Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر اسرئیلو برېد؛ نتنیاهو حزب الله ډلې ته د سخت ځوابي برېد خبرداری ورکړی 

پر اسرئیلو برېد؛ نتنیاهو حزب الله ډلې ته د سخت ځوابي برېد خبرداری ورکړی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/29

د اسرائیلو  جولان لوړو پر سیمې د توغندیز برېد په پایله کې چې د فوټبال پر لوبغالي لګېدلی، ۱۲ کسان په کې وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپيان شوي. 

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له دې پېښې وروسته حزب الله ډله د دې پېښې مسووله بللې او دې ډله ته یې د سخت ځوابي برېد خبرداری ورکړی.

د نوموړي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نتنیاهو د دروزي ټولنې له مشر سره غمشریکي ښودلې او ویلي، چې حزب الله ډله به د دې کړنې لپاره لوړه بیه پرې کړي.

نتنیاهو زیاته کړې:« حزب‌الله ډله به لوړه بیه پرې کړي. داسې بیه چې تر دې وړاندې یې نه وي پرې کړي.»

اسرائیل وايي، حزب الله ډلې دغه  توغندیز برېد د لبنان شمالي برخې اړوند له چیبا نومې سیمې کړی او د ایران په لاس له جوړ شوي توغندي په کې کار اخیستل شوی.

خو حزب الله ډلې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له دې برېد سره هېڅ راز اړیکه نه لري.

 دې ډلې په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله ځواکونو ته د اسرائیلو د هر ناسنجیده احتمالي غبرګون په تړاو خبرداری ورکړی.

د حزب الله ډلې د خبرپاڼې یوه برخه:« اسلامي مقاومت په مطلق ډول له دې پېښې سره هېڅ راز اړیکه نه لري او په دې تړاو هر ډول د درواغو تورونه په کلکه ردوي.»

دغه برید په نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزېف بوريل، دغه برید غندلی  او په اړه یې د پراخو نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې.

‌له دې برید وروسته اسرائیلو د يک‌شنبې ورځې په سهار لبنان کې پر یو شمېر اهدافو هوايي برېدونه کړي، چې د احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي.

 بل پلو اسرائیلي ځواکونو په غزې کې یو ښوونځی پر نښه کړی، چې په کې ۶۶ تنه وژل شوي او شاوخوا س۱۰۰ نور ټپیان دي.

د جولان اشغال شوې سیمه په ۱۹۶۷ز کال کې د منځني ختیځ د جګړو پر مهال له سوریې څخه په زوره نیول شوې او د اسرائیلو له خاورې سره ضمیمه شوې، له همدې کبله د سیمې ډېری هېوادونه یې په رسمیت نه پېژني او د سوریې برخه یې ګڼي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist