Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پرغزې د اسرائیلو بریدونو یوه میاشت پوره شوه

پر غزې د اسرائیلو بریدونو ۲۰۰ ورځې پوره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/24

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، د بريدونو له پيل تر دې مهاله د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې څه باندې ۳۴ زره  کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

دغه وزارت زیاته کړې، له څه باندې دوو اوونیو راهیسې چې اسرائیلي ځواکونه د غزې له سویل خان یونس ښار وتلي، نږدې ۳۰۰ جسدونه په ډلیزو قبرونو کې موندل شوي دي.

د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو  یوازې د روانې اوونۍ په لړ کې د غزې په ختیځ خان یونس، نصرت پنډغالي او یو شمېر نورو سیمو مرګوني هوايي بریدونه کړي، چې له ۵۰ زیات کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

راپورونه کاږي، په يادو وژل شویو کسانو کې  یوه مېندواره ښځه او شپږ ماشومان هم شامل دي.

 له دې سره امریکايي چارواکو، چې تازه د دې هېواد له استازو جرګې څخه اوکرائین، اسرائیلو او تایوان ته د ۱۲۹ میلیارډ ډالرو مرستې لایحه تصویب شوې ویلي، د اسرائیلو ملاتړ او خوندیتوب ته دوام ورکوي او په غزې کې د بشري ناورين له کمولو سره هم مرسته کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي:« د اسرائیلو له دفاع وزیر یو آف ګالانت سره مې د اسرائیلو د امنیت ساتلو، د یرغمل شویو کسانو د ازادېدو او غزې ته د بشری مرستو د رسولو او همدارنګه په سیمه کې کړکېچونو د راکمولو په اړه خبرې وکړې. د اسرائیلو پر پوځي ملاتړ سربېره په غزې کې اوربند به وکولی شي، د برمته کسانو د ازادېدو لپاره لاره هواره او په سیمه کې د روانو کړکېچونو د زیاتوالي مخنیوی وکړي.»

پراسرائیلو د ایران له برید وروسته د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پر ایران د نویو بندیزو هوکړه کړې.

د دغې ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوول ویلي، پر ایران د بندیزونو له پراخېدو سربېره په غزې کې ناوړه بشري وضعیت ته لاسرسی او ثبات اړین دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوول جوزف بورېل وايي:« اروپايي ټولنه اوس مهال پر ایران وسله‌والو ډلو ته د ډله‌ییزو وژنې لپاره د وسلو لېږلو، د بشري حقونو د سرغړونو او روسیې ته د بې‌پیلوټه الوتکو د ورکړې په تړاو د بندیزونو څو پروګرامونه لري او هم په غزې کې بشري وضعیت نشو هېرولی. موږ اړ یو، چې ټول یرغمل شوي ازاد او اوربند رامنځته شي، څو د بشري ناورین مخنیوی وشي.»

له دې سره د ایران بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له خوا د نویو بندیزونو په غبرګون کې  ویلي، اروپایي ټولنه دې د ایران پر وړاندې بېړنی تصمیم نه نیسي او نه دې هم د امریکا پېروي کوي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان وايي:« زه متاسف یم چې اروپايي ټولنه پر اسرائیلو د ایران حقه ځوابي برید پر وړاندې بېړنی تصمیم نیسي. د دې ټولنې غړي دې د امریکا پېروي نه کوي او نه دې په دې سره د اسرائیلو ملاتړ کوي، چې په غزې کې نسل وژنې ته يې دوام ورکړی.»

ایران وروسته له هغې پر اسرائیلو سلګونه د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل، چې دغه هېواد په سوریې کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ او د دوو ایراني پوځي قوماندانانو په ګډون يې ۵ تنه ايراني پوځيان ووژل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist