Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې قهرجن لاریونونه؛ اخ و ډب کې له ۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پاکستان کې قهرجن لاریونونه؛ اخ و ډب کې له ۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/28

له تېرو درېيو ورځو راهیسې په اسلام‌ آباد کې د تحريک انصاف ګوند پلويانو له لوري د خپل بندي مشر عمران د خوشې کولو په موخه لاريونونه روان دي.

که څه هم د ياد هېواد امنيتي ادارو د دغه لاريون د مخنيوي هڅه کړې، خو دا هڅې ناکامه شوې او په ځينو سيمو کې ان د لاريونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې هم شوې دي.

د تحريک انصاف ګوند د غړو په خبره، د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې امنيتي ځواکونو د دې ګوند ۸ غړي وژلي او شاوخوا ۵۰ نور يې ټپیان کړي دي.

د تحریک انصاف ګوند یو تن غړی وايي: « د پاکستان ټول وګړي حق لري چې د خپلو حقونو غوښتلو لپاره لاریونونه وکړي. موږ هم د پاکستان وګړي یو او حق لرو چې د خپلې داعیې او یا غوښتنو لپاره سوله ‌ییز لاریونونه وکړو، خو دا د پاکستان پولیس او امنیتي ادارې دي چې زموږ سوله ‌ییز لاریونونه په شخړو او نښتو اړوي. موږ له خپلو لاریونونو نه په شا کیږي.»

د لاریون کوونکو په اړه د پاکستان د پولیسو او پوځ غبرګون د تحریک انصاف ګوند د اوسنيو او پخوانيو غړیو غبرګونونه هم را پارولي او په دې پېښو کې يې د ښکېلو کسانو د نېونې او محاکمې غوښتنه کړې.

د تحريک انصاف ګوند  پخوانی غړی شېرافضل مروت وايي: « په اسلام ‌آباد کې د تحريک انصاف غړو وژنه د هېرېدو نه ده او نه به هم په دې پېښو کې ښکېلو کسانو ته بښنه وشي. د پاکستان واکمنان عقل نه لري او لاسونه يې د بې ګناه خلکو په وينو رنګ شوي دي. که پاکستان په دې پېښو کې مسوول خلک عدالت ته راکش نه کړي، نو ضرور به پرې د خدای غضب نازل شي.»

بله خوا، د سياسي سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان حکومت او خلکو ترمنځ شته نانندرۍ اوج ته رسيدلې دي او د دې هېواد واکمن حکومت يې په کابو کولو پاتې راغلی.

دوی زیاتوي، په اسلام آباد کې د لاريونکونو او پولیسو ترمنځ شوې نښتې د پاکستان بې ثباتي په ډاګه کوي او اوس مهال دغه هېواد له جدي سياسي، امنيتي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « په پاکستان کې روان سیاسي کړکېچ ډېر پراخ شوی او پاکستان ته یې په بېلابېلو برخو کې دومره ستونزې راولاړې کړې دي چې شاید پاکستان په راتلونکي کې له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي. له یوې خوا د عمران خان او حاکم دولت ترمنځ شته ستونزې دي او بله خوا همدا اوس روان لاریونونه دي چې سیاسي ستونزې به لا ډېر کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي: « کوم سیاسي او امنیتي بحرانونه چې د پاکستان نظام ورسره مخامخ دی او دغه راز د عمران خان پلویان له زندانه د هغه د خوشې کېدو هڅې کوي، ما د نړۍ په تاریخ کې نه دي لیدلي چې یوه هېواد کې دې دومره کمزوی او ناتوان حکومت وي چې سړکونو کې کانټینر کېږدي ترڅو د عمران خان ملاتړي اسلام آباد ته ونه رسېږي. د دې مانا دا ده چې د پاکستان حکومت اړ دی، نړۍ هم ورته متوجه ده او ټرمپ واک ته رسېدلی؛ ټرمپ د عمران خان ملاتړی دی او دوی اړ دي چې هغه له زندانه خوشې کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال بیا وايي، که پاکستان د خپلو خلکو اساسي حقونو د خونديتوب او د داخلي ستونزو هوارولو لپاره جدي ګامونه پورته نه کړي، ښايي دا هېواد له نه جبرانېدونکو او لا زياتو امنيتي ستونزو او غبرګونونو سره مخ شي.

شمال زیاتوي: « د خلکو د حقونو نه ورکول، د خلکو د ستونزو نه هوارول، د ټي.ټي.پي ستونزه او نور د دې سبب شول چې خلک غوسه شي او د حکومت پر ضد په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي. په تېرو درېیو ورځو کې وینو چې ګڼ شمېر پاکستانیانو چې مختلف قومونه په کې دي، د حکومت په ضد لاریونونه پيل کړي ترڅو خپله آزادۍ او آرمانونو ته ورسېږي.»

د راپورنو له مخې، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د مېرمنې په مشرۍ د لاریونونو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په رامنځته شويو نښتو کې د دې هېواد څلور پوځیان هم وژل شوې دي.

اخوا بیا د لاريونونو په څلورمه ورځ، تحريک انصاف ګوند د خپلو غړیو خونديتوب او د تاوتريخوالي کموالي په موخه له خپلو پلويانو غوښتي چې د لنډ مهال لپاره لاريونونه پای ته ورسوي، خو د ګوند غړي بیا وايي، د عمران تر خوشې کېدو پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist