Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسپانیا یوه نا دولتي موسسه: د غیرقانوني کډوالو مړېنه ۵۸ سلنه زیاته شوې

د اسپانیا یوه نا دولتي موسسه: د غیرقانوني کډوالو مړېنه ۵۸ سلنه زیاته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/29

د اسپانیا کامینا ندو فرونتراس نا دولتي سازمان چې  د دې هېواد په واک سیمه کې د کډوالو د وضعیت په اړه  مالومات خپروي، په یوه تازه راپور کې وايي، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو زرګونه کډوال اروپا ته د ورتګ پرمهال د اسپانیا له سمندر د تېرېدو په وخت کې مړه او یا هم  تري تم شوې دي.

یاد سازمان چې دغه راپور یې د کډوالو له کورنیو او ژغورل شویو کسانو چمتو کړی زیاتوي چې د نورو کلونو په پرتله اروپا ته د اوښتونکو کډوالو په مرګ ژوبله کې ۵۸ سلنه زیاتوالی راغلی.

په راپور کې دغه راز راغلي،  سږ کال په منځنۍ کچه هرورځ ۳۰ تنو د اسپانیا په سمندر کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی.

د راپور یوه برخه کې راغلي: «  په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې ۱۰ زره ۴۵۷ تنه مړه او نادرکه شوي چې له ډلې یې ۱ زر۵۳۸ تنه ماشومان او ۴۲۱ تنې ښځې دي. دغه شمېر د نورو کلونو په پرتله ۵۸ سلنه زیاتوالی ښيي او څرګندوي چې په اوسط ډول هر ورځ ۳۰ کسانو ژوند بایللی.»

 د اسپانیا حکومت بیا په ۲۰۲۴ زېږدیز کال دغه هېواد ته د ټولو ورغلیو کډوالو شمېر څه باندې ۵۷ زره تنه ښيي او وايي، د نورو کلونو پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی په کې راغلی.

د اسپانیا سمندر له لارې د مراکېش، الجزایر، سینګال، مالي، ګامبیا، نایجریا او د یو شمېر نورو افریقايي هېوادونو په ګډون، لږ شمېر افغانان هم د مراکېش او الجزایر له لارې فرانسې، جرمني او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو ته درسېدو مزلونه کوي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، اروپايي هېوادونه چې دا مهال تر ډېره له اقتصادي ننګونو سره مخ دي، له نورو هېوادونو د کډوالو د منلو پروسه یې سخته کړې ده.

د دوی په خبره، هغه افغان کډوال چې د مرګ له خطرونو سره مل یې اروپا ته ځانونه رسولي، تر ډېره د بېرته ستنولو له خطر سره مخ دي.

 د کارپوهانو په باور، د افغانانو د کډوالۍ بهیر د مخنیوي لپاره  سرپرست حکومت  باید ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي او د ښځو او نجونو پر مخ د کار او تعلیم دراوزې پرانیزي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « اسلامي امارت باید دا کار وکړي چې د نجونو پرمخ د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. زه باوري یم چې نور به افغانان له هېواد ونه وځي، له اقتصادي او سیاسي پلوه خپل ملت ته پاملرنه وکړي، ملي یوالي او ملي وحدت ته کار وکړي.»

د اسپانیا د سمندر له لارې د زرګونو کډوالو د مړېنې راپور داسې مهال ورکول کېږي چې تازه د مراکېش چارواکو ویلي، تېره ورځ (د ډسمبر پر ۲۸ مه) د مالي هېواد د ۲۵ وګړیو په ګډون ۶۹ کډوال اروپا ته د رسېدو په موخه د اسپانیا په قناري ټاپو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله مړه شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist