Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: د پاکستان ستونزو لامل د دې هېواد د پوځ مشر دی

خليلزاد: د پاکستان اقتصاد او پوځ له بد وضعیت سره مخامخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/25

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د پاکستان پوځ او اقتصاد يې تر ټولو ناوړه حالت تجربه کوي.

نوموړي دغه څرګندونې د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې هغه راپور ته په غبرګون کې کړې چې په کې د پاکستان د پوځ له خوا د دې هېواد په اقتصاد کې پر لوړه کچه د لاسوهنو يادونه شوې.

خليلزاد په اقتصاد کې د پوځ مداخله د يوه ناوړه وضعيت ښکارندویي بولي او زياتوي، د ياد ناوړه وضعيت له امله له پوځ د امنیت ټینګولو په تړاو خپل ماموريت پاتې دی.

خلیلزاد زیاته کړې: « پوځ د پاکستان پر سیاست او حکومت واکمن دی. د فایننشیل ټایمز په وینا، دوی د هېواد اقتصاد په خپل لاس کې اخلي. البته دوی د امنیت مسوولیت لري. پایله دا ده چې درې واړه په بد حالت کې دي. پوځ باید اصلاحات راولي او پر هغه څه تمرکز وکړي چې د دوی اصلي ماموریت دی.»

د سياسي چارو شنونکی طارق فرهادي: « د پاکستان ستونزه دا ده چې نفوس یې په ډېره چټکۍ وده کوي، یانې د دې امکان شته چې له ۲۶۰ میلیونو تنو هم تېر شوی وي او تر ۲۸۰ میلیونو تنو ته رسېدلی وي. پاکستان د امریکا په طرف صادرات لري چې د ولسمشر ټرمپ له خوا د تعرفو لوړولو په جنګ کې ښايي زیان وویني. د پاکستان صادرات تر ډېره د نساجۍ محصولات دي. همدارنګه چین چې له پاکستان سره یې مرسته کوله، د خپلو مرستو په اعظمي حد کې دی او نه غواړي له دې ډېر پاکستان سره مرسته وکړي. نو ویلی شو چې دغو اقتصادي فشارونو ته په کتو، په پاکستان کې د یوه تغییر تمه کېدای شي.»

د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان اوسني اقتصادي وضعیت په اړه وایي، په دې هېواد کې اقتصادي ستونزې به نه ‌یوازې د پاکستان خلک اغېزمن کړي؛ بلکې سیمه ‌ییزې ناوړه اغېزې به هم ولري.

د سیاسي چارو شنوونکی کمال ناصر اصولي وايي: « د پاکستان بې ثباتي حتمن د دوی د وګړو په ګټه نه ده، خو د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو پر ګټه ده چې پاکستان په تېرو ۵۰ کالو کې د هغو نظامونه نړولي او سیاسي بې ثباتي یې رامنځته کړې. دا ځکه چې افغانان به د دوی له شره خلاص شي. په عمومي توګه د سیمې د خلکو پر ګټه ده، خو د پاکستان پر ګټه نه ده؛ ځکه پاکستان په سیمه کې داسې رول لوبولی لکه یو زهر پاشوونکی هېواد. دوی هر وخت خپلو ګاونډیانو ته زهر پاشلي دي.»

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « کله چې د پاکستان د اقتصاد واګې د پوځ په لاس کې ورشي، دغه کار به د ډېرو خلکو د تشویش ترڅنګ، د ډېرو پانګوالو د پانګونې ختمېدو او یا هم د پانګونې د انتقال سبب وګرځي. کله چې اقتصاد د پوځ په لاس کې وي، په مارکېټ کې د اعتماد فضا کمېږي او ډېر خلک به له داسې یوه حالت سره مخ شي چې خپلې پانګونې نورو هېوادونو ته انتقال کړي او یا به هم په نورو هېوادونو کې د پانګونې د فرصتونو لټولو هڅه وکړي.»

یو شمېر نور بیا د دې کار پایلې پراخ مالي فساد او سیاسي بې‌ ثباتۍ ته د لارې هوارېدل بولي او زیاتوي، په دې توګه به پر پاکستان د نړیوالو باور کم او اقتصادي بحران به يې لا شديد شي.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « د ملکي حکومت ناکامي او دغه راز د پوځ واک پراخېدل او د نړیوالو پورونو مدیریت، د تجارت پر سکټور هم اغېزې لري. د دې کار راتلونکې پایلې به د اقتصاد دولتي کېدل، د فساد زیاتېدل، سیاسي بې ثباتي او د نړیوالو د باور کمېدل وي.»

د پاکستان پوځ له لوري د دې هېواد اقتصاد په لاس کې اخيستلو مساله داسې مهال راپورته کېږي چې په دې هېواد کې اقتصادي وضعیت له وړاندې ښه نه دی او اوس هم د نړیوالو پولي او مالي سازمانونو او ځینې هېوادونو له لوري لس ‌ګونه میلیارد ډالره پوروړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist