Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګارډین ورځپاڼه: چین غواړي د خپلو پروژو امنیت لپاره پاکستان ته امنیتي ځواکونه واستوي

ګارډین ورځپاڼه: چین غواړي د خپلو پروژو امنیت لپاره پاکستان ته امنیتي ځواکونه واستوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/29

بریټانوۍ ګارډین ورځپاڼې د یوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي، په پاکستان کې سیاسي ګډوډۍ او امنیتي ننګونې لامل شوې چې په دې هېواد کې د چین اقتصادي پروژو پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته شي.

په راپور کې د پاکستان یوې معتبرې دولتي سرچینې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، بېجېنګ غواړي په پاکستان کې د خپلو اقتصادي پروژو د امنيت خوندي کولو لپاره د چین د خلکو آزادي بښونکي پوځ (پي.اېل.اې) ځينې ډلګۍ پاکستان ته واستوي.

د راپور یوه برخه:« بېجېنګ غواړي د چین او پاکستان په اقتصادي دهلېز کې د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د پي.اېل.اې پوځيان ځای پر ځای کړي او هم ګوادر بندر د خپلو سمندري ځواکونو لپاره وکاروي. په دې تړاو د ګوادر هوايي ډګر هم د دې غوښتنې یوه برخه ده.»

ګارډین ورځپاڼې په اسلام اباد کې د چین د سیاسي استازي له قوله ویلي، دا هېواد په پاکستان کې سیاسي ګډوډیو او امنیتي ناکراریو ته جدي اندېښنه لري.

وانګ شینګ شي د چینايي وګړو په امنیت کې د پرمختګ غوښتنه کړې او زیاتوي چې د ناکراریو له زیاتېدو سره سم، له پاکستان سره د چین اقتصادي همکاري ټکنۍ شوې ده. 

هغه زیاته کړې: « که امنیتي وضعیت کې ښه والی را نه شي، څوک به دلته راشي او په دې چاپېریال کې به کار وکړي؟ په ګوادر او بلوچستان کې د چینایانو پر وړاندې کرکه موجوده ده.»

د ګارډین ورځپاڼې په دې راپور کې همداراز راغلي، په ګواډر بندر کې سیمه ‌يیز کاروباریان د امنیتي محدودیتونو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او د سیمه ‌يیزو امنیتي چارواکو له لوري يې پر کارونو محدودیتونه لګول شوي دي.

یوه سیمه ‌يیز کاروبار لرونکي کس ګارډین ورځپاڼې ته ویلي: « موږ دلته ټول سیند له لاسه ورکړی. کله چې موږ د کبانو نېونې ته ځو، نو د غلو په شان د ځان پټولو هڅه کوو. دغه سمندر نور زموږ په واک کې نه دی، بلکې د چین په واک کې دی.»

خو د پاکستان د پلان او پرمختګ وزیر احسان اقبال له ګارډین سره خبرو کې په ګواډر کې د چینايي ځواکونو احتمالي ځای پر ځای کېدنه رد کړې او دغه ادعا یې بې بنسټه بللې ده.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان په سیمه کې د خپلو هغو پالیسيو پایلې تجربه کوي چې پر تشدد ولاړې دي او ټوله سیمه کې یې سیاسي او اقتصادي پرمختګونه له جدي ګواښ سره مخ کړي.

د سیاسي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي:« دا د دوی د استخباراتو او پوځي جنرالانو کړنې دي چې د دوی په لاس روزل شویو ډلو ټپلو سر راپورته کړی او د پاکستان امنیتي وضعیت یې دې حال ته رسولی. بلوڅان آزادي غواړي، پښتانه خپل حق غواړي او د کشمیر ولس هم له پاکستانه خپلواکي غواړي. دا ولسونه د پاکستان د غلط سیاست له امله راپورته شوي، نه یوازې امنیتي وضعیت یې خراب کړی، بلکې د دوی هوايي او ځمکني ځواکونه او اډې یې له خطر سره مخامخ کړې دي.»

پخوانی ډېپلومات عزیر معارج وايي:« د پاکستاني مخکېني رژيم دا تېروتنه وکړه؛ که څه هم دوی غوښتل ځیرکي وکړي او له چین سره د اړیکو په جوړولو سره له غرب ډېر امتیازونه ترلاسه کړي؛ خو چین اقتصادي سیاست لري او هرځای چې ځي او پانګونه کوي، نو هلته خپلې ریښې هم بندوي. بنا ً، دا تېروتنه وشوه چې چینایان یې راوستل او د ګوادر په ګډون یې ګڼ شمېر میلیارد ډالري پروژې ورسره لاسلیک کړې، اوس په کې پاتې راغلي او هم یې د غربي هېوادونو حساسیتونه پارولي دي. څومره چې ګوادر او پاکستان کې چینایان موجود وي، نور د پاکستان په ګټه نه ده؛ ځکه چې غربي نړۍ لاس ترې اخلي، حال دا چې د پاکستان جوړښت او بقا ټول د غرب په لاس کې دي.»

د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په اکټوبر میاشت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر چینايي وګړو د بلوڅ آزادي غوښتونکو غورځنګ برید له امله د ۲ چینايانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

له دې برید وروسته، په پاکستان کې د چین اقتصادي پروژې له جدي اندېښنو سره مخ شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist