Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پرغزې د اسرائیلو بریدونو یوه میاشت پوره شوه

پرغزې د اسرائیلو بریدونو یوه میاشت پوره شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/09

د اکتوبر پر اوومه پر غزې د اسرائیلو له خوا وروسته له هغې پراخ هوايي او بیا ځمکني عملیات پيل شول چې حماس او نورو فلسطیني ډلو پر اسرائیلو بریدونه وکړل.

ملګري ملتونه وايي، د يادو بريدونو په دوام سره په غزه کې زرګونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او ډېر نور په داسې شرايطو کې ژوند کوي، چې د زغم وړه نه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادانوم وايي:« پر غزې د اسرائیلو لخوا د خونړیو بریدونو یو میاشت پوره شوه. له ۱۰ زرو زیات کسان یې ووژل، چې څه باندې ۴زره یې ماشومان دي. دا انسان وژنه به تر کومې روانه وي؟ موږ د جګړې له ټولو اړخونو سره خبرې کوو، څو بېړنی اوربند وشي او د دواړو اړخونو له لوري یرغمل شوي کسان ازاد شي. تاریخ به له موږ وپوښتي چې د دې ناورین په اړه مو څه وکړل؟»

د غزې د برخلیک په اړه دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې ښار کې لا هم جګړه په شدت روانه ده او زیان یې تر ډېره عامو خلکو ته اوړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي:« په غزې کې د ویر کولو وخت نشته. یوازې د ژوندي پاتې کېدلو هڅې کېږي. هغه څه چې موږ یې ګورو انساني تباهي ده. موږ د جګړې له دواړو اړخونو غواړو چې نړیوالو اصولو ته درناوی ولري او د عامو وګړو ژوند خوندي کړي.»

په غزې کې د اسرائيلو له لوري د خونړیو هوایي او ځمکنیو بریدونو په دوام اسرائیلي چارواکي په دې ټینګار کوي، چې له حماس سره له جګړې وروسته به په غزې تړانګه خپل نظامي حضور ته تر هغې دوام ورکړي، څو احساس شي، چې اسرائیل د حماس له بریدونو خوندي دي.

د اسرائیلو لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو وايي:« اسرائیلي ځواکونه به له حماس سره له جګړې وروسته تر نامالومې نیټې د غزې ټول امنیتي مسوولیت پر غاړه واخلي، څو د اسرائیلو پر وړاندې ګواښ پاتې نه شيي.»

پر غزې د اسرائیلو خونړي بریدونه پر نړیواله کچه په کلکو ټکو غندل شوي او دغلته یې پر بېړني اوربند ټینګار کړی.

تازه په غزې کې د بشري ناورین د پای رسولو لپاره، د جاپان په کوربتوب د جي ۷ غړیو هېوادونو ناسته پرون پیل شوې او راتلونکي اوونۍ به په غزې کې د اوربند د رامنځته کېدو په تړاو سعودي عربستان هم د اسلامي هېوادونو کوربه وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist