Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پرغزې د اسرائیلو بریدونو یوه میاشت پوره شوه

روغتیا نړیوال سازمان له اوربند وروسته پر غزې د اسرائیلو بریدونه خونړي بللي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/06

د غزې لپاره روغتیان نړیوال سازمان وايي، پر غزې د اسرائیلي ځواکونو د یوې اوونۍ بریدونو له سلګونو کسانو وژل کېدو سربېره زرګونه نور ټپیان او بې کوره کړي.

د یاد سازمان مشر ټیډروس ادانوم د غزې سویل کې د اسرائیلو له خوا له اوربند وروسته د بریدونو بیا پیل د تېرو وحشتونو تکرار بللی او په سمدستي اوربند یې ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې:« له لنډمهالي اوربند وروسته اسرائیلي پوځیانو د غزې پر اوسېدونکو بیا خونړي بریدونه پیل کړي چې بمبار شویو سیمو کې انساني ناورین رامنځته شوی.  موږ په غزې کې د بشر دوستانه بېړني اوربند غوښتنه کوو او د دې ناورین دوام ته اندېښمن یوو.»

په ورته وخت کې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په دوحه کې خلیج همکاریو ۴۴مې ناستې ته په وینا کې ویلي، دا ناسته په داسې وخت کې ترسرکوو چې سیمه موبشري جنایت سره مخ ده او خلیج هېوادونه باید د دې ناورین پر وړاندې ودریږي.

هغه زیاته کړې:« د خلیج هېوادونو دا ناسته داسې وخت کې ترسره کېږي چې سیمه مو د سترو ننګونو شاهده ده او د بشر دوستانه همکاریو لپاره د ناستې ګډون کوونکي هېوادونه باید خپل رول ادا کړي.»

پر غزې تړانګه د اسرائیلي ځواکونو بریدونو ته اسلامي امارت غبرګون ښودل او د نړۍ د نورو هېوادونو سربېره یې پر اسلامي هېوادونو غږ کړی چې په غزه کې د ټولوژنې مخنیوی وکړي.

خو د نړیوالوغبرګونونو سره سره د اسرائیلو لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو په خپل دریځ ولاړ دی او تازه یې ویلي تر هغې چې اسرائیلو ته له غزې ګواښونه نه وي ختم شوي جنګ نه دروي.

نتنیاهو زیاتوي:« د حماس پر وړاندې بریدونه به دوام وکړي ، د حماس ډلې له خوا ګواښ پای ته رسوو او د غزې اوسېدونکو ته زموږ د پوځ له خوا  په نقشو کې هغه لارې ښودل کېږي چې څنګه وکولی شي خوندي سیمو ته ځانونه ورسوي.»

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، په خان یونس او رفح ښارونو د اسرائیلو بریدونو د یوې اوونۍ په لړ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له زرو زیات فلسطینیي وګړي وژل شوي، چې د اکتوبر له اوومې تر اوسه شاوخوا ۱۶۰۰۰ کسان وژل شوي او له ۴۰زره زیات ټپیان دي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist