Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې لوېدو پېښه کې ومړ

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې لوېدو پېښه کې ومړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/21

د ایران دولت تائید کړه، چې د دې هېواد ۶۳کلن ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او ورسره ځېني نور چارواکي د چورلکې لوېدو په پېښه کې مړه شوي دي.

په دې چورلکه کې د ایران له اتم ولسمشر ابراهیم رئیسي سربېره د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د تبریز د جمعې امام ایت‌الله محمد علي الهاشم، د ولسمشر رئيس د محافظتي ګارد رئيس او د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي هم سپاره وو او ټول مړه شوي دي.

دا پېښه له اذربايجان سره د ايران په سرحدي سيمه کې د قزقلعه بند د پرانېستې له مراسمو وروسته، چې د اذربایجان ولسمشر الهام علی‌یف هم په کې ګډون کړی و، رامنځته شوې ده.

د پېښې په قربانيانو کې د ولسمشر محافظتي رئيس تورن جنرال سید مهدي موسوي، د چورلکې پیلوټ، همکار پیلوټ او یو تخنیکرهم شامل دي.

په داسې حال کې چې د ولسمشر رئيسي د چورلکې پرېوتو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو د ايران د حکومت ویاند وايي، د چارو د عادي پرمخ وړلو لپاره د امنيت شورا او کابينې بېړنۍ غونډې ترسره شوې.

د ایران حکومت ویاند بهادر جرمي  وايي: « ویلی شم د وزیرانو په کچه نن سهار اووه نیمې بجې یوه بېړنۍ ناسته ترسره شوه او شپږ کمېټې وټاکل شوې څو د هېواد روانې چارې په سم ډول سره مخته یوړل شي او دغه راز په یاده ناسته کې پر دې پرېکړه وشوه، چې د حکومتولۍ په چارو کې باید هېڅ ډول سره ځنډ او خنډ رامنځته نشي او د ابراهیم رئیسي په څېر خلک باید خلکو ته خدمت وکړو.»

د ولسمشر رئيسي د سوارلۍ چورلکه تبرېز ته د ستنېدو په حال کې وه، چې ظاهراً د جلفا په نوم له یوې غرنۍ او ځنګلي سیمې د تېرېدو په حال کې لوېدلې.

رئیسي لومړنۍ زده‌کړې په مشهد کې پيل کړې او په پنځلس کلنۍ کې د لوړو زده کړو لپاره قُم ته ولاړ. هغه په فقه او ځانګړو حقوقو څانګې کې تر دکتورا زده کړې د مطهري په پوهنتون کې وکړې او په تهران او قُم ښارونو په مختلفو تعليمي او تحصيلي مرکزونو کې یې د فقې تدريس کړی.

هغه ۲۳ کلن و، چې د آیت الله سید احمد عمل الهدای د لور جمیله سادات علم الهدی سره یې واده وکړاو دوې لوڼې ترې لري. نوموړي د فقې په برخې کې څو کتابونه هم لیکلي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي له مړینې وروسته به لومړی مرستیال محمد مخبر د ايران اساسي قانونو پر بنسټ، د رئیسي پر ځای سرپرست وي.

د ایران ازاد خبریال بهنام یزداني وايي: « له څو ساعتونو پلټنې وروسته د ایران د ولسمشر چورلکه چې تېره ورځ له پېښې سره مخ شوې وه، نن پیدا شوه، چې په یوه ځنګله کې نسکوره شوې او په بشپړه توګه سوځېدلې ده او اته کسان سپاره په کې ټول شهیدان شوې دي، چې ولسمشر رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د تبریز د جمعې امام ایت‌الله محمد علي الهاشم، د ولسمشر رئيس د محافظتي ګارد رئيس او د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي، پیلوټان او تخنیکي همکاران یې په کې شامل دي.»

ابراهیم رئیسي چې د ۱۹۶۰ کال د ډسمبر پر ۱۴مه زېږېدلی، د ایران اتم ولسمشر و. هغه د ۲۰۲۱ کال ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا وروسته د همدغه کال د اګست پر ۲۱مه د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

ابراهیم رئیسي له دې مخکې د نورو مهمو دندو ترڅنګ د ایران د لوی څارنوال او عدلیې وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده، رئیسي په ۲۰۱۷ کال کې هم د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند و خو هغه مهال د حسن روحاني لخوا له ماتې سره مخ شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist