Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې قهرجن لاریونونه؛ اخ و ډب کې له ۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنونکي: د تحریک انصاف ګوند په وروستیو لاریونونو کې له پښتنو سیاسي ګټه پورته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/17

په دې وروستیو کې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند (پي.ټي.آی) پلويانو له زندانه د خپل بنسټګر او پخواني لومړي وزير عمران خان د خوشې کولو او یو شمېر نورو غوښتنو لپاره د پاکستان له بېلابېلو برخو  د پلازمېنې اسلام اباد پر لور، لاریون پيل کړ.

د ګوند مشرانو ویلي وو چې اسلام اباد ته په رسېدو به دغه لاریون د پرلټ بڼه خپلوي او تر هغې به دوام ورکوي چې د عمران خان په ګډون د تېرو دوو کالو پرمهال د ګوند ټول نيول شوي غړي خوشې شي.

خو اوس د تحریک انصاف ګوند دغو لویو لاریونونو ته په پاکستان کې دننه او بهر د شک په سترګه کتل کیږي.

په دغو شکونو او ګمانونو کې مهم بحث دا دی چې تحریک انصاف ګوند هلته له مېشتو پښتنو سیاسي ګټه پورته کوي.

د نومبر میاشتې وروستیو لاریونونو پرمهال دغه ګوند په لوی لاس هڅه کوله چې د پخواني لومړی وزیر عمران خان د زندان په ضد او ځینو نورو غوښتنو لپاره له ولسي خلکو په ځانګړي ډول له پښتنو د سیاسي ډال په توګه ګټه پورته کړي.

پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند په وروستیو لاریونونو کې ولیدل شول چې ډېری ګډونوال یې د خییر پښتونخوا اوسېدونکي پښتانه دي.

د تحریک انصاف ګوند د بنسټ اېښودونکي عمران خان مېرمن بوشرا بي ‌بي او د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډا پور پر مشرۍ د پي.‌ټي.‌آی کاروان له پېښوره د اسلام اباد پر لور له تلو وړاندې ویلي و چې عمران خان پښتون دی او پر پښتنو یې زړه خوږیږي.

هغوی پر پښتنو غږ کړی و چې یوازې ستاسې ننګ او غیرت کولی شي مشرعمران خان له بنده آزاد کړي.

بوشرا بي بي هم پر پښتنو غږ وکړ چې پښتانه غیرتمن خلک دي او د سختې ورځې پرمهال له چا نه په شا کېږي.

نوموړې د نومبر په وروستیو ورځو کې د بار وړلو پر یوه کانټینر راښکاره شوه، مخ یې پټ، سپین شال یې پر اوږو او خپل همېشنی پړونی یې پر سر و.

بوشرا بي بي په لوړ غږ وویل:« زما وروڼو! تاسو باید له ما سره ودرېږئ؛ خو حتی که تاسې نه راسره درېږئ، زه به لاهم ټېنګه ولاړه یم. خبره یوازې زما د مېړه نه ده بلکې د دې هېواد او د مشر خبره ده. ماته پته ده چې پښتانه غیرتمن خلک دي او هغوی د تېښتې خلک نه دي.»

د بوشرا بي بي دا خبره د خلکو له خوا په شور او ولولو بدرګه شوه. نوموړې له یوې نسبتاً خوشحاله صوبې، پنجاب سره تړاو لري. کورنۍ یې با نفوذه ده او ډېرې ځمکې لري.

خو پوښتنه دا ده چې نوموړې ولې له پنجاب او بانفوذه کورنۍ تېریږي او د خیبر پښتونخوا پښتنو ته پناه وړي.

د سیاسي چارو شنونکي وایي، د پاکستان تحریک نصاف ګوند د خپلو سیاسي لوبو لپاره تل هڅه کړې چې هلته له مېشتو پښتنو سیاسي ګټه پورته کړي.

د  سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دا چې پي.ټي.آی اوس له دوی سیاسي ګټه اخلي او تاسو ګورئ د پاکستان ټول نظامونه چې دغه هېواد کې واک ته رسېدلي تر عمران خان پورې، پښتنو ته یې کار نه دی کړی.»

بوشرا بي بي د روان کال د نومبر په پیل کې د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د ګوند په غونډو کې ګډون وکړ. د عمران خان ګوند پي.ټي.آی په همدې ایالت کې حکومت کوي.

د تېر اکټوبر لومړیو کې هم د پاکستان د تحریک انصاف ګوند اسلام اباد کې احتجاج کړی و چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په وینا، په اسلام اباد کې د خیبر پښتونخوا د ۱۱ پولیسو په ګډون ۵۶۴ لاریون کوونکي نیول شوي وو.

په هغو لاریونونو کې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډا پور د ګډون لپاره پلازمېنې اسلام اباد تللی و چې وروسته بې درکه او بیا په پیښور کې راڅرګند شو.

د سیاسي چارو شنونکي وایي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپلو سیاسي لوبو لپاره هڅه کوي چې د پښتنو انځور نورې نړۍ ته منفي وړاندې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی وايي: « دا چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې بالاخره پي.ټي.آی په لویه کچه په اسلام آباد کې مظاهرې وکړې چې په کې ډېره مرګ ژوبله رامنځته شوه، نو ګنډاپور د عمران خان له ښځې سره دغه مېشن مخته یوړ، خو له بده مرغه له دې څخه د پښتنو په استعمال کې کار واخیستل شو. دا خلک یې له پښتونستان صوبې بوتلل او په اسلام اباد کې یې خلکو ته داسې وښودل چې ګویا پښتانه اور اچوي، شور جوړوي او ورانی کوي. دا په سیاست کې له ولسونو نامشروع ګټه ده.»

پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند وروستیو لاریونونو پرمهال چې د شپې شاوخوا ۱۰ نیمې بجې د حکومت له لوري عملیات پیل شول، بوشرا بي ‌بي او علي امین ګنډاپور له هغه ځایه وتښتېدل.

هغه مهال د تحریک انصاف ګوند د پېښور مشر ارباب نسیم وویل، بوشرا بي ‌بي او علي امین ګنډاپور دا مهال د خیبرپښتونخوا په امن ځای کې دي.

ارباب نسیم د شپې د عملیاتو په اړه د جزئیاتو وړاندې کولو پرمهال دا هم وویل چې د دوی ګڼ شمېر کارکوونکي وژل شوي، ټپیان شوي او یو شمېر نیول شوي دي.

په وژل شویو او ټپیانو کې هم ډېری د خیبرپښتونخوا اوسېدونکي پښتانه وو.

په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند لاریونونو ته په غبرګون کې د دې هېواد د اطلاعاتو فډرالي وزیر عطا تارړ تور ولګاوه او ویې ویل، دوی د غریبو خلکو زامن د خپل ډال په توګه کارولي دي.

د یادولو ده چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشرعمران خان د فساد‌ په تور له څه باندې یوه کال راهیسې زنداني دی، هغه تورونه چې دی یې ردوي.

د عمران خان پلویانو تر دې مخکې هم ورته احتجاجونه کړي خو د خان د خوشې کولو په اړه د دوی غوښتنه تر اوسه نه ده منل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist