Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د  امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر د سلو کلونو په عمر ومړ

د  امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر د سلو کلونو په عمر ومړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/31

جیمي کارټر چې له ۱۹۷۶ تر ۱۹۸۰ زېږدیز کاله پورې د امریکا ولسمشر و، پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل يې د سیمې او نړۍ لپاره د بې ثباتۍ ستر ګواښ بللی و او د مسکو پر وړاندې يې د نړیوالې ټولنې پر يوالي او همکارۍ ټينګار درلود.

کارټر د خپلې ولسمشرۍ په وروستي کال د دغه هېواد استازو جرګې ته په وینا کې ویلي و چې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل د واشنګټن لپاره په نړۍ کې  تر ټولو جدي ګواښ دی.

د امریکا پخواني ولسمشر جیمي کارټر هغه مهال ویلي وو:« په ایران کې ۵۰ امریکايي بې ګناه وګړي د ترهګرۍ له امله یرغمل دي او پر افغانستان چې خلک یې دينداره دي، د شوروي اتحاد د لوی شمېر پوځونو له خوا یرغل شوی. نو امریکا او نړیوالې ټولنې ته اوس دغه سترې ننګونې ورپېښې دي.» 

د راپورونو له مخې، جیمي کارټر د خپل حکومت پر مهال په افغانستان کې د شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د مبارزې لپاره د سايکلون په نامه امريکا استخباراتي ادارې یو پټ استخباراتي پروګرام پيل کړ چې هدف يې افغان مجاهدينو ته د وسلو او پيسو برابرول و.

کارټر په خپلو بهرنیو پالیسو کې د سړې جګړې ښه ماهر پېژندل کېده او په منځني ختیځ کې يې د مصر او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره په ۱۹۷۸ زېږدیز کال د دغو هېوادونو مشرانو ترمنځ د کمپ ډېوېډ سولې تړون هم لاسلیک کړ.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د کارټر په اړه وايي: « جیمي کارټر د سولې او بشري حقونو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې. د هغه میراث به تل زموږ لپاره الهام بښوونکی وي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د امریکا په بهرنیو پالیسو کې د ولسمشر رول ډېر کم دی او پر افغانستان د روسیې د یرغل پر مهال د امریکا اندېښنې او د واشنګټن له لوري د شوروي اتحاد یرغل د ماتولو پلان د دغه هېواد د امنیتي پلانونو یوه مهم برخه وه.

پخوانی ډیپلومات عزیز معارج وايي: «جیمي کارټر چې هغه مهال د امریکا ولسمشر و، کله  چې روسیې پر افغانستان یرغل وکړ، د هغه ولسمشرۍ د امریکا پر پالیسۍ چې اېف سي آر مخکې له مخکې جوړه کړې وه، کوم اثر نه درلود بلکې که هرڅوک ولسمشر وای، مجبور به و چې د شوروي مخنیوی یې کړای وای، ترڅو ګرمو اوبو ته ونه رسېږي. نو بنا ً، حتا د داوود خان په وخت کې د امریکا له خوا د مجاهدینو په نوم ډلې ټپلې جوړې شوې، په کونړ، سرخ رود او پنجشیر یې حملې وکړې. بیا یې دغه ډلې تجهیز کړې او ډېرې مرستې یې ورسره وکړې ترڅو د روسیې مخه پرې ونیسي او افغانستان یې د نیابتي جګړې ډګر وګرځاوه.»

ځینې نور بیا وايي، په سیمه او نړۍ کې د سترو قدرتونو نیابتي جګړو لپاره پلمې لاهم دوام لري او پر یو شمېر برخو کې خپلو اهدافو ته د رسېدو په برخه کې بریالي شوې هم دي.

جیمي کارټر چې د امریکا تر نورو ولسمشرانو یې زیات عمر وکړ، له بزګرۍ ولسمشرۍ ته رسېدلی و او یو غیر روایتي ولسمشر ګڼل کېده چې څېره یې خوښه، خو د چلن  تشخیص یې سخت و.

کارټر د امریکا ۳۹ ولسمشر و، له سل کاله اوږده عمر وروسته د یک‌ شنبې په ورځ د جورجیا ایالت په فلنز کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist