Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي

د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/19

د اوکراین جګړې په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ د مذاکراتو پیل کېدو د اروپايي هېوادونو دریځ بدل کړی او اندېښنې یې زیاتې شوې دي.

دغه مذاکرات چې پرون(د فبرورۍ پر ۱۸ مه) د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې پیل شول، د اوکراین، فرانسې، بریټانیا او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو له غبرګونونو سره مخ  شوي دي.

د بریټانیا لومړي وزیر په پاریس کې د اوکراین راتلونکي برخلیک او اروپا ته د احتمالي بې ثباتیو متوجه کېدو په اړه د اروپايي ټولنې د غړیو هېوادونو بېړنۍ ناستې ته ویلي، اوکراین به یوازې نه پرېښودل کېږي.

کېیر سټارمر د ریاض په کوربتوب د امریکا او روسیې په مذاکراتو کې د اوکرایني استازو په نه ګډون نېوکه کړې او ټینګار یې کړی چې اوکراین به له هغه برخلیک وساتي چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال افغانستان ورسره مخ شو.

سټارمر زیاته کړې: « لندن په دې نظر دی چې اوکراین ته باید په هر قیمت سوله رانه وړل شي. د کیف استازي باید د مذاکراتو په مېز حاضر وي، ځکه اوکراین د شاتګ په لور نه شي تللی. موږ به هغې سناریو ته بیا اجازه ور نه کړو چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال امریکايي ځواکونه له افغانستانه په عجولانه توګه ووتل. زه ډاډمن یم چې ولسمشر ټرمپ به هم د دې مخنیوی وکړي.»

په ورته مهال، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي له یوې جرمني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، که په اوکراین کې له جګړې وروسته په بېړنۍ توګه او د سولې په مذاکراتو کې د اوکرایني استازو له حضور پرته د جګړې په درېدو او یا اوربند سلا وشي، دا هېواد به د افغانستان په برخلیک اخته شي.

ولودمیر زېلېنسکي زیاته کړې: « د مذاکراتو په مېز زموږ د حضور نه شتوالی ښه پایله نه لري. زه فکر نه کوم د افغانستان په څېر برخلیک لرونکي اوکراين سره دې څوک علاقه ولري. موږ پوهېږو چې بې پلانه د پرېکړو عملي کول او شاتګ کوم ډول پایلې لرلی شي.»

بله خوا، د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي امریکا او د ناټو غړیو هېوادونو په افغانستان کې د دوه لسیزو حضور سربېره ونه شو کولی خپلې پالیسۍ او قوانین تطبیق کړي.

د دوی په خبره، اوس مهال په اوکراین او منځني ختیځ کې هم دغه هېوادونه له ورته برخلیک سره مخ دي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « افغانستان کې دوه لسیزې د امریکا پر مشرۍ تقریبا ً ټولې نړۍ، ناټو او اروپايي ټولنې هڅه وکړه چې په افغانستان کې سیاسي بېخ بناوې بدلې کړي، دیموکراټیکې سیاسي بېخ بناوې رامنځته کړي، اقتصادي بڼه بدله کړي، د کپيټلېزم له نظره د آزاد بازار اقتصاد ته وده ورکړي او دغه راز په ټولنیزو تعاملاتو کې اصلاحات راولي. مګر موږ ګورو چې دا ټول مسایل له ټکر سره واقع او ناکام شول.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالواحد فقیري وايي: « اروپایان او په عمومي توګه نور خلک یا افغانان د ریاض خبرې د دوحې له خبرو سره مشابه بولي؛ که څه هم په دوحه کې طالبان موجود وو، خو د افغانستان حکومت یا پخوانی جمهوریت نه و. حال دا چې د سعودي عربستان په خبرو کې هېڅ یو اوکرایني وګړی موجود نه دی، نه یې مخالفین موجود دي او نه یې حکومت.» 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰ واک ته له رسېدو ورسته ژمنه وکړه چې د اوکراین جګړه به پای ته رسوي.

  ټرمپ د یاد هېواد جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ګډون یو شمېر مهم چارواکي له روسییې سره د خبرو لپاره سعودي عربستان ته استولي دي.

د روسیې دولتې خبري آژانس(ټاس) راپور ورکړی چې امریکايي او روسي استازو له لاس ورکولو پرته د سعودي عربستان په منځګړیتوب د مذاکراتو په مېز خبرې پیل کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist