Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: د پاکستان ستونزو لامل د دې هېواد د پوځ مشر دی

خلیلزاد: پاکستان له سیاسي اقتصادي او امنیتي بحرانونو سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/06

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان په اوسنیو شرایطو کې له ګڼو بحرانونو سره مخ بولي.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه په دې هېواد کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونو لاملونو ته په اشارې لیکلي، په پاکستان کې د اوسني امنیتي بحران اصلي لامل له افغانستان سره د شخړو او خپله پاکستان کې د خلکو د وژنو زیاتوالی یاد کړی.

هغه ویلي، په پاکستان کې سیاسي بحران د حکومت له لوري د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته پیل شوی چې په خبره یې د نوموړي له بېرته خوشې کېدو سره ښايي پای ومومي.

هغه زیاته کړې:« پاکستان په دوامداره توګه له درېیو بحرانونو سره مخ دی: لومړی سیاسي؛ چې د عمران‌خان له بندي‌ کولو پیل شوی؛ دویم اقتصادي او سیاسي چې له افغانستان سره د شخړو زیاتېدو او د سلګونه پاکستانیانو له وژل کېدو سره پیل شوي. پاکستان بیارغونې ته اړتیا لري او دا باید د عمران خان له آزادېدو پیل شي.»

د دې ترڅنګ، د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر اقبال چوهدري د دې هېواد په یوه پوهنتون کې غونډې ته د خبرو پرمهال ویلي، ترڅو چې په پاکستان کې سیاسي او امنیتي بحران ته حل لارې ونه موندل شي، دغه هېواد اقتصادي ثبات ته نه شي رسېدای.

چوهدري زیاتوي:« د پاکستان حکومت اقتصادي اجنډا لرونکی حکومت دی چې په هېواد کې د سیاسي درجې ساړه حالت ساتنې ته ژمن دی. بریالي ملتونه سوله رامنځته کوي او وروسته سیاسي ثبات ته رسېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « له دغو بحرانونو د راوتلو یوازینۍ لاره یو ملي ډیالوګ دی. پاکستان باید دېته غاړه کېږدي چې له عمران خان، د پښتون ژغورنې غورځنګ، ټي.ټي.پي، د بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ او نورو مخالفینو سره مذاکراتو ته کېني. پاکستان د مشروعیت له بحران سره هم مخامخ دی.»

د چارو شنونکي هم په پاکستان کې روان ناوړه وضعیت له ترهګرۍ د ځان په ګټه، خو د ګاونډیو د تضعیف لپاره کار اخیستل او ترڅنګ یې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د ستراتیژیک عمق لټه، په دې هېواد کې د کړکېچ نور لاملونه ګڼي.

د دوی په باور، پاکستان له ایجاد سره سم د زور او جبر له لارې د پښتنو او بلوڅانو سرچینې او امکانات د خپلو دوو اصلي ایالتونو پنجاب او سند د تمويل لپاره کارولي چې همدې بې عدالتۍ، پراخې وژنې او ځپنې یاد دوه لوی قومونه د خپلو حقونو غوښتنې او په زور د آزادۍ اخیستلو ته اړ کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « د پاکستان دولت په ګاونډیو هېوادونو کې د تروریستي بریدونو په سرته رسولو او دغه راز د ګاونډیانو په کورنیو چارو کې په لاسوهنې سره، ورځ تر بلې خپل سیاسي او امنیتي وضعیت له ننګونو سره مخامخ کوي. له دې سره، ورځ تر بلې د پاکستان اقتصاد کمزوری کېږي او ستونزې زیاتېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی خلیل ‌احمد نادم وايي: « په پاکستان کې سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت ځکه خراب دی چې له ډېرو کلونو راهیسې د پنجاب له خوا په نورو قومونو، لکه پښتنو، بلوڅانو، سندیانو او کشمیریانو باندې ظلمونه روان دي. د دې نتیجه دا شوه چې دا قومونه د خپل حق لپاره راپاڅي.»

شنونکي په دې باور دي، که پاکستان په رښتیني ډول یادو بحرانونو ته د حل په لټه کې وي؛ نو لومړی باید خپلې تګلارې سمې، له نړۍ او په ځانګړي ډول له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د سیاسي لوبو پر ځای، سالم سیاست ته مخه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist