Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 د ټرمپ لوړه؛ د کار پر لومړۍ ورځ یې ۲۰۰ فرمانونه لاسلیک کړل

 د ټرمپ لوړه؛ د کار پر لومړۍ ورځ یې ۲۰۰ فرمانونه لاسلیک کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/22

د امریکا ۴۷ ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل کار په لومړۍ ورځ لسګونه اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل.

په دې فرمانونو کې د پاریس د اقلیم له هوکړې او دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان له مالي ملاتړ وتلو په ګډون، د کډوالۍ او مالیاتو اړوند لسګونه فرمانونه شامل دي.

ډونالډ ټرمپ د پاریس اقلیم  له هوکړې د امريکا وتلو په اړه ویلي، د اقلیمي بدلون د ناوړه یو اړخیزو اغېزو مخنیوي ته نور پاپند نه شي پاتې کېدی.

نوموړي دغه راز پر چین تور لګولی چې د اقلیم په منفي بدلون کې مهم رول لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي:« زه به په بېړنۍ توګه د پاریس له اقلیمي هوکړې چې مساوات په کې نه شته، لرې شم. امریکا خپل صنایع نه شي زیانمولی. په داسې حال کې چې چین له مجازاتو پرته د اقلیم ناوړه اغېزمنتیا ته دوام ورکړی.»

ډونالډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د امریکا د نغدي مرستو بندولو په اړه ویلي، امریکا یاد سازمان ته هر کال سلګونه میلیونه ډالر مرسته ورکوي، خو په خبره يې چین د څه باندې یو میلیارد نفوس سربېره یوازې ۳۹ میلیونه ډالر ورکوي.

ټرمپ د امریکا پر مخکېني ولسمشر جوبايډن کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل، بایډن په دې برخه کې اصلاحاتو ته پام نه دی کړی او هم یې یاد سازمان د چین تر کنټرول لاندې یاد کړی دی.

ټرمپ په دې اړه ویلي: « زه چې دلته وم، دغه مرستې مې ختمې کړې وې. د روغتیا نړیوال سازمان ته امریکا چې شاوخوا۳۵۰ میلیونه نفوس لري، ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي؛ خو چین چې ۱.۴ میلیارده نفوس لري، یوازې ۳۹ میلیونه ډالر ورکوي.»

دا چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د مخکېنۍ ادارې د سلګونه پوځي چارواکو له دندو پر لرې کېولو هم ټینګار کړی، ترڅنګ یې په یو شمېر جګړو کې د امریکا ښکېلتیا له امله د جوبایډن پاليسي ناکامه یاده کړې.

ټرمپ په ټاکنو کې له بریا وروسته ژمنه وکړه چې په اوکراین کې به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.

په ورته مهال، د ورسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدو په اړه د ټرمپ لېوالتیا ستایلې او د مذاکراتو له لارې يې د جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار کړی.

پوتین ویلي: « زه د امریکا ولسمشر او ټیم له لوري یې له روسیې سره د مستقیمو اړیکو په اړه، چې د پخواني حکومت له لوري درېدلې وې؛ وینم او همدارنګه د درېیمې جګړې د احتمالي پېښېدا د مخنیوي په اړه د هغوی هڅې اورم. زه واک ته د امریکا منتخب ولسمشر د رسېدو په اړه مبارکي وایم او هېله لرم چې مذاکرات پر مساواتو او طرفینو ته د درناوي پر بنسټ رامنځته شي او نړیوال ثبات ته هم پام وشي. موږ په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا له منتخب ولسمشر سره مذاکراتو ته چمتو یو.»

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ۱۵۰۰ برید کوونکي هم وبښل چې د دې هېواد په پلازمینه کې یې د نوموړي په ملاتړ تاوتریخوالی کې ښکېل پېژندل شوي وو. هغه مهال تاوتریخوالي له امله  ۵ پولیس ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

ټرمپ له مکسیکو د غیرقانوني کډوالو د ور اوښتو په اړه جدي پالیسي په پام کې لري چې امریکا ته د کډوالو د مخنیوي په اړه یې اجرائیوي فرمان هم لاسلیک کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist