Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تحریک انصاف ګوند پلویانو لاریونونه؛ اخ و ډب کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د تحریک انصاف ګوند پلویانو لاریونونه؛ اخ و ډب کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/27

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان زرګونه پلویان او د تحریک انصاف ګوند غړي له زندان د نوموړي خوشې کېدو او عدالت پلي کېدو په موخه له دوو ورځو سختو ننګونو وروسته پلازمېنې اسلام ‌آباد ته رسېدلي دي.

د دې ګوند د رهبرۍ غړیو او پلویانو ادعا کړې چې اسلام ‌آباد ته پر لاره او دې ښار ته له داخلېدو سره یې پولیسو د اعتراض مخه نیولې او د دې ګوند يو شمېر پلويان یې وژلي هم دي.

له دې سره، د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ شخړو کې لسګونه پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د نقوي په خبره، د لاریون کوونکو مخنیوي لپاره پوليسو ربړي مرمۍ او اوښکې بهوونکی ګاز کارولی.

هغه په دې اړه وايي: « د مرمۍ ځواب په مرمۍ اسان و، خو پولیسو د لاریون کوونکو د مخنیوي لپاره له ربړي مرمیو او اوښکې بهوونکي ګاز کار اخیستی او هر څوک چې دې چوک ته د داخلېدو هڅه وکړي، وبه نیول شي او بېرته تلل به يې ستونزمن شي.»

په ورته مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان له پلویانو غوښتي چې په سوله ‌یيزه توګه لاریونونو ته ادامه ورکړي او له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

د دې وزارت ویاند د پاکستان له حکومت هم غوښتي چې د لاریونونو پر مهال د خلکو بشري حقونه او بنسټیزې آزادۍ له پامه ونه غورځوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وايي: « موږ په پاکستان او ټوله نړۍ کې د بیان آزادۍ او د سوله ‌ييزو راټولېدنو ملاتړ کوو. موږ پر لاریون کوونکو غږ کوو چې سوله ‌ییز لاریونونه وکړي او له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي.»

په اسلام ‌آباد کې دغه لاريونونه داسې مهال ترسره کېږي چې تازه د بېلاروس ولسمشر اليکساندر لوکاشينکا له پاکستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو په موخه اسلام‌آباد ته رسېدلی.

پاکستاني رسنیو ویلي، حکومت د لاریون کوونکو د مهارولو لپاره د پوځيانو په ګډون زرګونه پولیس په اسلام ‌آباد کې ځای پر ځای کړي دي.

آزاد خبریالان وايي، د تحریک انصاف ګوند موسس او پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویان له زندان د نوموړي خوشې کولو ترڅنګ، په ټاکنو کې د درغلیو د څېړلو غوښتنه هم لري.

خبریال طاهرخان وايي: « که څه هم حکومت اعلان کړی و چې دوی به د دغو لاریونونو مخه نیسي، خو د لاریون کوونکو شمېر ته په کتو داسې ښکاري چې حکومت ته به دا یوه لویه ننګونه او چلېنج وي چې د دوی مخه ونیسي. دلته امنیتي سرچینو ادعا کړې چې د پي.ټي.آی د یوه کارکوونکي له خوا له رینجر نیمه پوځي کسانو سره ټکر شوی او درې تنه نیمه پوځي کسان په کې مړه شوي دي.»

د دوشنبې په ورځ(د ۲۰۲۴ کال د نومبر ۲۵) اسلام آباد ته د لاریون کوونکو له ورتګ سره سم، د پاکستان یو شمېر دولتي ادارې بندې شوې او ورسره په دې هېواد کې د افغانستان سفارت هم د لنډ مهال لپاره خپل فعالیتونه وځنډول، خو د بیا پیل خبر یې نه دی ورکړل شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist