Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر اسرائیلو د ایران بریدونو نړیوال غبرګونونه پارولي

پر اسرائیلو د ایران بریدونو نړیوال غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/15

پر اسرائیلو د ایران بریدونو نړیوال غبرګونونه پارولي او ځینو زبرځواکو هېوادونو د ایران او یو شمېر نورو د اسرائیلو ملاتړ کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، د اسرائیلو او امریکا لخوا پر ایران برید به روسیه د ایران ملاتړ ته اړه کړي.

پوټین وايي:« که امریکا وغواړي، چې د اسرائیلو د ملاتړ لپاره د جګړې ډګر ته را ووځي، موږ به هم غلي پاتې نه شو.»

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې امریکا پر ایران د اسرائیلو ځوابي برید ملاتړ نه کوي .

ورته مهال د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ویلي د اسرائیلو پر ضد عملیات پایته رسېدلي او تراوسه د بل برید هوډ نه لري.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې هغه ویلي، د برید لامل یې د اسرائیلو د برید ځواب و چې دوی ته سره کرښه وه او دوی یې زغم نه درلود.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي ویلي، پر اسرائیلو برید یې د ملګرو ملتونو منشور د ۵۱مې مادې په رڼا کې و.

هغه زیاته کړې:« دا موضوع دې تړلې وګڼل شي. که اسرائیل بله تېروتنه وکړي، د ایران ځواب به له دې هم سخت وي.»

د ایران ګاونډی هېواد افغانستان چې له خونړۍ جګړې راوتلی او پر فلسطینیانو د اسرائیلو بریدونه یې غندلي نیوکه یې کړې چې اسرائیلو نسل وژنې ته دوام ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د تېر کال له اکټوبر وروسته تر اوسه اسرائیلو په غزه کې تر ۳۳ زرو زيات ملکيان وژلي او نسل وژنه یې کړې.

د خبرپاڼې یوه برخه:« اسرائیلو په غزې کې د نسل‌وژنې پر دوام سیمه کې د نورو هېوادونو د حريم د نقضولو او د ناامنۍ پراخولو د پاروونکو اقداماتو هڅه کړې، چې په غزې کې له خپلو جنايتونو د نړۍ پام په بله واړوي. د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او سیمې پر ټولو مؤثرو هېوادونو غږ کوي چې د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره د صهیونستي رژیم د جنایاتو د درولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.»

پر اسرائیلو د ایران له‌خوا تر توغندیزو بریدونو وروسته چین ویلي، په منځني ختیځ کې د کړکېچ له زیاتېدو اندېښمن دی.

 رویټرز د چین د پوځ د اعلامیې له قوله لیکلي، پر اسرائیلو د ایران برید د یوې لویې جګړې خطر زیات کړی دی.

 اعلامیه کې راغلي، دغه هېواد پر دواړو لورو غږ کوي چې ارام پاتې شي او د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.

خو د العربیې د خبر له مخې د اسرائیلو د لومړي وزیر پر مشرۍ د دغه هېواد د جنګ کابینې پر ایران د متقابل برید لپاره پریکړې ته نه دي رسیدلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist