Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران: پر اسراییلو برید د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره زموږ مشروع حق و

ایران: پر اسراییلو برید د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره زموږ مشروع حق و

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/03

په منځني ختیځ کې له نږدې یوه کال راهیسې  د اسراییلو له لوري پر غزې او تازه پر لبنان د هوايي او ځمکنیو مرګونو بریدونو دوام په سیمه ییزه او نړیواله کچه د کړکېچونو د پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

وروسته له هغې چې تېره اوونۍ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حزب الله غورځنګ مشر حسن نصرالله د اسراییلو په هوايي برید کې ژوند بایلود، ورسره د اسراییلو او ایران ترمنځ د مخامخ ټکر اندېښنې زیاتې شوې.

د ایران سپاه پاسداران ځواک د چارواکو له قوله ویل شوي، د اسراییلو له لوري  د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي مشر اسماعیل هنیه، د حزب الله غورځنګ د مشر حسن نصرالله د مړینو پېښو او په غزه او لبنان کې د اسراییلو د بریدونو په غچ کې یې د اسراییلو مهم امنیتي او دفاعي مرکزونه په نښه کړي دي.

د دې هېواد ولسمشر پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، د مشروع  حق او د ایران او سیمې د سولې او ثبات  لپاره یې پراسراییلو توغندیز بریدونه ترسره کړي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي: « د خپل مشروع حق، د ایران او سیمې د سولې اوثبات لپاره صهیونیستي رژیم تېریو ته غوڅ ځواب ورکړل شو. دا اقدام د ایران د ګټو او دفاع په موخه ترسره شو. نتنیاهو دې پوه شي چې ایران جنګ غوښتونکی نه دی خو د هرګواښ پر وړاندې درېږي او دغه بریدونه زموږ د قدرت یوه برخه وه؛ له ایران سره په جګړه کې ښکېل نه شئ!»

له دې سره د اسراییلو لومړي وزیر سملاسي ایران ته د ځوابي برید خبرداری ورکړ. بنیامین نتنیاهو ویلي، اسراییل خپلو خبرو ته ژمن دی او پر اسراییلو بریدکوونکو څخه په هر قیمت خپل غچ اخلي.

نتنیاهو زیاته کړې: « ایران په دې برید سره لویه تېروتنه وکړه او بیه به یې هم پرې کړي. ایران نه پوهېږي چې اسراییل له خپلو دښمنانو د غچ اخیستلو څه ډول اراده لري. دوی باید پوه شي چې موږ خپلو ټولو اصولو ته ژمن یو، هرڅوک چې پر موږ برید وکړي، پر هغوی برید کوو.»

په ورته مهال، د امریکا متحده ایالتونو، بریټانیا او اروپايي ټولنې پراسراییلو د ایران بریدونه غندلي او له اسراییلو څخه د ملاتړ ډاډ یې ورکړی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، پر اسراییلو د ایران د بریدونو په اړه یې له اسراییلي چارواکو سره له وړاندې همغږي درلوده. بایډن د ایران برید ناکام ګڼلی او د اسراییلو د نظامي ملاتړ ډاډ یې ورکړی.  

جو بایډن زیاته کړې: « څومره چې موږ پوهېږو، د ایران برید ناکام او بې اغېزې و. امریکا او اسراییل له وړاندې د ایران د احتمالي بریدونو لپاره همکاري لرله او دغه بریدونه د اسراییلو پوځي قدرت ته ازموینه وه. امریکا به د اسراییلو ملاتړ ته دوام ورکړي.»

بله خوا، ګڼو هېوادونو او د ملګرو ملتونو سازمان په منځني ختیځ کې د حزب الله غورځنګ او اسراییلو د جګړې په اړه اندېښنه ښودلې او له ښکېلو لورو یې د بېړني اوربند غوښتنه کړې.

د لبنان روغتیا وزارت ویلي، پر دې هېواد د اسرايیلي ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې ۵۵ تنو ژوند بایللی او لسګونه نور ژوبل شوي دي.  د راپورونو له مخې، په لبنان کې د اسراییلو هوايي بریدونو له وېرې له یو میلیون زیات وګړي بېځایه شوي هم دي.

د دې ترڅنګ، تېره ورځ د اسراییلو په پلازمېنه تل ابیب کې د یوه وسله وال کس له خوا د چړې په برید او ‌‌ډزو کې د پولیسو په ګډون ۸ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

حماس د برید پړه منلې او وايي، د اسراییلو په زړه کې دغه برید د عزالدین قسام کنډک له خوا ترسره شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist