Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تحریر الشام ته د اسلامي امارت سپارښتنه؛ د عمومي عفوې تګلاره غوره کړئ

تحریر الشام ته د اسلامي امارت سپارښتنه؛ د عمومي عفوې تګلاره غوره کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/10

په سوریه کې د حکومت پرځېدل او روسیې ته د دې هېواد د ولسمشر بشارالاسد د تېښتې خبر له تایید کېدو یوه ورځ وروسته، په دې قضیه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ښکېل هېوادونه له شوکه راوتي او په تړاو یې بېلابېل غبرګونونه ښودلي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې پېښې له کبله د سوریې خلکو او واکمنو ایتلافي ډلو ته مبارکي ویلې او له راتلونکي حکومت یې غوښتي چې د انتقام اخیستنې پر ځای د عمومي عفوې تګلارې پر بنسټ له هېوادونو سره مثبت تعامل وکړي.

د امریکا ولسمشر د حکومت پرځېدل د عدالت بنسټیز عمل او دا يې د سوریې خلکو ته د خپل راتلونکي مسیر د ټاکلو لپاره تاریخي شېبه بللې.

جوبایډن په سوریه کې روان وضعیت خطر او ناڅرګند حالت ګڼلی، خو ورته مهال یې د یوې باثباته سوریې لپاره د امریکا د همکاریو ډاډ ورکړی.

بایډن زیاته کړې: « د سوریې رژیم نسکورېدل د عدالت بنسټیز عمل دی. دا له اوږدې مودې راهیسې د ځورېدلو سوریا‌یانو لپاره یوه تاریخي شېبه ده؛ ترڅو د خپل ویاړلي هېواد سوریې لپاره غوره راتلونکې رامنځته کړې. دا د خطر او ناڅرګندتیا شېبه هم ده.»

د اسراییلو لومړي وزیر دغه پېښه د منځني ختیځ لپاره تاریخي شېبه بللې او وايي، دا د ایران او ایران پلوه نیابتي ډلو پر وړاندې د دغه هېواد د قوي عکس العمل پایله وه.

بل پلو، ځینو اسراییلي او نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په سوریه کې د نظام له پرځېدو سره هممهاله اسراییلي ځواکونو له ۱۹۷۳زېږدیز کال وروسته په لومړي ځل سوریې خاورې ته ننوتي، د جولان لوړو یوشمېر سیمو نیولو ترڅنګ یې، د مېزېح هوايي اډه او په پلازمېنه دمشق کې د استخباراتو د ادارې په ګډون یو شمېر اهداف بمبار او ځینې نور یې لاندې کړي دي.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي: « دا د منځني ختیځ لپاره یوه تاریخي ورځ ده. د بشارالاسد د رژیم او د دمشق استبداد پرځېدل لوی او ښه فرصتونه رامنځته کوي خو په ورته مهال له یو لړ ننګونو او ګواښونو سره هم مل ده. دغه پرځېدنه د بشارالاسد د اصلي ملاتړو حزب ‌الله ډلې او ایران پر وړاندې زموږ د پیاوړي عمل پایله ده. دا د ټولو هغو کسانو د غبرګون لړۍ ده چې غواړي له استبداد او ظلم ځان خلاص کړي. خو دا کار یوه بله مانا هم لري، هغه دا چې موږ باید د ګواښونو پر وړاندې ممکنه اقدام وکړو. یو له هغو څخه د اسرائیلو او سوریې ترمنځ له ۱۹۷۴زېږدیز کال د ځواکونو د جلا کولو تړون لغوه کول دي چې ۵۰ کاله یې دوام درلود او تېره شپه له منځه لاړ.»

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم په سوریه کې د یوه داسې پراخ بنسټ او ټولشموله حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی چې د انتقام اخیستنې روحیه ونه لري او دولتي بنسټونه په کې خوندي وي.

فیدان په سوریه کې د وسله ‌والو ډلو د احتمالي تحرکاتو په تړاو ویلي، باید اجازه ورنه کړل شي چې په وینا یې ترهګرې ډلې له وضعیت د ځان پر ګټه استفاده وکړي.

هغه زیاته کړې: « ترکیه د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، د امنیت او ثبات لپاره به یې هڅې وکړي. ترکیه د نورو ګاونډیو هېوادونو او د سوریې د نوي دولت سره په ګډو د دې هېواد د بیارغاونې او اقتصادي ستونزو د حل په موخه خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي. ترهګریزو ډلو او سازمانونو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې له رامنځته شوي وضعیت د ځان پر ګډه استفاده وکړي.»

خو د بشارالاسد د حکومت متحدینو او ملاتړو دریځ بیا بل ډول دی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، که څه هم له وړاندې په دې پوهېدل چې ښايي وضعیت په سمه توګه پرمخ لاړ نه شي خو په وینا یې د داسې ناڅاپي سقوط تمه یې نه درلوده.

عراقچي په دې اړه وايي: « زما په اند نه، هرڅه روښانه وو، هم موجوده تحلیلونو او هم خبرونو لا له وړاندې په دې دلالت کاوه چې یوه ورځ به دا ډول حرکت کېږي. هم له تحلیلي او هم له اطلاعاتي پلوه دا څرګندېده چې د امریکا او اسراییلو له خوا د صحنې تر شا دا ډول یوه طراحه شته ده.»     

روسیه هم چې دا مهال د تښتېدلي ولسمشر بشارالاسد کوربه ده، په دې تړاو غبرګون کې ویلي، پېښې د روسیې په ګډون ټوله نړۍ حیرانه کړې چې په وینا یې روسیه هم ترې مستثنی نه ده.

د کرملین ویاند دېمتري پسکوف وايي: « هغه څه چې په سوریه کې پېښ شول ټوله نړۍ یې حیرانه کړه او موږ په دې قضیه کې مستثنی نه یوو.»

د تحریر الشام غورځنګ پر مشرۍ د سوریې حکومت ضد ایتلافي وسله والو له لوري د بشارالاسد حکومت پرځېدل په تېرو دوو لسیزو کې په منځني ختیځ کې د حکومتونو د پرځېدلو د دوام هغه لړۍ ده چې ویل کیږي په ۲۰۱۱زېږدیز کال د عرب پسرلي انقلاب وروسته تجربه کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist