Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان؛ په کرمه ايجنسۍ کې روانې فرقه ‌يي جګړې د پاکستان شرارت دی

کارپوهان؛ په کرمه ايجنسۍ کې روانې فرقه ‌يي جګړې د پاکستان شرارت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/25

د پنجشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د اهل ‌تشيع مسافرو د موټرو پر کاروان د ناپېژانده وسله‌ والو له بريد وروسته، دغلته فرقه ‌يي جګړو يو ځل بيا زور اخيستی.

د يادو جګړو په دوام، له شنبې تر يک‌ شنبې سهار پورې دواړو خواوو ته ۲۱ نور کسان هم وژل شوي او په دې توګه په کرمه کې د فرقه ‌يي جګړې د تازه څپې له پيل راهيسې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۴ تنو ته رسېدلی.

د جګړې له شدت سره د خيبرپښتونخوا د پوليسو مشر، د عدلیې ايالتي وزير او یو شمېر نور چارواکي د وضعيت ارزولو او کابو کولو په موخه پاړه چنار ته رسېدلي او خبر يې ورکړی چې له دواړو خواوو سره يې د اوربند په اړه خبرې کړې.

کرمه کې پر جګړې سربېره، ښکېلو خواوو ځينې کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، برمته نيولي او پاړه چنار ته ورغلو ايالتي چارواکو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې ياد برمته کړای شوي کسان خپلو کورنيو ته وسپارل شي.

کارپوهان په کرمه کې دا وضعيت د پاکستان د پوځ او استخباراتو د پاليسيو پايله بولي او زياتوي چې هلته روانې فرقه ‌يي جګړې هم د همدې پالیسيو زېږنده دي.

د چارو شنونکی ډاکټر عبدالصادق حمیدزوی وايي: « په دې باید هلته ټول پښتانه پوه شي چې دا جګړه د دوی نه ده بلکې دا یوه پردۍ جګړه ده او د پردیو د ګټو لپاره پیل شوی؛ پښتانه باید له احتیاط څخه کار واخلي. د پاکستان ناسمو پالیسیو دغه ستونزې او جګړې زیږولې دي.»

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاړه چنار ته له پېښوره د پلاوي پر لېږدوونکې چورلکې ډزې شوي، خو چورلکې او په کې سپرو کسانو ته زيان نه دی اوښتی.

خو د پلاوي غړیو له ورځپاڼې سره په خبرو کې دا نه ده منلې چې پر چورلکې دې ډزې شوي وي.

د چارو ځيني نور شنونکي بیا د پاکستان حکومت په کرمه کې د روانو فرقه ‌یي جګړو په مخنیوي کې پاتې بولي او د خلکو ورته خپلمنځي جګړو د ژر تر ژره مخنيوي غوښتنه کوي.

د چارو شنوونکی معین ګل څمکنی وايي: « دا چې ولې دغه جګړې منځته راځي، ډېر علتونه لري. په اوس وخت کې د پاکستان سیاسي، اقتصادي او نظامي وضعیت ته په کتو چې په نازک حالت کې دي، دا هم د دغو مسایلو د تشدید لامل دی.» 

ځينې آزاد خبريالان بیا په کرمه کې د حکومتي چارواکو او د جګړې ښکېلو اړخونو ترمنځ د مذاکراتو د پيل خبر ورکوي او وايي، د خبرو وضعيت ته په کتو په دې مذاکراتو کې د پرمختګ امکان شته.

آزاد خبریال طاهر خان وايي: « د خیبرپښتونخوا د حکومت له خوا د چارواکو یو پلاوی تېره ورځ کرمې ته ورغلی او په پاړه چنار کې یې له شیعه مشرانو سره خبرې کړې. داسې احتمال شته چې له سني مشرانو سره هم خبرې وکړي. تازه معلومات همدا دي چې د پرمختګ امکان شته او هلته د روانې لانجې د حل لپاره لارې سمې شي.»

له دې سره، دیني عالمان د اسلام له نظره مذهبي جګړې ناورا بولي او په کرمه کې ژر تر ژره د جګړې پر پای ته رسېدو ټينګار کوي.

د یني عالم عبدالباري مدني په دې اړه وايي: « اسلام د مذهبي جګړو مخالف دی. هغه مذهبي جګړې چې په تاریخ کې تېرې شوې دي، په ټوله کې د مسلمانانو د ضعف سبب شوې او اصلي دښمن چې کفري نړۍ ده، له دې یې ښه ګټه پورته کړې او له دې لارې یې اسلامي نهضتونه او مذهبونه تر خپل اغېز لاندې راوستي.»

په کرمه کې پر فرقه ‌یي جګړې سربېره ياده سيمه او نورو قبايلي سیمو کې ناامنیو خلک زیانمن کړي او تازه د کرمې له جګړې زرګونه کورنۍ د خونديتوب لپاره ټل ته ګډه شوې دي.

کوزه کرمه، خوار کلی، علیزي، صده، بې‌ شرو او يو شمېر سيمې هغه ځايونه دي چې دا مهال په کې د شيعه او سني تر نامه لاندې د ځايي اوسېدونکو ترمنځ جګړه دوام لري. هغه څه چې د شنونکو په باور، د پاکستاني اسټبليشمنټ په اشاره پيل شوې او پر اور يې تېل هم پاشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist