Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روبیو د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو د نیولو بدل کې د جایزو ټاکلو خبرداری ورکړی

روبیو: ژوند ژغورونکې بشري مرستې له درې میاشتني ځنډ مستثنا دي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/30

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ د یوه دولتي یادښت له مخې د ژوند ژغورنې هغه بشري مرستې د بندیزونو له نوملړ استثنا وبللې چې تېره اوونۍ د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د لسګونو اجراییوي فرمانونو په لړ کې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شوې.

رویټرز خبري آژانس د مارکو روبیو له قوله راپور ورکړی چې بنسټیز ژوند ژغورونکي درمل او روغتیايي خدمتونه، خواړه، سرپناه او د بشري مرستو اداري لګښتونه د ژوند ژغورونکو بشري مرستو برخې له ځنډېدو مستثنا دي.

روبیو زیاته کړې:« له بنسټیزو ژوند ژغورونکو بشري مرستو پرته، سقط جینین، د کورني پلان جوړونې کنفرانسونه، د جنیست ایډیالوژیکي پروګرامونه، د ټرانس جنډر جراحي عملیات، اداري لګښتونه او هغه نور کارونه چې د ژوند ژغورنې سره تړاو نه لري، د دې مرستو برخه نه دي.»

په راپور کې راغلي، امریکا د نړیوالو بشري سازمانونو ستر مالي ملاتړی هېواد دی او په ۲۰۲۳ کال کې یې ۷۲ میلیارد ډالره د بشري مرستو لپاره یادو سازمانونو ته په واک کې ورکړي دي.

د اقتصاد وزارت چارواکو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له وروستي اقدام هرکلی کړی او په افغانستان کې یې د بشري مرستو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو د بیا رغونې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مالي ملاتړ غوښتنه کړې.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:« د اسلامي امارت اقتصاد وزارت د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر له خوا د ژوند ژغورونکو بشري مرستو له معافیت هرکلی کوي. له نړیوالې  ټولنې او د متحده ایالتونو له دولت زموږ غوښتنه دا ده چې د بشر دوستانه مرستو پر وړاندې خنډونه او محدودیتونه ایجاد نه کړي او نه یوازې بشري مرستې بلکې زېربنايي مرستې هم باید په افغانستان کې ادامه ولري.»

د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې په مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو بشري مرستې په لنډ مهال کې د میلیونونو اړمنو افغانانو لپاره حیاتي بلل کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، له بشري مرستندویه بنسټونو سره د امریکا مالي ملاتړ ځنډېدل یا لغو کېدل به د ماشومانو په ګډون د میلیونونو اړمنو افغانانو ژوند وننګوي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « بې له شکه چې امریکا او نړیواله ټولنه په دې کار سره له بشري حقونو سرغړونه کوي او د افغانستان له ۳ میلیونو ډېر ماشومان چې دا مهال پر خوارځواکۍ اخته دي، که دا مرستې ترلاسه نه کړي، حتمن له جدي ناورین سره مخامخ کېږي. زه فکر کوم دغه مرستې کولی شي په لنډمهال کې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګو هغو کسانو ژوند وژغوري چې ډېر اړمن دي؛ مګر په اوږدمهال کې اړتیا ده چې د افغانستان حکومت هم هڅه وکړي له نړۍ سره خپلې سیاسي ستونزې حل کړي.»

د افغانستان پراقتصادي او بانکي سکټور د امریکا له خو لګول شوي محدودیتونه، د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې، د کاري فرصتونو کمښت او کمزوري اقتصادي وضعیت میلیونونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړ کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist