شوي، خو د وال سټرېټ ژورنال موندنې ښيي چې له روسې سره په جګړه کې د اوکراین تر ۸۰ زره ځواکونه وژل شوي او۴۰۰ زره نور ژوبل شوي دي.

مسکو د روسي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه شمېرې نه دي خپرې کړي، خو د امریکا مطالعاتو انسټیټیوټ ویلي، په دې جګړه کې د روسیې شاوخوا۸۰ زره ځواکونه وژل شوي دي.

بله خوا ملګرو ملتونو د اوکراین جګړې د زیانونو په اړه په تازه راپور کې ویلي چې د روسیې له لوري د دې جګړې په پیل کېدو سره، څه باندې ۱۰ میلیون خلک بې ځای شوي او د میلیونونو نور کورونه ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي: « د اوکراین په درې کلنه جګړه کې ۱۰.۶میلیون تنه بې ځایه شوي، د شاوخوا ۲ میلیونو تنو کورونه ویجاړ شوي او د اوکراین د ټول نفوس درېیمه برخه بشري مرستو ته اړ شوي دي.»

له بلې خوا، ټاکل شوې د اوکراین د برخلیک په اړه د بریټانیا لومړی وزیر کیېرسټارمر په راتلونکو څو ورځو کې واشنګټن ته سفر ولري.

راپورونه وايي، د دې سفرهدف له ټرمپ سره کتنه کې به ډېر تمرکز د اوکراین د جګړې پای ته رسولو پر څرنګوالي وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist