Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان له شخړو سره د مخ هېوادونو نوملړ کې شامل کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/21

د پیسو نړیوال وجهي صندق (آی.ایم.ایف) له لوري پاکستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې وراضافه شوی، چې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

د یاد صندوق په راپور کې ویل شوي، چې پاکستان هم د  عراق ، سوریې، سومالیا ، سوډان او یمن په څېر له سختو شخړو سره لاس او ګریوان دی.

دغه راز راپور کې ویل شوي، چې په پاکستان کې پرملکي او نظامي ځواکونو وسله وال بریدونه زیات شوي چې په دې کې پر بهرنیو وګړو هم بریدونه شوي او وژل شوي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې پاکستان  د خپل پیدایښت له پیله تردې دمه د خپل ولس پرځای  د امریکا او نورې غربي نړۍ د ګټو لپاره کار کړی، چې امریکا ته یې د تازه پوځي اډو ورکړه ښه بیلګه ده.

دوی وايي، دا هرڅه په دې مانا دي چې اسلام اباد په سیمه کې د ارامتیا او ښه ګاونډیتوب لپاره کار نه کوي چې له امله یې د پاکستان عام ولس له سخت ناسم اقتصادي او امنیتي وضیعت سره مخ دی.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« د پاکستان حکومت له پېداېښت تر نننه پورې د پاکستان ولس لپاره نه بلکې د زاړه استعمار او د امریکا ګټو لپاره رول لوبولی دی. پاکستان په سیمه کې د جګړو، ناخوالو رامنځته کولو، د اقتصادي بندیزونو اساسي مرکز ګرځېدلی دی. اوس د دوی له لوري امریکا ته پوځې اډې ورکول، د دغسې سیاستنو پایله دا ده چې د پاکستان ډېر زحمتکشه، هوښیار ولس وږې ، تږی، بې اتفاقه او پوځ په داسې حالت کې دی چې نور د حالاتو کابو کولو لپاره څه نه لري. ځکه نو څه چې کرې، هغه به ريبې.»

ځېنې نور بیا وايي، د پاکستان اوسنی ناسم اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضیعت د هغو سیاستونو پایله ده، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې یې اسلام اباد مخ ته وړي.

دوی په دې اند دي، که پاکستان د خپلو ګاونډیو او سیمې پر وړاندې په خپل اوسني دریځ او تګلارو کې  بدون رانه ولي نو لا به یې وضیعت کړکیچن شي.

د سیاسي چارو شنونکی موسی سعادت وايي:« پاکستان چې ۴۰ کاله د ترهګرو روزنه او پالنه د ګاونډیانو په خاطر وکړه، نو دوی خپله اوس خپله په کې راګېر دي. تاسې د آی.ایم.ایف تازه راپور وګورئ، چې پاکستان یې د اتو هېوادونو په قطار کې راوستی دی، چې د پاکستان وضعیت نازک دی، اقتصادي وضعیت یې صفر دی، بهرنیان په نښه کېږي، نو دا هغه څه ول، چې دوی دا ۴۵ کاله ترهګر وروزل او وې پالل او نن په دې ستونزو کې خپله راګېر دي. زه وایم، دوی دې نور خپلې خلا ته پام وکړي او دې شیانو دې لاس واخلي.»

په پاکستان کې له وروستیو ټاکنو راپدېخوا دې هېواد کې سیاسي بې ثباتي زیاته شوې او ناامني هم ورځې بلې ته په کې زور اخلي چې ان اوس په دغه هېواد کې بهرني وګړي هم خوندي نه دي، تېره میاشت په کې پنځه چینایان ووژل شول او وړمه ورځ هم دوه چاپاني وګړي.

پاکستان وار دمخه د آی.ایم.ایف د پورونو د ورکړې پروګرام کې شامل دی او روانه  میاشت یې د پیسو له نړیوال وجهي صندوقه څه باندې یو ملیارد ډالره پور هم ترلاسه کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist