Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان ترهګرۍ ضد اداره: روان کال سلګونه پوځيان جګړو کې وژل شوي

د پاکستان سولې او مطالعاتو انسټېټيوټ: تېر کال د پاکستاني ځواکونو لپاره مرګونی و

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/23

د پاکستان سولې او مطالعاتو انسټېټېوټ په خپل تازه راپور کې ویلي، په دې هېواد کې د امنیتي پېښو کچه لوړه شوې ده.

د یاد انسټېټېوټ د راپور پر بنسټ،  په تېر یوه کال کې په پاکستان کې څه باندې ۵۰۰ بریدونه ترسره شوي چې له امله یې له ۸۵۰ ډېر کسان وژل شوي.

 راپور زیاتوي، د وژل شویو له ډلې نږدې ۵۰۰ یې امنیتي منسوبین وو.

دغه راز په راپور کې وړاندې ویل شوې، ډېری دغه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

د راپور یوه برخه: « تېر کال په خيبر پښتونخوا، پلوچستان او د پاکستان په یو شمېر نورو سیمو کې ۵۲۱ بریدونه شوي. د دغو بریدونو له ډلې ۲۹۵ په خیبر پښتونخوا، ۲۰۲په بلوچستان، ۱۱ په پنجاب، یو برید په اسلام اباد او ۱۰ نور په کراچۍ کې ترسره شوي دي. په دغو بریدونو کې ۸۵۲ تنه وژل شوي چې ۴۸۹ یې امنیتي منسوبین وو او پاتې نور یې ملکي وګړي دي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « په پاکستان کې چې څه روان دي او څه کېږي، دا د پاکستان د خپلو اعمالو پایله ده. زه فکر کوم دوی هغه څه رېبي چې کرلي یې دي. موږ د پاکستان په کورنیو ستونزو کې هېڅ کار نه لرو، دا د دوی خپله کورنۍ مساله او پړه یې هم باید په نورو وا نه چوي. دوی باید په خپلو پالیسیو کې اساسي تغییر راولي او له افراطیت لاس واخلي.»

په ورته مهال، پاکستان کې ازاد خبریالان وايي، د دوی د مالوماتو له مخې، د تېر پرتله په پاکستان کې ناامني زیاته شوې او ورسره د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

په پاکستان کې ازاد خبریال طاهر خان وايي: « په پاکستان کې چې د تېر کال د امنیتي وضعیت په اړه څومره راپورونه ورکړل شوي یا هم د حکومت او پوځ له خوا پرې بیانونه ورکړل شوي، په ټولو کې په یوه خبره اتفاق دی چې په پاکستان کې د تشدد پېښې زیاتې شوې دي او په پایله کې یې ځاني زیان او تلفات هم زیات شوي، په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې. دا ښکاره خبره ده چې د دې ضیمه وار د پاکستان وسله والې ډلې دي او بیا د بلوڅانو ډلې دي.» 

د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي چې په پاکستان کې روان حالات د دې هېواد د ناسمو ستراتیژیو پایله ده.

 دوی خبرداری ورکوي، که اسلام اباد په خپل دریځ او ستراتیژیو کې بدلون رامنځته نه کړي او د ترهګرۍ د پاللو پرځای له ګاونډیانو سره په ښو اړیکو تمرکز ونه کړي، وضیعت به یې نور هم پیچلی شي او بیا به یې کنټرول ورته ستونزمن وي.

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمان شهاب وايي: « هغه څه چې په پاکستان کې واقع کېږي، د پاکستان د خپلو اعمالوپایله ده. که د دوی په پالیسیو او ستراتیژیو کې بدلون را نه شي او د ترهګرۍ د پاللو پر ځای په نورو مسایلو، اقتصادي ګټو او ګاونډیانو سره په ښو اړیکو تمرکز ونه کړي، فکر کوم دا نا امنۍ به نورې هم زیاتېږي، دا اور به نور هم تودېږي او یوه ورځ به د اسلام اباد لمنې ته رسېږي.»

ځینې نور بیا  د پاکستان د ناامنیو په اړه بېل نظر لري او وايي، دا چې د پاکستان امنیتي ادارې نه شي کولی په خپل هېواد کې روان امنیتي وضیعت کنټرول کړي، لامل یې له جنګېدونکو وسله والو ډلو ولسي ملاتړ دی.

د پوځي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی وايي: « کوم خلک او ډلې چې د پاکستان له حکومت سره جنګېږي، یوه برخه د پاکستان د ولس ده. دوی خپلې غوښتنې لري او د پاکستان حکومت باید له دوی سره خبروې ته کېني او غوښتنې یې ومني. دا چې دوی یې نه شي کابو کولی یا یې امنیتي ځواکونه توانمندي نه لري، علت یې دا دی چې دا خلک د ولس یوه برخه ده.»

 اسلام اباد بیا تل په پاکستان کې د امنیتي پېښو ګوته افغان لوري ته نیولې او ادعا کوي چې له افغان خاورې ورته ګواښ پېښ دی؛ خو د افغانستان حکومت تل دغه تورونه په کلکه رد کړي او ډاډ یې ور کړی چې د افغانستان له خاورې به هېڅ یوه هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist