Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر ایران د اسراییلو برید؛ یو شمېر پوځي اهداف پر نښه شوي

پر ایران د اسراییلو برید؛ یو شمېر پوځي اهداف پر نښه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/27

له هغې وروسته چې د روانې اکټوبر میاشتې پر لومړۍ نېټه ایران پر اسراییلو سلګونه توغندي وتوغول، اسراییلو د ځوابي برید خبرداری ورکړ.

 د اسراییلو دغه ځوابي برید د جمعې پر شپه ترسره شو او د یوه پراخ هوايي برید پر مهال یې د ایران ګڼ پوځي او نظامي تأسیسات پر نښه کړل.

د اسراییلو د پوځ  لوی درستیز هغه انځور خپور کړی چې په کې په مستقیم ډول پر ایران د برید امر شوی او په وینا یې، په دغه برید کې د ايران تر۲۰ زیات پوځي اهداف پر نښه شوي دي.

د دغه هېواد د پوځ ویاند دانیل ګاهاري برید دقیق بللی او ایران ته یې خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کې به د ورته اقدام په صورت کې له اوسني هغه زيات شديد غبرګون سره مخ شي.

هغه زیاته کړې:« زه تاییدوم چې موږ پر اسراییلو د ایران د تېر برید پر وړاندې ځوابي برید بشپړ کړ. موږ د ایران پر پوځي اهدافو دقیق او هدفمند برید ترسره کړ او د اسراییلو پر وړاندې مو بېړني ګواښونه له منځه یووړل. د اسراییلو دفاعي پوځ خپل ماموریت بشپړ کړ. که د ایران رژیم یو ځل بیا د جګړو د نوي باب د پرانیستلو تېروتنه تکرار کړي؛ موږ به یې پر وړاندې ځواب ویلو ته اړ شو. زموږ پیغام روښانه دی. هغه هېوادونه چې اسراییل ګواښي او په سیمه کې د جګړې پراخولو په لټه کې وي، لوړه بیه به پرې کړي.»

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، اسراییلو په دې برید کې په پلازمېنه تهران، خوزستان او اېلام ولایتونو کې د ایران د توغندیو او ډرون الوتکو د جوړونې مرکزونه او کارخونې پر نښه کړې دي.

ایران په دې بریدونو کې د خپلو دوو پوځیانو وژل کېدل تایید کړي او په دې تړاو غبرګون کې یې د اسراییلو دغه اقدام تېری او له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بللی.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د اسراییلو اقدامات په سیمه کې د شخړو د زیاتېدنې اصلي لامل بللی او پر وړاندې یې غبرګون او دفاع د ځان حق ګڼلی.

د اعلامیې یوه برخه:« بهرنیو چارو وزارت د ایران پر څو پوځي مرکزونو د اسراییلو صهیونیستي رژیم تېری د نړیوالو حقونو، د ملګرو ملتونو سازمان د منشور او په ځانګړي ډول د ګواښ او زور زیاتي له لارې د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکمیت د منع له اصولو سره په ښکاره ټکر کې بولي او په سختو ټکو یې غندي.»

د همدې بریدونو له کبله د الجزیره، فلای عربیه او فلای دبۍ په څېر ګڼو هوايي شرکتونو ایران ته خپلې الوتنې تر ناڅرګندې نېټې ځنډولې دي.

سره له دې چې امریکا پر ایران برید د اسراییلو برید ته له ځانه د دفاع نوم ورکړی، خو بل پلو بیا د ترکیې، سعودي عربستان عربي متحده اماراتو او اردن په ګډون افغانستان هم دغه برید غندلی او د ایران د هوايي حریم نقض یې بللی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې یوه برخه: « پر ایران د اسراییلو صهیونیستي رژیم برید غندو. د صهیونیستي رژیم ورته اقدامات سره له دې چې د ایران د حریم ښکاره نقض دی، په سیمه کې د تاوترېخوالي د زیاتېدو هڅه ده چې ناملایم وضعیت لاپسې پېچلی کوي.»

پخوانی ډيپلومات عزیز معارج وايي: «که چېرې برعکس بیا دا دوام پیدا کړي او دلته جګړه شي، خامخا نه یوازې په افغانستان بلکې پر دې سیمه باندې ډېر زیات اثرات کوي، لوږه او قېمتي منځته راځي، دلته به امنیت ګواښي، تجارت به پر ټپه درېږي، هوايي  کرښې به سره درېږي، واردات او صادرات به نه وي او بیا نو دلته نورې ډلې تپلې لکه تروریستي ډلې به هم سره ښه خپل فعالیتونه پيل کړي. یعنې په ټوله کې د زبرځواک هېوادونو د شرق او غرب بلاک د ګرمې جګړې ډګر به بیا همدا سیمه وي.»

په ورته مهال پر لبنان د اسراییلو د بریدونو پر دوام، د دې هېواد په سوېل ختیځ حاصبیا ښار کې د خبریالانو یو استوګنځی پر نښه شوی چې په کې درې خبریالان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

 د خبریالانو د خوندیتوب نړېوالې کمېټې (سي.پي.جې) دغه پېښه جنګي جنایت بللی او د برید عاملینو د محاکمه کېدو غوښتنه یې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist