Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه: پاکستان غواړي ټي.ټي.پي او داعش نړیوالې ټولنې ته ورته ډلې معرفي کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/09

په پاکستان کې د ټي.ټي.پي وسله‌والې ډلې لخوا پر پوځي اهدافو د بریدونو او ناامنیو له زیاتېدو او له دې ډلې پر افغانستان د ملاتړ له تورونو وروسته، اوس دغه هېود غواړي، د یوې نوې تګلارې په کارولو دغه ډله له داعش هغې سره ورته معرفي کړي.

د پاکستان اکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې د خپلو دولتي موثقو سرچینو له ادرسه په تازه راپور کې لیکلي، پاکستان غواړي داعش او ټي.ټي.پي ډلې د ماهیت له اړخه سره ورته معرفي کړي، نړیوال ملاتړ ترلاسه او له دې لارې د افغانستان پر سرپرست حکومت فشار زیات کړي.

د اکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې راپور یوه برخه:« پاکستان نړیوالې ټولنې ته دا ویل غواړي، چې د ټي.ټي.پي او داعش ډلو ترمنځ هېڅ راز توپیر نشته. له دې اقدام سره پاکستان غواړي د افغانستان پر حکومت د فشار راوړلو ملاتړ ترلاسه کړي.»

راپور کې ویل شوي  وروسته له هغې چې له ټي.ټي.پي سره د مبارزې په برخه کې پاکستان له نړیوالې ټولنې مثبت زېګنال ترلاسه نه کړی اوس دغه هېواد غواړي د ټي.ټي.پي پر وړاندې نوې ذهنیت سازي رامنځته او نړیواله خواخوږي ترلاسه کړي.

د اکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې راپور یوه برخه:« د پاکستان د دې کار تر شا اصلي موخه دا ده، څو نړیواله ټولنه قانع کړي، چې ټي.ټي.پي د داعش ډلې په څېر خطرناکه ډله ده. پاکستان هیله لري، چې نړیواله ټولنه د ټي.ټي.پي پر فعالیتونو سترګې پټې نه کړي.»

د سیاسي چارو شنونکي ټي.ټي.پي او داعش دوه جلا وسله والې ډلې یادوي چې د رامنځته کېدو ماهیت او فلسفه یې له یو بل سره په بشپړ ډول توپیر لري.

د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي:« هغه طالبان چې په پاکستان کې جنګ کوي، هغه له مدني حقونو محروم انسانان دي او همدغسې حقوق غواړي لکه څنګه چې د پاکستان نور اتباع لري. هلته واقعا خلکو سره د مور او میرې چلن کېږي. دا خلک ( ټي.ټي.پي) په بنیاد کې له داعش سره توپیر لري.»

دا په داسې حال کې ده چې په راپور کې یو ځل بیا تور پورې شوی چې کواګې ټي.ټي.پي په افغانستان کې پټنځایونه لري او له دې لارې دننه پاکستاني پوځي اهداف په نښه کوي، هغه ادعا چې  اسلامي امارت په کلکه رد کړې او له پاکستاني لوري یې غوښتي چې د ورته بېځایه تورونو پر ځای دې خپل ټول پام د امنیت ټینګښت ته واړوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist