Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول

عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/01

په اسلام‌باد کې د پاکستان احتساب ملي ادارې له لوري داييرې شوې ځانګړې محکمې د دې هېواد مخکېني لومړي زير عمران خان او د نوموړي مېرمنې بشرا بي‌‌بي ته ۱۴ – ۱۴ کاله بند سزا اورولې.

تېر ډيسمبر کې یادې ادارې د عمران خان او د نوموړي مېرمنې پر ضد له دې کبله په محکمې قضيه ثبت کړه، چې ګواکې په خپلې شتمنۍ کې يې له بهرنيو هېوادونو او چارواکو د ترلاسه کړو ډاليو په اړه مالومات نه دي ورکړي.

د عمران خان ګوند تحريک انصاف د محکمې دا پرېکړه ناعادلانه بللې  او ويلي يې دي، چې د ورته ناعادلانه پرېکړو ځواب به دغلته راتلونکو پارلماني ټاکنو کې پر برياليتوب سره ورکوي.

د تحریک انصاف ګوند منشي عمرایوب خان وايي:« تاسې د رسنیو له لارې ولیدل، چې نن د محکمې لخوا د عمران خان او د هغه مېرمنې په هکله فیصله اعلان شوه او پر بند محکوم شول. محکمې پرون هم د دوی پر وړاندې فیصله کړې وه. تاسې مه وېرېږئ. موږ به د دغو فیصلو ځواب په ټاکنو کې له بریاليتوب سره ورکړو.»

د تحريک انصاف ګوند غړي که څه هم په ټاکنو کې د خپلو نوماندانو د بريا لپاره له ممکنه لارو هڅې کوي، خو د عمران خان او د نوموړي مېرمنې په اړه هم د محکمې د حکم د تطبيق ځنډولو لپاره لالهانده دي.

د عمران خان مدافع وکیل وايي:« په محکمې کې د عمران خان وکیل ته د ګواهي اجاره نه ده ورکړل شوې. محکمې د عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا په نشتون کې فیصله اعلان کړې، چې دا د منلو نه ده او ردوو يې.» پر بند سربېره عمران خان او د نوموړي مېرمن د یو ملیارد ۱۵۸ کروړ کلدارې جرېمه کېدو ترڅنګ د لسو کلونو لپاره په دولتي چوکاټ کې له کار کولو هم منعه شوي او ترڅنګ يې پاکستان پخوانی بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي هم پر۱۰ کاله بند محکوم شوی دی.

اخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، پاکستان په نظامي استبداد ولاړ هېواد دی او په خبره يې څو چې په پوره مانا دغلته قانون پلی نه شي، پاکستانیان به تل د پخواني چارواکو د محاکمو شاهدان وي.

د سياسي بې‌ثباتۍ ترڅنګ په پاکستان کې امنيتي او اقتصادي بې‌ثباتي هم ورځ تربلې د پراخېدو په حال کې ده.

 تازه د پاکستان پارلماني ټاکنو ته نوماند او د تحريک انصاف ګوند غړی ريحان زېب د کمپاينې غونډې پرمهال د نامالومو وسله‌والو له لوري په داسې حال کې ترور شو، چې پاکستاني ځواکونو يې امنيت نيولی وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist