Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا غزه کې د اوربند پرېکړه‌ لیک تصویب کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/12

په غزه کې د اسرائیلو د جګړې له پيل څه باندې اته میاشتې تېرېږي او لاهم دغه بریدونه دوام لري او هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي. 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه د امریکا له لوري په غزې کې د اوربند په تړاو وړاندیز شوې طرحه تصویب کړې.

د دې شورا له لوري د غزې د اوربند طرحه، چې دوشنبه د جون پر لسمه تصویب شوې، درې پړاوونه لري. دغلته دایمي اوربند، له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتل، د ویجاړو رغونه او اړمنو ته د بشري مرستو رسول د دې طرحې عمده برخې دي.

ملګري ملتونه وايي:« په غزه کې د اوربند او د برمته کسانو د ازادېدلو لپاره پرېکړه‌لیک د ۱۴ مثبتو رایو او یوې سپينې رایې په کارولو سره تصویب شو. پر حماس ډلې غږ کوو، څو دغه پرېکړه چې اسرائیلو منلې، ومني.»

له دې سره د امریکا له غوښتنې سره سم حماس یاد پرېکړه‌لیک ته مثبت ځواب ورکړی او د عامو فلسطینې وګړیو د خوندیتوب لپاره یې د اوربند په مطرح شویو برخو کې د عملي اقدام غوښتنه کړې.

په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل اونیزه راپور کې ویلي، اسرائیلي ځواکونو د دې اوونۍ په لړ کې د غزې نصرت پنډغالي کې د څلور برمته اسرائیلیانو په راخوشې کولو سره، له ۱۰۰۰ زیات  فلسطیني وګړي وژلي دي. 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیال مارټین ګرېفېټس وايي:« په کفن پوښلي جسدونه په سیمه کې ګورئ. موږ دا یو ځل بیا وایوو، چې په غزه کې د ژوند د خوندیتوب لپاره ځای نشته دی. په روغتونو کې شدید ټپیان پراته دي، چې د غزې روغتیايي بنسټونه یې له درملنې عاجز دي.»

د راپورونو له مخې پر غزې د اسرائیلي ځواکونو په تازه بریدونو کې، چې د دې ښار په مرکزي او سویلي برخو کې يې ترسره کړي، د ماشومانو په ګډون ۸ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

پر دغه ښار د اسرائیلو د بریدونو دوام ته په پام د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په غزه کې جګړه د امریکا، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو په رهبرۍ مدیریت کېږي.

د دوی په خبره د ملګرو ملتونو له لورې غزې ته د اوربند طرحې بې اغېزې دي.

د سیاسي  چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د غزې او اسرائیلو جګړه په اصل کې د دوه لویو قدرتونو د شرق او غرق بلاکو، د امریکا او روسې یا د ناټو او روسیې په منځ کې د سیالیو جګړه ده، نو دا جګړه دوی پیل کړې، دوی چې هر وخت توافق سره وکړي، موافقې ته سره ورسېږي، هغه وخت بیا ختمېږي. دا د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا پرېکړې ګټه نه کوي. ګورئ اوس هم په دې مرحلو کې جوبایډن د اوربند وړاندیز کړی، خو روسیې ممتنع رایه ورکړې. مانا دا ده چې روسې ونه منله. نو دا کومه ګټه نه کوي.»

ترکیې، مصر، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو د غزې اوربند ته د امریکا له وړاندیز شوې طرحې هرکلی کړی او دغلته يې د بېړني اوربند غوښتنه کړې.

د غزې اوربند ته د امریکا طرحه د دغه هېواد د ولسمشر جوبایډن له لوري د مې پر ۳۱مه وروسته له هغې واورل شوه، چې اسرائیلو د غزې په رفح کې میلیونونه وګړي بې ځایه کېدو ته اړ کړل او دغلته یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist