Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بریټانيا پاکستان د ناامنه هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی

بریټانيا پاکستان د ناامنه هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/15

د بريټانيا حکومت پاکستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی، چې په نړۍ کې د ناامنۍ له کبله ډېر خطرناک هېوادونه دي.

د بریټانيا عامې روغتيا او پاملرنې دفتر په خپاره کړي راپور کې ويلي، په دغه نوملړ کې اته هېوادونه ور زيات شوي چې يو يې هم پاکستان دی .

په راپور کې راغلي، په ټوله نړۍ کې ۲۴ هېوادونه تر نورو زيات ناامنه دي او د بريټانيا وګړي نه شي کولی دغو هېوادونو ته وروسته له دې سفر وکړي.

راپور کاږي، په پاکستان کې امنيتي او طبيعي پېښې، ککړه هوا، ناروغي او ځېنې نور لاملونه د دې سبب شوي چې بريټانيا دغه هېواد ته د خپلو اتباعو ورتګ منع کړی .

د بريتټانيا عمومي شتمنۍ او پرمختګ دفتر وايي: « که چېرې په پلان کې لرئ، چې سفر وکړئ نو هغو هېوادونو ته نشئ تللی چې د ناامنه هېوادونو په نوملړ کې شامل دي.»

بل خوا د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د بريټانيا له لوري د ناامنه هېوادونو په نوملړ کې د پاکستان شاملېدل به دغه هېواد نړیوال منزويتوب ته ور نږدې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج زیاتوي: « پاکستان په تور لېست کې داخلېږي، یعنې دلته پاکستان له نړیوالې انزوا سره هم مخ کېږي، ځکه وروسته له انګلستانه کېدای شي نور هېوادونه هم ورته عمل وکړي، دلته که سیاسیون هر څه وښيي خو موږ ګورو چې امنیت په پاکستان کې له ډېر پخوا راهیسې خراب دی، تمامه ورځ هلته وژنې دي، ویشتل دي او ځېني ترهګرې ډلې هلته پټنځایونه او روزنځایونه لري او د نړۍ ترهګرې ډلې په پاکستان کې دي؛ مخکې غربي نړۍ غږ نه کاوه، دا اوس ډېره ښه شوه چې دا غږ یې پورته کړو او پاکستان باید مخکې له مخکې دې ته تدابیر درلودی که نه د پاکستان، سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړخ تر دې هم بدترېږي او د انزوا حالت ته ځي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانيار وايي: « له استخباراتي اړخه تر اوسه د پاکستان حکومت او استخباراتي شبکه یې د انګلستان مستعمره ده، دغه پیغامونه د سیاسي موخو او د پاکستان له حاکمانو د ملاتړ لپاره د بريټانیا له لوري دغه موضوع د بحث وړ ګرځېدلې. هیله من یو چې د پاکستان کورنۍ ستونزې د دې لامل نه شي چې افغانستان هم اغېزمن کړي، ځکه چې د افغانستان سوکالي د سیمې او له سیمې د بهرو هېوادونو په ګټه دی.»

په ياد نوملړ کې د پاکستان په شمول، روسيه، اسرائیل، اوکرایين، ايران، فلسطين او افغانستان هم شامل دي چې بریټانوي اتباع يې له ورتګه منع شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان سربېره، داعش خراسان ډله، جیش محمد، لشکر طیبه او بلوڅ آزادي غوښتونکو په شمول لسګونه لویې او وړې وسله والې ډلې شته چې تېر یوه کال کې یې پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰ وسله وال بریدونه ترسره کړي.

د راپورنو له مخې، په پاکستان کې يوازې په تېر کال کې له ۸۰۰ زياتې امنيتي پيښې رامنځته شوي چې د سږ کال په تېرو درېيو مياشتو کې دغه کچه نوره هم لوړه شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist